د سټنډرډ عالي شورا دوهمه غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ عالي شورا دوهمه غونډه جوړه شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا په دوهمه غونډه کې چې نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه او په بېلابېلو برخو کې یې ۳۰ سټنډرډونه تصویب کړل. 

په دغه غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ملا فیض‌الله تمیم، د دغې شورا دایمي غړو او د خصوصي سکټور استازو هم حضور درلود.

په پیل کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، هېوادوالو ته د معیاري تولیداتو او وارداتو وړاندې کولو لپاره اړینه ده چې سټنډرډونه جوړ او تطبیق شي. 

 محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، په دې سره به د بې کیفیته توکو د واردېدو او تولید مخنیوی وشي او ولس ته به معیاري توکي وړاندې شي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو ادارو په کلکه وغوښتل چې د شورا له لوري تصویب شوي سټنډرډونه دې په جدي ډول پلي او تعقیب کړي. 

ورپسې غونډې ته د تصویب په موخه د ساختماني، خوراکي او څښاک، طبي، کانونو، نفتي، نساجي، چاپېریال، برېښنايي وسایلو په برخه کې ۳۰ سټنډرډونه وړاندې چې تر هر اړخیز بحث وروسته تصویب شول.#