test
        <description>test</description>
test
            <link>test</link>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې له علي اباد او امیري کمپلکس روغتونونو څخه لیدنه وکړه. د روغتیایي خدماتو، موجوده امکاناتو او د دې مرکزونو د فعالیتونو بهیر یې له نږدې وارزاوه.
د دې لیدنې په جریان کې د علي اباد او امیري کمپلکس روغتونونو مسئولینو د شته ظرفیتونو، خدماتو، طبي تجهیزاتو او اړتیاوو په اړه معلومات ورسره شریک کړل.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د نېکمرغه لوی اختر د مبارکي ترڅنګ د دې مرکزونو د مسئولینو، ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو د کوښښونو قدرداني وکړه، ناروغانو ته د معیاري او پر وخت خدماتو برابرولو په ارزښت یې ټینګار وکړ او روغتیا یې د ټولنې له مهمو او اساسي برخو څخه وبلله. ;
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د روغتیا سکتور پیاوړتیا، د روغتیایي خدماتو د کیفیت ښه والي او هیوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه د دې مرکزونو له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه، شته ستونزې او ننګونې یې واورېدې او اړوندو مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې له اړوندو بنسټونو سره په همغږي د ستونزو د حل، د اړتیا وړ تجهیزاتو د تامین، د خدماتو د ښه والي او ناروغانو او روغتیایي کارکوونکو ته د مناسب چاپېریال برابرولو لازم اقدامات وکړي.
په همدې ترتیب د علي اباد او امیري کمپلکس روغتونونو مسئولینو د اسلامي امارت د پاملرنې او ملاتړ قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ چې هیوادوالو ته د غوره او موثرو خدماتو برابرولو په برخه کې به لازیاتې هڅې وکړي.]]></description>
                        <description><![CDATA[بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده ﷲ فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا ﷲ وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله.
اما بعد: قال الله تبارک و تعالی: قُلۡ اِنَّ صَلَاتِیۡ وَ نُسُکِیۡ وَ مَحۡیَایَ وَ مَمَاتِیۡ لِلّٰہِ رَبِّ الۡعٰلَمِیۡنَ ﴿۱۶۲﴾ لَا شَرِيكَ لَهُۥۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرۡتُ وَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلۡمُسۡلِمِينَ (۱۶۳) سورة الانعام. ;
صدق الله العظیم. ;
درنو هیوادوالو، د اسلامي امارت مجاهدینو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته!
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
له هر څه وړاندې د نیکمرغه لوی اختر ( عید الاضحی) د رارسیدو په مناسبت مبارکي درته وایم. اختر مو مبارک سه. الله تعالی دې د ټولو مسلمانانو د لوی اختر قربانۍ، د اختر لمونځونه، دعاګانې، صدقات او حسنه اعمال په خپل عظیم دربار کې قبول کړي. خصوصا دې الله تعالی د هغو مسلمانانو چې سږ کال د حج د سترې فریضې د اداء کولو لپاره بیت الله شریف ته تللي، حجونه، عمرې، طوافونه او ټول نیک اعمال قبول کړي. او الله تعالی د دوی د دعاګانو په برکت له مسلمانانو اوسنۍ ابتلاوې پورته کړي او په عوض دې الله تعالی پر ټوله اسلامي نړۍ خیر او برکتونه نازل کړي. آمین یا رب العلمين
 ;قدرمنو وروڼو!
دغه ورځې چې د حج د مبارکې فریضې اداء کولو او د لوی اختر د مراسمو او قربانۍ ورځې دي له ځان سره لوی پیغامونه لري. د حج مبارکه فریضه چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په میلیونونه مسلمانان په کې هر کال ګډون کوي او د قوم، هيواد، ژبې او رنګ له توپیر څخه پرته په یوه صف کې د الله تعالی حضور ته دریږي. موږ ته دا پیغام لري چې مسلمانان لکه څنګه چې په واحد ذات ( الله تعالی) باندې ایمان لري، د یوه پیغمبر ( محمد مصطفي صلی الله علیه وسلم) امتیان دي او د یوه کتاب ( قران کریم) منونکي دي. نو باید چې د ژوند په ټولو برخو کې د اتحاد او اتفاق اصل په نظر کې ولري. نن سبا د مسلمانانو د ډېرو ستونزو او ناخوالو عامل بې اتفاقي او ځانځاني ده. نو په کار ده چې ټول مسلمانان د کور او کلي له ژونده نیولې بیا د هيواد او ټولې نړۍ په کچه د اتحاد، اتفاق او همکاري اصل په نظر کي ولري او له ځانځانۍ، نفرت او حسد څخه ځانونه وساتي.
