د رياست الوزراء اداري مرستيال له يو بهر مېشتي ډاکټر سره وکتل

د رياست الوزراء اداري مرستيال له يو بهر مېشتي ډاکټر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين له محترم ډاکټر عبدالهادي کريم سره وکتل. 

د دې کتنې په پيل کې، محترم ډاکټر عبدالهادي کريم مختلفو برخو ته د اسلامي امارت په پاملرنې خوښي وښوده وې ويل، غوره روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی د هيوادوالو جدي اړتيا ده، چې خوشبختانه اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او مهم کارونه يې ترسره کړي دي. 

محترم ډاکټر عبدالهادي کريم همداراز د ډاکټرانو او متخصصينو د ظرفيت لوړولو، د معياري لابراتوارونو جوړولو او د هيواد په روغتيايي مرکزونو کې د وړ او مسلکي ظرفيت لرونکو کسانو جذب ته اشاره وکړه او له مسؤلينو يې وغوښتل چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، اسلامي امارت په مختلفو په ځانګړي ډول د روغتيا په برخه کې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول خپل مسؤليت بولي او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅې درېغ نه کړي. 

د رياست الوزراء اداري مرستيال د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو معياري کولو لپاره د اسلامي امارت د برنامو يادونه وکړه او په بهر کې له مېشتو ټولو ډاکټرانو او متخصصينو څخه يې وغوښتل، چې خپل هيواد ته ستانه شي او د ناروغانو د درملنې ترڅنګ په پرمختګ کې هم برخه واخلي. 

محترم مولوي عبدالسلام حنفي د وړانديزونو په اړه وويل، اسلامي امارت به په ټولو امکاناتو ورته رسيدګي وکړي.#