د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي تاکایوشي کورومایا د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله پر رامنځته شوې مرګ ژوبلې او زیانونو خواشيني څرګنده کړه.
نوموړي د افغانستان او جاپان د مثبتو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ وې ویل، په افغانستان کې د اسلامي امارت لخوا د فساد او نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه، اقتصادي ثبات او د سرتاسري امنیت تامین ستر پرمختګونه دي او جاپاني چارواکي د اسلامي امارت دغه پرمختګونه او لاسته راوړنې ستایي.
ښاغلي تاکایوشي کورومایا له افغانانو سره د جاپان د وروستۍ ۶.۹ میلیونه مرستې په یادولو سره وویل، توکیو له افغانانو سره همکارۍ ته ژمنه ده او د طبیعي پېښو د مخنیوي په موخه له اړوندو ادارو سره په تماس کې دي، څو افغانان د جاپانیانو له تجربو ګټه واخلي.
په کابل کې د جاپان سفیر له افغانستان سره پر نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او بدیل کښت په برخو کې د مرستې یادونه وکړه وې ویل، په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو د دیپلوماتیک حضور نشتون د دې سبب شوی چې هغوی په افغانستان کې د مثبتو بدلونو په اړه معلومات ونلري، غوره به وي چې نړیواله ټولنه په مستقیم ډول له اسلامي امارت سره اړیکې ولري.
ښاغلي تاکایوشي کورومایا د افغانستان په اړه په دوحه کې راتلونکې غونډې ته په اشارې وویل، نړیواله ټولنه غواړي د خبرو له لارې د افغانستان ستونزو ته حل لار ولټوي.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر افغانستان سره د جاپان له مرستو په مننې وویل، د افغانستان په هکله د توکیو مثبت نظر د دې لامل شوی چې د اسلامي امارت او جاپان تر منځ ښه تعامل او مثبتې اړیکې رامنځته شي.
محترم مولوي عبدالکبیر په سیاسي، فرهنګي او تعلیمې برخو کې د کابل او توکیو ترمنځ د اړیکو پر لازیاتې پراختیا ټینګار وکړ وې ویل، اسلامي امارت لېوال دی چې د افغانستان د پرمختګ، د طبعي پېښو د زیانونو د کمښت او توسعې په برخو کې د جاپان له تجربو ګټه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د ولس د ملاتړ له امله توانېدلي چې په افغانستان کې بشپړ امن حاکم، لویې پروژې پيل او ګڼ پرمختګونه ولري. همداراز اسلامي امارت د مسؤل حکومت په توګه د ولس د ستونزو د حل په هڅه کې دی او له نړۍ سره مثبت تعامل او پراخې اړیکې غواړي.
محترم مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې وویل، په کابل کې د یوناما په حضور کې په داسې حال کې چې مرکزي حکومت حاکم دی او جګړه نشته، اسلامي امارت د ځانګړي استازي له ټاکلو سره توافق نه لري.#