همدا رنګه د قربانۍ وجيبه باید په موږ کې د ایثار او د حق لپاره د ځان ځارولو احساس ژوندی وساتي. لکه څنګه چې حضرت ابراهيم علیه السلام خپل زوی اسمعيل علیه السلام په ډېر اخلاص او فداکارۍ سره د الله تعالی د رضا لپاره د قربانۍ ميدان ته حاضر کړ، نو هر مسلمان باید همداسې الهي احکام تر ځان، اولاد، مال او شخصي خواهشاتو لوړ او مقدم وګڼي. کله چې د دین لپاره د قربانۍ ضرورت وي، باید په پوره اخلاص د ایثار میدان ته حاضر سي.
د اسلامي امارت قدرمنو مسؤلینو!
 ;د اختر په ورځو کې په کار ده چې له دې فرصت نه ښه استفاده وکړئ. په خپلو ساحو کې د شهیدانو د کورنیو، معیوبینو او یتیمانو پوښتنه وکړئ. دغه راز له عام ولس سره په ناسته ولاړه او مجلسونو کې د هغوی مشورې، شکایتونه او ستونزې واورئ. تر څو د خپلو ځانونو او کارونو په اصلاح کې ترې ګټه واخلئ. عامو خلکو ته د اسلامي امارت د اخلاص، مهربانۍ او خواخوږۍ پیغام ورسوئ او دا ورته ووایاست چې موږ په خپل ټول توان سره کوښښ کوو چې ستاسو د دنیوي او اخروي خیر او فلاح لپاره کار وکړو. لکه څنګه چې لله الحمد په هیواد کې شرعي احکام نافذ شوي، امنیت راغلی او د هیواد د آبادۍ کارونه روان دي، نور هم کوښښ کوو چې ستاسو د هوساينې لپاره لازم خدمتونه سرته ورسوو.
د اسلامي امارت هغه مجاهدين، دفاعي او امنیتي ځواکونه چې د هیواد د سرحداتو ساتنه کوي او یا د لویو لارو او ښارونو د امنیت مسؤلیت په غاړه لري. دوی ته له الله تعالی څخه د دې عظیم خدمت لوی لوی اجرونه غواړم. هدایت مې ورته دا دی چې د اختر په مبارکو ورځو کې هم خپلو وظائفو ته متوجه واوسي. تر څو مو ځوریدلي هیوادوال په پوره اطمنان او خوشحالۍ سره اختر ولمانځي.
دا چې په دې وروستیو کې په میلیونونه مهاجرین له ګاونډیو هیوادونو څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي او یا د زلزلو او سیلابونو له امله یو شمېر خلک له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. دغه راز ډېر شمېر هیوادوال د مختلفو عواملو له امله د بې وزلۍ ژوند لري. اسلامي امارت حتی الوسع د دوی سره مرسته کړې او بیا به یې هم کوي، خو د دې پیغام له لارې په ټولو هیوادوالو غږ کوم چې خپل بې وزله هیوادوال هېر نه کړي او د اختر په ورځو کې ورسره د خپل توان په اندازه مرسته وکړي تر څو په دې مبارکو ورځو کې د محرومیت احساس ونه کړي.
