د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د اکمال تخصص دورې د ډاکټرانو د فراغت مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دغو مراسمو ترسره کولو له امله د عامې روغتیا وزارت له رهبري پلاوي د مننې ترڅنګ متخصصینو، د هغوی کورنیو او ټول افغان ملت ته د هغوی د فراغت مبارکي وویله.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، زموږ ګران هیواد د تحمیلي جګړو په جریان کې له هره اړخه زیان لیدلی او له بل هر څه زیات د روغتیا سکتور زیانمن شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، اوس افغان ملت په مختلفو برخو کې خدمتونو ته اړتیا لري. متأسفانه په ځینو لرې پرتو سیمو کې کلینیکونه او روغتیایي مرکزونه نشته او د هغو سیمو خلک له لومړنیو روغتیایي خدمتونو څخه هم محروم دي، نو لازمه ده چې په ټول هیواد په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو کې کلینیکونه جوړ او روغتیایي خدمتونه ښه شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، ولایتي، حوزوي او مرکزي روغتونونه واقعي اصلاحاتو او پیاوړتیا ته اړتیا لري او د معیاري لابراتوارونو جوړولو او د ډاکټرانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخو کې باید لازم اقدامات وشي، ترڅو هیوادوال وکولای شي غوره روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.
محترم مولوي حنفي وویل: نن افغانانو ته د خوښۍ ځای دی، چې په مختلفو برخو کې شاوخوا درې سوه متخصص ډاکټران فارغ او خدمت ته تیارېږي او هیله لرو چې په روغتونونو کې د دندو په ترسره کولو سره د خلکو درد او ځور یو څه راکم، زموږ ځورېدلې ټولنې ته ګټور واقع شي او د هیواد په پرمختګ کې برخه واخلي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له ټولو ډاکټرانو څخه وغوښتل، چې د خپلو ایماني او وجداني مکلفیتونو پر اساس د ناروغانو وضعیت ته پام وکړي، د ناروغیو دقیق تشخیص او د ناروغانو ښه درملنه وکړي او د هیواد پر روغتیایي سکتور د خلکو باور زیات کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پای کې وویل، اسلامي امارت تل هڅه کوي، چې په هیواد کې د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو د تولید او وارداتو مخه ونیسي او د درملنې او طبي تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې به هم د اسلامي امارت مسؤلین په ټول توان هڅه وکړي.#