د ریاست الوزراء مقام د دفترعمومي رئیس د حسن بصري رحمه الله جامع جومات جوړونکي تقدير کړل

د ریاست الوزراء مقام د دفترعمومي رئیس د حسن بصري رحمه الله جامع جومات جوړونکي تقدير کړل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په ارګ کې د حسن بصري رحمه الله جامع جومات د ابادۍ په چارو کې یو شمېر ونډه اخيستونکي، نن له غرمې مخکې تقدیر کړل.

په دې مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول او د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند محترم ملا حمدالله فطرت هم حضور درلود، په پیل کې د افغان هاوس شرکتونو ګروپ رئیس محترم غلام محمد حق دوست او د برادران عادل ګروپ شرکت رئیس محترم محمد شفیع نورزايي د نورو په استازولۍ د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس په ګډون د یاد جومات په جوړولو کې د ټولو د هراړخیزې همکاري مننه وکړه.

دوی د حسن بصري (رح) جامع جومات د جوړولو چارو د بشپړېدو د مبارکي ترڅنګ د هیواد د ابادي او پرمختګ په برخو کې اسلامي امارت ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د حسن بصري (رح) نوي جامع جومات د ابادۍ په چارو کې د افغان انجنيرانو،مسلکي کاریګرو او ټولو کارکوونکوهلې ځلې وستایلې او هغوی ته یې د خیر او فلاح دعا وکړه.

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، زموږ نهایي کوښښ دا وو چې د یاد جامع جومات په جوړولو کې له خپلو داخلي تولیداتو او د افغان انجنیرانو او کاریګرو له تجربو استفاده وکړو چې لله الحمد په دې کې بریالي هم شو.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس دوی ته په خطاب کې وویل، په اخلاص او پاک نیت د وطن د ابادۍ او د افغان ولس د هوساینې او خدمت لپاره کار وکړئ، ځکه پدې کې زموږ د دنیا او اخرت بریا نغښتې ده.

د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع او د اسلامي امارت مرستیال ویاند له لوري د حسن بصري رحمه الله جامع جومات په جوړولو کې وړ کسانو ته د ستاینلیکونو له ورکړې وروسته د خیر په دعائې سره په دې مناسبت جوړ شوي مراسم پایته ورسېدل.#