په پای کې ټولو مسلمانانو وروڼو په خاص ډول د افغانستان مؤمن او مجاهد ملت ته یو ځل بیا د اختر مبارکي وایم او دعاء کوم چې الله تعالی د اسلامي نظام په سیوري کې همیشه د امنیت، خوشحالۍ او اخوت اخترونه رانصيب کړي. آمین یا رب العلمين
و السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
الحاج ملا محمد حسن آخند
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن آخند او یو شمېر نورو لوړپوړو مقاماتو د نېکمرغه لوی اختر لمونځ، نن سهار په ارګ جامع جومات کې ادا کړ. ;
د لمانځه په مراسمو کې چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع، د اسلامي امارت وزیرانو، یو شمېر ملکي او نظامي مقاماتو او زیات شمېر خلکو هم حضور درلود، ګډون کوونکو د لمانځه له ادا کولو وروسته له یو بل سره د اختر مبارکي وکړه. ; ;
د لمانځه له ادا کولو مخکې محترم شیخ محمدفقیر محمدي د دین د حفاظت په برخه کې د مسلمانانو کوښښونو، زحمتونو او قربانیو ته په اشارې وویل، موږ باید په دین قرباني ورکړو، په خپلو عباداتو او صدقاتو کې اخلاص وکړو او دا ولس خوشاله کړو.
نوموړي زیاته کړه، دا نظام چې د مجاهدینو، علماوو، عامو مسلمانانو او حافظانو په ډېرو تکلیفونو او قربانیو راغلی، الله تعالی دې موږ او تاسو ته توفیق راکړي چې په تقوا، اخلاص او ایمانداري یې حفاظت وکړو. دا نظام دې قایم او دایم وي.
وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند پیغام ولوست. ;
په دې پیغام کې ټولو هیوادوالو ته د نېکمرغه لوی اختر د مبارکو ورځو په مناسبت د مبارکي ویلو ترڅنګ د الله تعالی دربار ته دعا شوې چې د مسلمانانو په ځانګړي ډول بیت الله شریف ته د حج فریضې د ادا کولو په موخه د تللیو حاجیانود اختر قربانۍ، لمونځونه، دعاګانې، صدقې او نېک اعمال قبول کړي. ;
د اسلامي امارت رئیس الوزراء د حج فریضې او د اختر مبارکو ورځو ته په اشارې په خپل پیغام کې زیاته کړې، دا ورځې موږ ته دا پیغام لري چې مسلمانان لکه څنګه چې په واحد ذات ( الله تعالی) باندې ایمان لري، د یوه پیغمبر صلی الله علیه وسلم امتیان دي او د یوه کتاب ( قران کریم) منونکي دي. نو باید چې د ژوند په ټولو برخو کې د اتحاد او اتفاق اصل په نظر کې ولري.
همدارنګه په پیغام کې راغلي، نن سبا د مسلمانانو د ډېرو ستونزو او ناخوالو عامل بې اتفاقي او ځانځاني ده. نو په کار ده چې ټول مسلمانان د کور او کلي له ژونده نیولې بیا د هيواد او ټولې نړۍ په کچه د اتحاد، اتفاق او همکاري اصل په نظر کي ولري او له ځانځانۍ، نفرت او حسد څخه ځانونه وساتي.
محترم الحاج ملا محمد حسن اخند په خپل پیغام کې دېته په اشارې چې د قرباني وجیبه باید په موږ کې د ایثار او ځان ځارولو احساس ژوندی وساتي، زیاته کړې، هر مسلمان باید الهي احکام له خپل ځان، اولاد، مال او شخصي خواهشاتو لوړ وبولي او کله چې په دین قرباني ته اړتیا وي، باید په پوره اخلاص د قرباني میدان ته حاضر شي. محترم الحاج ملا محمد حسن آخند په دې پیغام کې مسئولینو ته د ورسپارل شویو چارو د ښه ترسره کولو په اړه لازمې لارښوونې کړي او ویلي، عامو خلکو ته د اسلامي امارت د اخلاص، مهربانۍ او خواخوږۍ پیغام ورسوئ او دا ورته ووایاست چې موږ په خپل ټول توان سره کوښښ کوو چې ستاسو د دنیوي او اخروي خیر او فلاح لپاره کار وکړو. لکه څنګه چې لله الحمد په هیواد کې شرعي احکام نافذ شوي، امنیت راغلی او د هیواد د آبادۍ کارونه روان دي، نور هم کوښښ کوو چې ستاسو د هوساينې لپاره لازم خدمتونه سرته ورسوو.
