د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پر یو شمېر موضوعاتو بحث وشو

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې پر یو شمېر موضوعاتو بحث وشو

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.
دې غونډې ته د ډي پي ورلډ (DP World) شرکت د شرطپاڼې په تړاو متحده عربي اماراتو ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي کاري راپور، د کاسا زر پروژې په اړه د افغانستان برېښنا شرکت د ټاکل شوي پلاوي راپور، د افغان - ټرانس پروژې په تړاو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت راپور، د مناګي برېښنا بند په تړاو د افغانستان برېښنا شرکت راپور، د جواز السیر او لایسنس الکټرونیکي کولو طرحه او یو شمېر نور اقتصادي موضوعات وړاندې شول.
له هر اړخیز بحث وروسته د افغان - ټرانس پروژې په تړاو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت راپور تایید او اړوندو امارتي وزارتونو او ادارو ته د لازمو کړنو ترسره کولو سپارښتنه وشوه.
د یادو نورو موضوعاتو په اړه هم له مفصل بحث وروسته لازم تصامیم ونیول شول او غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.#