د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د وارداتي سیمنټو ټولنې له غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني هم حضور درلود، لومړی د وارداتي سیمنټو ټولنې مرستیال ښاغلي حاجي محمدرحیم او ښاغلي احسان الله اوزګار د وارداتي سیمنټو د ګمرکي تعرفو د زیاتوالي د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
هغوی د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند او کاروبار د ځان لپاره ویاړ وباله او له تاجرانو او پانګوالو سره د اسلامي امارت همکارۍ څخه په مننې یې وویل، د وارداتي سیمنټو ګمرکي تعرفې سږکال زیاتې شوي چې د سیمنټو تاجرانو، دکاندارانو او مصرفوونکو د ستونزو لامل شوي او په دې برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د هغوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، اسلامي امارت د بېلابېلو اقشارو مشورو ته درناوی لري او اړوندې ادارې به شته امکاناتو ته په پام د دوی د ستونزو د حل لازم اقدامات وکړي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس زیاته کړه، تاسو باید په اسلامي امارت باور ولرئ ، باید له یوبل سره همکارۍ ته ادامه ورکړو او په همغږۍ سره خپل کړېدلي او ځورېدلي ملت ته خدمت وکړو.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت رهبري له تاجرانو او پانګوالو سره اخلاص لري او تل یې هغوی ته د مناسبو شرایطو او اسانتیاوو رامنځته کولو په خاطر لازم اقدامات کړي او یاده ستونزه د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکوو.