د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د نوي کابل ښار د لومړي فاز ۲،۶ پارسل (برخې) په افتتاحیه مراسمو کې چې د ښار او کور جوړولو وزارت او ګولډن سیټي شرکت له لوري جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
د دغو مراسمو په پیل کې، د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ښار او کور جوړولو وزارت او ګولډن سیټي شرکت له رهبري پلاوي د نوي کابل ښار د لومړي فاز ۲،۶ پارسل (برخې) د پرانیستې په خاطر مننه او قدرداني وکړه وې ویل، د خوښۍ ځای دی چې افغانان د خپل ځورېدلي وطن د ابادۍ لپاره بل ګام اخلي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د نوي کابل ښار پروژې تطبیق یو ستره او ملي پروژه وبلله چې په عملي کولو سره به یې د افغان ټولنې په اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې لوی بدلون رامنځته شي. دغه راز به افغانستان په سیمه کې د انرژۍ، اوبو، سړک، کرنې او نورو برخو کې د سوداګرۍ او اقتصاد په یوه مرکز بدل شي.
نوموړي زیاته کړه، د دې کار عملي کول د نفوسو د ودې، د کورونو د کمبود ستونزې حل، د زېربناؤ د ایجاد، وطنوالو ته د کار پنځونې، د خصوصي سکتور د ملاتړ، اقتصادي ودې، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د راجلبولو او هیواد ته د پرمختللې ټکنالوژۍ لپاره ځواب ویل او ځانګړی ارزښت لري، چې زیات شمېر وګړو ته به په نستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه ایجاد کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي دېته په اشارې چې نوی کابل ښار د کابل بین المللي هوایي ډګر او د پروان د بګرام ولسوالۍ ترمنځ موقعیت لري او د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ ټوله برخه، د شکر درې، استالف، قره باغ او کلکان ولسوالیو ځینې برخې او د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د باریک اب سیمه رانغاړي. دا ښار پر ۷۴۰ کیلومتره مربع ځمکه چې ۳۷۰ جریبه کېږي جوړېږي، چې د اوسني کابل ښار یو نیم برابر پراخ دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، هغه ودانیزې چارې چې تر اوسه په کابل ښار کې ترسره شوي، ډېری یې غېرمعیاري او د ښاري ماسټر پلان خلاف او زموږ وطنوالو ته یې زیاتې ستونزې رامنځته کړي دي، خو هغه فعالیتونه چې تر دې مهاله د نوي کابل ښار په پروژه کې ترسره شوي پکې د چاپېریال ساتنې ټول مسایل، په پنځو پړاوونو کې په مرحله وار ډول د ښاري ماسټر پلان تطبیق، فازبندي او په اخره مرحله کې د معتبرو ملي او بین المللي شرکتونو له لورې په څو برخو د هر فاز وېشل ترسره شوي دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې په هیواد په ځانګړي ډول کابل ښار کې د اوبو ستونزې ته په اشارې وویل، د اوبو کموالی د کابل ښار له اساسي ستونزو څخه دی چې اسلامي امارت د دغې ستونزې د حل لپاره یوه جامع ستراتېژي ترتیب او د منظورۍ په موخه یې عالیقدر امیرالمؤمین حفظه الله تعالی ته استولې، چې لمخې به یې د پنجشیر سېند اوبه کابل ته راولېږدول شي، ورسره به په اوسني او نوي کابل ښار کې د خلکو د اوبو د کمبود ستونزه حل شي.#