د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د ننګرهار ولایت د ډاکټرانو اتحادیې رئیس محترم ډاکټر واقف نیازي او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې محترم ډاکټر واقف نیازي په ننګرهار ولایت کې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د یادې اتحادیې کړنې او فعالیتونه تشریح کړل او وې ویل، په ننګرهار ولایت، ولسوالیو او تورخم کې یې بېوزلو او د طبیعي پېښو ناروغانو او ټپیانو ته د روغتیایي کمپونو له لارې خدمات وړاندې کړي او دغه پروسه لا جریان لري.
د ننګرهار ولایت د ډاکټرانو اتحادیې رئیس او غړو د ننګرهار د زر بستریز روغتون د پاتې چارو بشپړولو، د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره د پاملرنې زیاتوالي، پر ډاکټرانو د مالیاتو کموالي او د ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو لپاره د حکومت له لوري د ځانګړو کورسونو جوړولو لپاره خپل وړاندیزونه او غوښتنې مطرح کړې.
د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ډاکټران هیوادوالو ته پر وخت او ښه ډول د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو دروند مسؤلیت لري او اسلامي امارت د دوی د خدمتونو ستاینه کوي.
د ریاست الوزراء عالي مقام دفتر عمومي رئیس زیاته کړه، اسلامي امارت په هیواد کې د بېلابېلو اصنافو د کړنو ستاینه او ملاتړ کوي او د مالیاتو معافولو او کمولو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وروستی فرمان هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ښه څرګندونه کوي.#