محترم رئیس الوزراء د خپل پیغام په پای کې د اسلامي امارت له مسئولینو وغوښتل چې په اړوندو ساحو کې د شهیدانو د کورنیو، معیوبینو او یتیمانو پوښتنه وکړئ. د خلکو مشورې، شکایتونه او ستونزې واورئ. همدارنګه یې د اسلامي امارت مجاهدینو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د اختر په ورځو کې خپلو دندو ته پام وکړي او له هیوادوالو یې وغوښتل چې د خپل توان په اندازه له راستنو شویو هیوادوالو، زلزلې او سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي، ترڅو هغوی په دې مبارکو ورځو کې د محرومیت احساس ونه کړي. ;
د مراسمو په پای کې محترم شیخ محمد فقیر محمدي دعا وکړه چې الله تعالی دې د مسلمانانو قربانۍ قبولې کړي، خدای تعالی دې دوی په اتفاق او اتحاد لري. افغانستان دې په خپل حفاظت کې وساتي او د شهیدانو ارواوې دې د احد او بدر د شهیدانو له ارواوو سره یوځای شي. همدارنګه یې دعا وکړه چې الله تعالی دې د امیرالمؤمنین مرحوم ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله او د امیرالمؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله په قبرونو انوار ووروي.]]></description>
                        <description><![CDATA[بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
ﷲ أکبر ﷲ أکبر، لا إله إلا ﷲ وﷲ أکبر، ﷲ أکبر وللّٰه الحمد.
اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ، وَنَعُوذُ بِاللّٰهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا وَمِنْ سَيِّئَاتِ أَعْمَالِنَا، مَنْ يَّهْدِهِ اللَٰهُ فَلاَ مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُّضْلِلْ فَلاَ هَادِىَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللّٰهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيكَ لَهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ. اما بعد: فاعوذ بالله من الشيطان الرجیم - قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ [سورة الأنعام: ۱۶۲] ;
ترجمه: ووايه (ای محمده!) دوی، ته بېشکه لمونځ زما او قرباني زما او (طاعتونه د) ژوندون زما او مرګ زما (پر صالح عمل) خاص ﷲ لره دي چې رب (پالونکی) د ټولو عالمیانو (د جهان) دی. [کابلی تفسیر]
و ایضا قال الله تبارک وتعالی - وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ .... الآیة. [سورة البقرة: ۱۹۶]
ترجمه: او پوره ادا کړئ حج او عمره خاص ﷲ جل جلاله لره . [کابلی تفسیر]
و ایضا قال الله تبارک و تعالی: فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ. (الکوثر ایة ۲) ;
ترجمه: نو خپل پالونکي ته لمونځ وکړه او قرباني وکړه. [کابلی تفسیر]
عَن أنس بن مالک رضی ﷲ تعالی عنه قَالَ: ضَحَّى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِكَبْشَيْنِ أَمْلَحَيْنِ أَقْرَنَيْنِ ذَبَحَهُمَا بِيَدِهِ وَسَمَّى وَكبر قَالَ: رَأَيْته واضعا قَدَمَهُ عَلَى صِفَاحِهِمَا وَيَقُولُ: «بِسْمِ اللَّهِ وَاللَّهُ أكبر» متفق عليه. مشكاة المصابيح (۱-۴۵۷) ;
ترجمه: له حضرت انس رضي ﷲ تعالی عنه څخه روایت دی، ده ویلي دي چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم د دوو ښکرونو والا پسونو (چې د هغه ښکرونه اوږده وه يا دا چې ښکرونه يې مات نه و) او کمر (برګ يعنی د تور او سپين رنګ وو) قرباني وکړه، رسول ﷲ صلی ﷲ عليه وسلم په بسم ﷲ، ﷲ اکبر ويلو سره په خپل لاس مبارک سره هغه ذبح کړل، حضرت انس رضی ﷲ عنه فرمايي چي ما وليدل چي رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم د هغه په اړخ يا په غاړه باندې پښه مبارکه ايښې وه او بسم ﷲ وﷲ اکبر يې ويلی. ;
خلاصه داچې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم په دوو برګو او ښکرورو پسونو سره قرباني وکړه، هغه يې په خپل لاس ذبح کړل، بسم ﷲ او تکبیر يې وایه او خپله پښه يې د هغو په اړخو ايښې وه.
