د تېرې ادارې د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو سره د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس کتنه

د تېرې ادارې د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو سره د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس محترم مولوي ذاکر الله ذاکر نن په سپېدار ماڼۍ کې د تېرې ادارې د ولسي جرګې له یو شمېر وکیلانو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د تېرې ادارې پر مهال د افغانستان له مختلفو ولایتونو څخه د پارلمان راغلو غړو وویل، د پارلمان ډېر شمېر وکیلان په افغانستان کې مېشت دي او په ډاډه زړه ژوند کوي.
هغوی افغانستان خپل کور او اسلامي امارت خپل نظام یاد کړ او زیاته یې کړه، وکیلان بهر ته د تګ او د هیواد د پرېښودلو اراده نه لري.همدارنګه یې د وکیلانو یو شمېر ستونزې، مشورې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس محترم مولوي ذاکرالله ذاکر، د تېرې ادارې د پارلمان غړو ته د هرکلي ترڅنګ وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هیڅوک دې پکې د پردیتوب احساس نه کوي.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت مشران او مسوولین د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او خودکفایۍ لپاره هڅې کوي او اړتیا ده چې ټول افغانان د هېواد د ابادۍ له کاروان سره یو ځای شي. هغه ډاډ ورکړ، چې د پارلمان د غړو ستونزو ته به رسیدګي وشي.