۱۳۹۴ل کال د لړم ۱۶
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې وروسته د کندز ولایت له یو شمېر مشرانو سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې لومړی احمدیما شېرزاد، حاجي اتمانزي، حاجي خان محمد، غلام رباني او صفر محمد کاکړ د نورو په استازیتوب د کندز ولایت د ټولنیز او امنیتي وضعیت په هکله خبرې وکړې، د جمهور رئیس له باملرنې څخه یې مننه وکړه.
هغوی وویل، د کندز خلک تیار دي، چې له دولت سره د امنیت او ثبات په تامین کې له پخوا څخه زیاته مرسته وکړي. هغوی ټینګار وکړ، چې خلک د قانون حاکمیت څخه دفاع کوي او د فساد، ترهګري او نشه یي توکو په له منځه وړلو کې له حکومت سره همېشني همکار وي.
هغوی د کدرونو په تعین، د ښاري ماسټر پلان تطبیق، د هوایي ډګر پراختیا، د ولسوالیو د شمېر د زیاتوالي، په هغه ولایت کې د کرنې سکتور او پراختیایي برنامو ته د پاملرنې په هکله جمهور رئیس ته مشخص وړاندیزونه وکړل.
جمهور رئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته له حکومت سره د همکاري د اعلان مننه وکړه وې ویل، دا چې تل مو د یووالي غږ پورته کړی دی، د خوښۍ ځای دی، هغه زیاته کړه، کندز ولایت کوچنی افغانستان دی او ټول کندزیان د برابرو حقونو لرونکي دي.
جمهور رئیس د هغه ولایت مشرانو ته په خطاب کې وویل، تاسو د ثبات سرچینه یاستئ او له تاسو پرته ثبات نشي تامینېدلی. هغه زیاته کړه، موږ اصلاحات برابرو، خو ستاسو همکاري په دې برخه کې ډېره مهمه ده.
جمهور رئیس وویل، یووالی لویه پانګه ده او باید چې وساتل شي او پیاوړی شي، له دې پلوه ستونزې په اسانه حل کېږي.
جمهور رئیس د کرنې سکتور ته په اشارې وویل، په ملي تدارکاتو کې له کرنیزو تولیداتو په ځانګړي ډول داخلي تولیداتو څخه ګټه اخیستنه ارزښت لري او باید لومړیتوب ورکړل شي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، چې د کندز حقیقت موندونکي پلاوي راپور ښیي، چې د کندز خلک د جنګ او ملېشې جوړولو ختمول غواړي، په دې خاطر اړینه ده چې بشپړ نظم منځته راشي.
جمهور رئیس وویل، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته مې لارښوونه کړې، چې له خلکو سره په سلا په کندز کې د څلورو نورو ولسوالیو نقشه ترتیب او لازم اقدامات وکړي.
جمهور رئیس ټینګار وکړ، چې د مالدارانو ستونزه مخصوصاً د اوبو له پلوه په بنسټیز ډول حل شي او په دې هکله مشخص وړاندیزونه وکړي.
د دې کتنې په پای کې د کندز د مشرانو د غوښتنې پر بنسټ جمهور رئیس ژمنه وکړه، چې چارو ته د ښې رسیدګي په خاطر به کندز ولایت ته سفر وکړي.