په بل حدیث شریف کې راغلي دي:
ــ عَنْ عَائِشَةَ أَنَّ رَسُولَ ﷲ -صلى ﷲ عليه وسلم- قَالَ « مَا عَمِلَ آدَمِىٌّ مِنْ عَمَلٍ يَوْمَ النَّحْرِ أَحَبَّ إِلَى ﷲ مِنْ إِهْرَاقِ الدَّمِ إِنَّهَا لَتَأْتِى يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِقُرُونِهَا وَأَشْعَارِهَا وَأَظْلاَفِهَا وَإِنَّ الدَّمَ لَيَقَعُ مِنَ ﷲ بِمَكَانٍ قَبْلَ أَنْ يَقَعَ مِنَ الأَرْضِ فَطِيبُوا بِهَا نَفْسًا» [مشکوة جلد ۱ ، ص ۱۲۸] ; ;
ترجمه: د حضرت عائشه رضي ﷲ تعالی عنها څخه روایت دی: چې رسول ﷲ صلي ﷲ علیه وسلم وفرمایل:د ابن ادم د نحر (د قربانی کولو د ورځې) داسې هېڅ عمل نشته چي د ﷲ جل جلاله په نزد د وينې بهولو (قرباني) کولو څخه زيات محبوب وي، او (د قربانی) هغه ذبح شوی حيوان به د قيامت په ورځ د خپلو ښکرونو، وېښتانو نوکونو ( ښنګريو ) سره راشي او د قربانۍ وينه مخکي د دې څخه چې په ځمکه تویې شي (يعني د ذبح کولو د ارادې په وخت) په الهي دربار کي قبليږي نو تاسو د دې په وجه (يعني قرباني کولو سره) خپل نفس خوشحاله کړئ. ; ;
د افغانستان مؤمنو او مجاهدو خلکو او د دنیا ټولو مسلمانانو ته!
السلام علیکم ورحمة ﷲ وبرکاته!
تاسې ټولو ته د هر څه له مخه د لوی اختر مبارکي وایم، ﷲ تعالی مو عبادات، قربانۍ، حجونه، خیراتونه (صدقات) او نور نېک اعمال قبول کړه.
محترمو افغانانو وروڼو!
 ;د ﷲتعالی د حمد او شکر ځای دی چې لوی اختر په داسې حال کې لمانځو چې د شرعي نظام تر سیوري لاندې آرام ژوند مو په برخه دی.
د انسانانو له ژوند څخه اصلي مقصد د ﷲ جل جلاله بندګي کول، د ﷲ تعالی په عبادت کښې کوښښ کول، د دین په عملي کولو کښې زحمت اېستل او د شرعي احکامو په کلکه پیروي او اتباع کول او د ﷲ جل جلاله په دین کې په کامله معنیٰ اوسېدل دي، باید همدې لوی مقصد ته ډېره توجه وکړو؛ ځکه همدا د نېکبختۍ لاره ده. ; ;
د اسلامي امارت په حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق تأمین او محفوظ دي، هيڅوک پر چا ظلم او تېری نشي کولای، د ظلم مخه نیول کېږي او د مظلوم د حق پوښتنه کېږي.
د شرعي محاکمو په فعالیت سره مقدس شریعت عملي شوی دی، دغه راز د امربالمعروف او نهی عن المنکر لویه فریضه عملا ترسره کېږي. په دې برخه کې د شرعي اصولو سره سم د ټولنې د اصلاح کوښښ روان دی. ; ;
خو بیا هم علماء کرام، د امربالمعروف او نهی عن المنکر او ارشاد او دعوت مسئولین دې په خلکو کې د ضروري مسائلو په ښوونه، دعوت او رهنمايي کې ډېر کوښښ وکړي، خصوصا د لمونځونو او مؤمن به شیانو په اړه دې خلک پوه او ډير ترغیب کړي. ;
اسلامي امارت د یتیمانو، کونډو، معلولینو او مسکینانو د حقوقو تأمین او مرستې ته ژمنتیا لري، دغه راز په شتمنو افغانانو هم ږغ کوي چې یاد خلک هېر نه کړي، د هغوی پالنې او مرستې ته پوره توجه وکړي. ;
اسلامي امارت د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه له اسلامي ملکونو سره د شریعت په اصولو کې سياسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې يې خپل مکلفیت ادا کړی دی. ;
د اسلامي امارت مسئولینو څخه مې غوښتنه دا ده چې په خپل مسئولیت کې د ﷲ جل جلاله اوامرو او نواهیو ته پوره توجه وکړي، د خلکو د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره د شریعت په رڼا کې خپل مکلفیتونه په پوره توګه ادا کړي، د خلکو د حاجتونو پر مخ دروازې بندې نه کړي، کارونه یې په ښه او عاجله طریقه سره اجراء کړي.
