د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال: صنعت‌کاران او سوداګر دې د پاکستان پر ځای له نورو بدیلو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال: صنعت‌کاران او سوداګر دې د پاکستان پر ځای له نورو بدیلو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستال محترم الحاج ملاعبدالغني برادر اخوند نن د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د تجارتي اړیکو د پایداره مدیریت، په سوداګریز ډګر کې د افغانستان د ستراتيژیکې بقا، د ولس د ابرو او د هېواد د سیاست د مصؤن ساتلو په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه. 

په دغه غونډه کې چې د بېلابېلو امارتي ادارو مسوولینو، سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو حضور درلود، محترم الحاج ملاعبدالغني برادر اخوند هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، سیمه ییز او نړیوال تجارت د ټولو هېوادونو ترمنځ مشترکه او واحده اړتیا ده او هېڅ ډول مشروع تجارتي اړیکې باید د نامعقولو سیاستونو ښکار نشي.

هغه زیاته کړه، له بده مرغه په ننني عصر کې دا یو معمول ګرځېدلی چې تجارتي اړیکې، سوداګریزې لارې، اقتصادي بندیزونه او د مهاجرینو غیر شرعي او غیر بشري زجر د سیاسي نامعقولو وسیلو په توګه کارېږي؛ ترڅو په مطلوب هېواد باندې سیاسي فشارونه زیات شي، خو افغانستان اوس مهال د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره بېلابېلو لارو او دهلیزونو ته لاسرسی لري، ټوله تکیه مو یوازې په یو ځانګړي هېواد نه ده او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره مو د تېر په پرتله سوداګریز مناسبات او اړیکې په مراتبو پياوړي شوي دي. 

نوموړي وویل، د لارو دا تنوع موږ په عملي توګه له اقتصادي او سیاسي فشارونو ژغوري. د لارو د تنوع او مناسبو پالیسیو په وسیله الله تعالی له هغه حالته ایستلي یوو چې د یوه مسیر له بندېدو سره به مو په هېواد کې د موادو قیمتونه پورته شول.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستال څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت په مسلسله توګه هڅه کوي چې د سیمه ییز او نړیوال اتصال لپاره نوې بدیلې لارې هم رامنځته کړي او شته بدیلې لارې له زیربنايي او تخنیکي اړخه معیاري او باظرفیته کړي.هغه زیاته کړه،

د افغانستان اسلامي امارت تل له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې سالمې سوداګریزې اړیکې پاللې دي او تل به یې پالي؛ خو که نور هېوادونه زموږ له معقول سیاست څخه ناوړه استفاده کوي، بیا موږ هم مجبور یوو چې په بدیلو لارو فکر وکړو.

محترم الحاج ملاعبدالغني برادر اخوند په پاکستان باندې د سوداګرۍ د تکیې کمولو لپاره صنعت‌کاران او سوداګرو ته په خطاب کې وویل، د پاکستان پر ځای دې له نورو بدیلو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي. دې لارې نه یوازې زموږ تجاران زیانمن کړي؛ بلکې بازارونه او عام ولس یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی. 

نوموړي له ټولو سوداګرو څخه په ټینګار وغوښتل چې د صادراتو او وارداتو بدیل انتخابونه ژر عملي کړي چې صادرات او واردات له خنډ او ځنډ سره مخ نشي. هغه مواد مو چې تر اوسه په پاکستان کې خریداري کول، د خرید او واردولو لپاره یې د نورو هېوادونو او مارکېټونو تلاش وکړئ. هغه زیاته کړه، که له دې وروسته هم تجاران مالونه د پاکستان له لارې واردوي او یا یې صادروي، د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې یې اسلامي امارت هېڅ ډول مشکل ته رسېدنه نه کوي او نه یې غږ اوري. 

نوموړي له پاکستان څخه د دوا واردوونکو څخه په ټینګار وغوښتل چې خپل واردات له نورو هېوادونو او نورو لارو څخه ترسره او ژر تر ژره له بدیلو لارو استفاده وکړئ. په درې میاشتو کې دې خپل ټول حسابونه هلته تصفیه او کار دې را ونغاړي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستال وویل، پاکستان په کراتو د سوداګرۍ پر مخ لارې تړلې، له تجارتي او بشري مواردو یې سیاسي استفاده کړې او د دواړو هېوادونو تجاران او صنعت‌کاران یې متضرر کړي دي، د دوی د یادو کړنو له امله اسلامي امارت دا پرېکړې وکړې. که پاکستان د لارو خلاصېدل غواړي، په داسې کلکو او معتبرو تضمینونو به ورسره خلاصیږي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې یې بیا ونه تړي. 

محترم الحاج ملاعبدالغني برادر اخوند په پای کې

د مالیې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له درېیو میاشتو وروسته له پاکستان څخه واردېدونکې دوا محصول نه کړي او هېچا ته یې د واردولو اجازه ور نه کړي.