ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۱.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې کړې

ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۱.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظورې کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. 

دې غونډې ته ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له هراړخیز بحث وروسته د څه باندې یو میلیارد او ۵۳۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظور او په ۱۵ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. همدارنګه د یوې پروژې قرارداد فسخه، یوه اعاده او د دوو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې د پروژې هر اړخیزه ارزونه وکړي او پایلې یې د ملي تدارکاتو کمیسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

 په منظور شویو پروژو کې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ یتیم تپې د تحکیماتو نهم لاټ، د غور د هوایي ډګر د ځغاستلیکې ترمیم، د کابل نړیوال هوایي ډګر د حفظ او مراقبت قراردادونو ورکړه، د بغلان د دهنه غوري څه باندې ۱۷ کیلومتره سړک جوړول، د پکتیکا د زرګرانو ـ ګردیز ښار سړک جوړول، د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت ته د معدني وسایلو پیرودل، د افغان تور امارتي شرکت د اړتیا وړ موټرو پیرودل، له قرباغ او مقر څخه ترشاه جوی پورې د سب سټیشنونو جوړول او نصب، د کابل موسهي ولسوالۍ د برق رسونې، ساختماني موادو، نصب او مونتاژ او د دغه ولایت د باریکاب د ۲۲۰ کیلوولټه سب سټیشن د سروې، ډیزاین او تیست د ورکړې قراردادونه شامل دي.

د يادونې وړ ده چې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.#