د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د ترکيې هېواد د خیریه بنسټونو له څو تنو استازو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د خیریه بنسټونو استازو وویل، د ترکیې حکومت او وګړي له افغانانو سره همکارۍ او په بېلابېلو برخو کې مرستو ته لېواله دي. هغوی زیاته کړه، د ښوونیزو بنسټونو، جوماتونو رغاولو، د پاکو اوبو رسولو او د بېوزله افغانانو د لاسنیوي په برخو کې د پروژو پلې کولو ته چمتو دي.
هغوی څرګنده کړه، په افغانستان کې د امن په راتګ سره د کار او پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي، باید ګته ترې واخیستل شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د ترکيې خیریه بنسټونو استازو ته د ښه راغلاست پر مهال ، د کابل او انقرې اړیکې ګټورې او مهمې وګڼلې او ترکیه یې د افغانستان دوست هېواد وباله.
محترم سیاسي مرستیال له افغانانو سره د ترکانو د مرستو ستاینه وکړه او ویې ویل، اسلامي امارت به په افغانستان کې له ترکي خیریه بنسټونو سره په هره کچه چې اړتیا وي مرسته وکړي، څو په اغېزناکه توګه خپلې چارې ترسره کړي.