د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن سهار د پکتیا ولایت، ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې د شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د شهید خلیل الرحمن حقاني تقبله الله پاک روح ته دعا وکړه او هغه یې یو پیاوړی مجاهد او د ولس رښتنی خدمتګار وباله وې ویل، دا د اسلامي امارت لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د فاتحې نورو ګډونوالو د شهید د کورنۍ غړو او د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر محترم سراج الدین حقاني صاحب ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې او د خدای تعالی په دربار کې یې شهید ته د فردوس جنت او وارثینو ته د جمیل صبر غوښتنه وکړه.#