د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي ښاغلي یوشیایونګ، په کابل کې د چین سفیر ښاغلي جاوشینګ او مل پلاوي سره ولیدل.
په دې ليدنه کې د چین ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل وې ویل، هېواد یې د افغانستان د اقتصادي پياوړتیا، د اړیکو د پراخولو او همکاریو د زیاتېدو هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړه، چین په نړیوالو ناستو کې د افغانستان له دريځ ملاتړ کوي او لېوال دی چې له افغانستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې او دوامداره کړي.
ښاغلي یوشیایونګ د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او تفاهم په ټینګار سره وویل، په افغانستان کې په تېرو دریو کالو کې پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي زیاته کړه، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، ارزښتونو او خپلواکۍ ته درناوی لري او کوښښ کوي په افغانستان کې د پانګونې په پراختیا سره د اقتصاد په پياوړي کولو کې ونډه واخلي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د چین له ځانګړي استازي څخه د مننې ترڅنګ وویل، افغانستان له چین سره ښې اړیکي لري او دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او اقتصادي همکاري مخ په پراخېدو ده.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال وویل، اسلامي امارت ټولو ګاونډیانو او نړیوالو ته ډاډ ورکړ، چې له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نشي او په تېرو دریو کالو کې یې خپله ژمنه په عمل کې هم ثابته کړې ده.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، افغانستان تازه له جګړو راوتلی او د ملي اقتصاد د احیاء او سیمه ییزو همکاریو د پراختیا لپاره هڅې کوي.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال په سیمه کې د ثبات د ټینګښت لپاره پر سیمه ییزو همکاریو ټینګار وکړ او وې ویل، افغانستان د اقتصادي ثبات پر لور ګامونه اخلي.#