همدا ډول په خلکو باندې له ظلم څخه ځان وساتئ، ځکه په دنیا کې چې هرچا ظلم کړی، که هرڅومره طاقتور وي، هغوی الله تعالی ذلیله او له شکست سره مخ کړي. ;
 ;امنیتي مسؤلینو ته مې هدایت دا دی چې په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې د خپلو خلکو هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړئ، د دوی د خوشحالۍ او ارامۍ لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړئ. ; ;
همدارنګه د راستنیدونکو مهاجرینو په اړه دې ټول اړوند مسئولین ډېره توجه وکړي چې د هغوی لپاره د ځمکو وېش، د انتقالاتو او ځای پرځای کولو په برخه کې لا ډېر سهولتونه برابر شي. ;
محترمو افغانانو وروڼو!
زموږ او ستاسو مشترک مسئولیت دی چې د خپل شرعي نظام ساتنه او پالنه به کوو؛ ځکه دا د ډېرو شهیدانو د مقدسو وینو او د مجاهدینو او مخلصو مسلمانانو په خورا ډېرو ستړیاوو او قربانیو سره راغلی، راځئ چې د ساتنې لپاره يې هم ټول په اتفاق او اخلاص سره لا ډېره ستړیا وګالو او قرباني ورکړو او د وروڼو په شان د یو او بل ترڅنګ درېدو ته دوام ورکړو، ترڅو د دښمنانو بدې ارادې دفع کړو، د امنیت، هوسایۍ، آبادۍ او په عموم کې د شرعي نظام قدر وکړو او د لا ښې تقویې او بقا لپاره يې لاسونه سره ورکړو او په راغلي شرعي نظام باندې بشپړ استقامت وکړو. ;
حرمینو شریفینو ته د افغانستان او نړۍ څخه ورغلیو ټولو حجاجو کرامو څخه هیله کوم د اسلامي امت او بالخصوص په اسلامي دنیا کې د مظلومو مسلمانانو وروڼو لپاره دعاګانې وکړي، تر څو یې ﷲ تعالی د اسلام او مسلمانانو پر دښمنانو غالب او له دنیوي او اخروي سعادت او سرلوړۍ څخه برخمن کړي. ;
له ټولو سرمایه دارو افغانانو او همدا راز د اسلامي امارت له مسئولینو څخه غواړم چې د اختر په مبارکو شپو ورځو کې د راستنېدونکو مهاجرینو، غریبو او بیچاره کورنیو حال واخلي او هغوی د اختر په خوشحالي کې له ځان سره شریک کړي. ;
په پای کې یو ځل بیا ټولو مؤمنو او شریفو خلکو ته د لوی اختر مبارکي وایم. ﷲ تعالی دې وکړي چې همېشه خپل اخترونه همداسې په امن او خوشحالۍ کې ولمانځئ. ;
والسلام علیکم ورحمة ﷲوبرکاته
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبة ﷲ اخندزاده
۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق
۳/۳/۱۴۰۵هـ ش ــ 2026/5/24]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. ;
له بحث وروسته د ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظور شوې او په ۷ پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلل. د څلورو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. ;
همدا ډول د درېیو پروژو په اړه ټاکل شويو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو یې تدارکاتي پروسه بیاځلې و ارزوي او راپور یې د تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. دغه راز د دوه نورو پروژو په اړه پرېکړه وشوه، چې مقیدې داوطلبۍ ته دې وړاندې شي.
