د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل د تېرې ادارې او پخوانیو یو شمېر چارواکو، قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل د تېرې ادارې او پخوانیو یو شمېر چارواکو، قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د کابل د تېرې ادارې او پخوانیو یو شمېر چارواکو، قومي مشرانو، پوهانو، او د بېلابېلو ولایتونو له عالمانو او ځوانانو سره وکتل.

په دې ناسته کې په تېره اداره کې د حج او اوقافو وزیر محترم محمد صدیق چکري، د اوبو او برېښنا وزیر سید محمد ایوب او د کورنیو چارو وزیر منشي عبدالمجید د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او ویې ویل، په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت د افغانانو هیله وه او دوی د دې نظام د پایښت او پياوړتیا لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

هغوی زیاته کړه، په افغانستان کې اسلامي نظام نړیوال نشي زغملی او له مختلفو لارو کوښښ کوي چې دا نظام متضرر کړي؛ خو افغانان به هېڅکله چاته اجازه ورنکړي چې د اسلامي نظام د کمزوري کولو او یا یې پر وړاندې د بغاوت لپاره هڅې وکړي.

دغو پخوانیو چارواکو او مخورو زیاته کړه، چې ولس د اسلامي امارت لخوا د توشیح شوو قوانینو هرکلی کوی؛ خو له لویدیځو افکارو اغېزمن او د غربي فکر لرونکي کسان به د اسلامي قانون مخالفت او غندنه کوي.

هغوی زیاته کړه، د اسلامي امارت د زعیم فرمانونه د اسلامي نظام برخه ده او له اسلام نظام څخه ملاتړ د مسلمانانو دیني مسؤولیت دی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی مننه وکړه، چې خپلې مشورې او نظرونه له اسلامي امارت سره شریکوي.

محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت د پخواني او تېرې جهادي دورې هیلې پوره کړې او ثابته یې کړه، چې د جهاد له پایته رسیدو وروسته افغانان د ناخوالو پر ځای د خپلواک نظام څښتنان او په امن کې ژوند کوي.

نوموړي څرګنده کړه، اسلامي امارت اصلاحي مشورو او نظرونو ته ارزښت ورکوي او هر افغان کولای شي په مستقیم ډول خپل نظرونه له مسؤولینو سره شریک کړي او د امارتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي.

د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت د قوانینو برخې ته پام لري او راغلو میلمنو ته یې ډاډ ورکړ چې پر سلا او وړاندیزونو به یې غور وشي.