د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کورش نړیوال فدراسیون رئیس سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کورش نړیوال فدراسیون رئیس سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په المپيک کې د اسیا شورا د لوبو د پراختیا او کورش نړیوال فدراسیون رئیس ښاغلي حیدر فرمان او ورسره پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې، چې د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود، ښاغلي حیدر فرمان افغانستان ته په خپل راتګ خوښي څرګنده او وې ویل، د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د افغان ټولنې حالت له هغه څه سره ډېر توپیر لري، چې غربي رسنۍ او سیاستوال یې په هکله څرګندونې کوي.

هغه وویل، د افغانستان د لوبو په تړاو یې له ګڼو افغان چارواکو سره مثبتې لیدنې ترسره کړي او هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې له افغان لوبغاړو سره همکارۍ او د تجربو شریکولو ته زمینه برابره کړي.

نوموړي څرګنده کړه، افغان لوبغاړي ښې لاسته راوړنې لري او اړتیا ده چې د افغانستان د لوبو د پراختیا او پرمختګ لپاره نړیوالو اړوندو ادارو ته د راتګ بلنه ورکړل شي، ترڅو وضعیت له نږدې وګوري.

ښاغلي فرمان د خپلو خبرو په پای کې، ورزش له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو لپاره ښه فرصت یاد کړ او پر دوه اړخیزو همکاریو یې ټېنګار وکړ.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د کورش نړیوال فدراسیون رئیس حیدر فرمان او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغان زلمیان غوره وړتیاوې لري او په تېرو څو میاشتو کې یې ثابته کړه، چې په نړیوالو کچه بریاوې ترلاسه کولای شي.

محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، نړیوالې ورزشي ادارې دې له افغان لوبغاړو او اړوندو ادارو سره خپلې همکارۍ ډېرې او د تجربو شریکولو ته لومړیتوب ورکړي.

محترم مولوي عبدالکبیر په نړیوالو ډګرونو کې د افغان لوبغاړو فوق العاده وړتیاوو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت د خپلو ورزشي لوبغاړو هر اړخیز ملاتړ کوي او د ورزشي فرصتونو زیاتېدو لپاره له اړوندو نړیوالو ادارو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. 

د ریاست الوزراء محترم مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت د ځوان نسل د روزنې او په مناسبو برخو کې د هغوی د بوختیاوو لپاره پلانونه جوړ کړي او په هیواد کې د نشه یي توکو د کښت او کارونې مخنیوي له امله اوس افغان ځوانان له اکثریت ناسمو کړنو راګرځول شوي دي.#