د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د وږي/سنبلې میاشتې تر 28مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 7400 سوالګر راټول شوي دي

د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د وږي/سنبلې میاشتې تر 28مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 7400 سوالګر راټول شوي دي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ، د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د وږي/سنبلې میاشتې تر 28مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 7400 سوالګر راټول شوي دي. د راټولو شوو سوالګرو له جملې 4963 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 1296 مستحقې او 3667 بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. 639 نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 190 مستحق ګڼل شوي او 449 بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو 6900 سوالګرو کې بیا 1798 ماشومان دي چې له ډلې یې 976 مستحق، 781 حرفوي او 41 بیا بې سرپرسته ماشومان دي. بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي. مستحقو سوالګرو ته بیا د افغان سرې میاشتې ټولنې له لوري د نغدي پيسو د ویش لړۍ هم پيل شوې، چې تر دې مهاله یې سلګونو کسانو ته دغه مرستې رسېدلې دي.