د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د فاریاب ولایت یو شمېر علماوو سره وکتل.
په پيل کې، محترم مولوي شمس الدین د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال وویل، په دې ولایت کې بشپړ امنیت تامین دی او محلي مسوولین تل د خلکو د ستونزو د حل کوښښ کوي.
هغه له مسوولینو وغوښتل چې په هغه ولایت کې د مدرسو، ښوونځیو ، معیاري روغتیایي مرکزونو او د بندونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال وویل، د امنیت تامین، هیوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول او د هغوی د ستونزو حل د اسلامي امارت له دندو او مسوولیتونو څخه دي او په دې برخو کې خپلې هڅې نه درېغوي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یادو علماوو د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت ترخپله وسه رسیدګي کړې او په هغه اړه به لازم اقدامات وکړي.