د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کابل ولایت پلچرخي سیمې او احمدشاه بابا مېنې له یو شمېر ځوانانو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مولوي ګلزار احمد حقاني یادو ځوانانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، خوښ یوو له ځوان قشر سره چې د هیواد نیمایي نفوس جوړوي او تل یې د هیواد د ابادۍ او خلکو د هوساینې په موخه ستونزې ګاللي او د پرمختګ لپاره یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي، وینو.
وروسته ښاغلي احمد بلال نوري او ایمل زیب ایمل د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او په هیواد کې یې د سراسري امنیت پر ټینګښت او خلکو ته د هوسا ژوند د برابرولو پر هڅو خوښي څرګنده او ځوانانو ته یې د ښوونې او روزنې، کارموندنې، هنر او ورزش په برخو کې د لازياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
دوی دغه راز د ځوانانو د لا زیات انسجام او ستونزو د حل په موخه په هره سیمه کې د کمېټو د ایجادولو په برخه کې هم خپلې غوښتنې د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس سره شریکې کړې.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، ځوانان د ټولنې د ملاتېر جوړوي چې په بېلابېلو دورو کې یې د هیواد د ابادۍ او خپلواکۍ لپاره مېړانه او سرښندنې کړي دي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، اسلامي امارت د ځوانانو ستونزې درک او د امکاناتو په محدوده کې ورته د کار او فعالیت د مناسبو شرایطو د ایجادولو هڅې کوي؛ ښکاره بېلګه یې د زرګونه روږدو کسانو راټولول وو چې له حرفوي او دیني زده کړو وروسته د سالمو افرادو په توګه یې بېرته ټولنې ته وړاندې کړل.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس ازبکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړي دولتي پلاوي د وروستي سفر او په هیواد کې دننه د پانګونې لپاره د غوره شرایطو ایجادولو ته په اشارې وویل، موږ په ترمذ ښار کې افغان سوداګر او پانګوال وهڅول چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، له یوې خوا به ځوانانو ته د کار زمینه برابره او له بلې خوا به هیواد ترقي وکړي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په پای کې ځوانانو ته په خطاب کې وویل، له صبر او زغم به کار اخلو، ستونزې ګالو او په ګډه به د هیواد د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوو.#