په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د غزني ولایت د زردالو بند د جیوتخنیک مطالعاتو بشپړول، د بلخ ولایت د حیرتان بندر د ۱۴ کیلومتره سړک جوړول، د کابل – لوګر سړک د لومړي لاټ له پای څخه تر سنګ نوشته پورې د سړک جوړول، د فاریاب ولایت په لولاش، د غزني ولایت په اندړو، د دایکنډي ولایت په کجران، د بادغیس ولایت په بالامرغاب، د بامیان ولایت په کهمرد او د خوست ولایت په موسی خېل ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو ترڅنګ په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي. ;
منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محترم شیخ صنیع الله فرهمند سره وکتل.
په دې کتنه کې محترم شیخ صنیع الله فرهمند د یاد سفارت د کړنو او فعالیتونو د راپور د وړاندې کولو ترڅنګ وویل، د سفارت مسئولین تل په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا کوښښ کوي او له نېکه مرغه پام وړ پایلې هم ترلاسه شوېدي.
نوموړي په بېلابېلو برخو کې د سفارت د مسئولینو د اجراتو په ځانګړي ډول په ترکیه کې مېشتو افغانانو ته د خدماتو وړاندې کولو اسانتیا چې د دې سفارت په لومړیتوبونو کې قرار لري، معلومات ورکړل.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ترکیه کې د اسلامي امارت سفارت کړنې او فعالیتونه وستایل او د تاجرانو او نورو افغان مهاجرینو ستونزو ته په رسیدګي یې ټینګار وکړ.
د رياست الوزراء اداري مرستيال همدارنګه وویل، د سفارت مسئولین باید د افغانستان او ترکیې ترمنځ په بېلابېلو د سوداګري، سیاست او فرهنگ په برخو کې د اړیکو پیاوړتیا او پراختیا کې تر پخوا زیات کوښښ وکړي.]]></description>
                        <description><![CDATA[‏د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په بلخ ولایت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د بیاځلي فعالېدو پرانیسته وکړه.
‏د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال په هیواد کې د اوسپنې پټلۍ شبکو د پراختیا په برخه کې د ټولګټو وزارت هڅې وستایلې او همداراز یې د ازبکستان له همکاریو مننه وکړه. ;
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله پياوړې شوې او د لا پراختیا لپاره یې د بلخ ولایت د محترم والي صاحب په مشرۍ له اړوندو ادارو سره ګډه کمېټه ټاکل شوې ده.
‏د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه ۷۰ کیلومټره اوږدوالی، ۳۰ کیلومټره فرعي کرښې، پنځه سټېشنونه او همداراز د ۵۰ واګونونو د تخلیې ظرفیت لري.
‏د دې برخې په فعالېدو سره به د سوداګریزو توکو د حجم په زیاتوالي او انتقال کې پام وړ سهولتونه رامنځته شي، چې په پایله کې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې او د هیواد د اقتصادي ودې بهیر لا پیاوړی شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په بلخ ولایت کې د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس سره وکتل. ;
د دې لیدنې پرمهال د ازبکستان مسؤولینو وویل، غواړي په نایب اباد سټېشن کې د یونیم کیلومټر په اوږدوالي د اوسپنې پتلۍ نوې کرښه او د دې کرښې په اوږدو کې د تخلیې او بارګیرۍ لپاره څو ګودامونه جوړ کړي.
د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال دا هڅه وستایله او د ټولګټو وزارت مسؤولینو ته يې هدایت وکړ، ترڅو تخنیکي او ساختماني چارې يې په ګډه له مقابل لوري سره پرمخ یوسي. ;
د دې کرښې او ګودامونو په جوړېدو سره به د حیرتان بندر ظرفیت زیات او سوداګرو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[‏د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند او مل پلاوي په بلخ ولایت کې حیرتان بندر ته سفر وکړ. ;
‏د دې سفر پرمهال د حیرتان بندر د ۲۴ ساعته خدمتونو پر وړاندې کولو او په دغه بندر کې د امارتي ادارو لکه مالیې، صنعت او سوداګرۍ، بهرنیو چارو، ترانسپورټ، هوايي چلند او ټولګټو وزارتونو، د حیرتان کمیسارۍ، د خوړو او درملو ادارې، د معیار او کیفیت ادارې، د نفت او ګازو، استراس او افسوتر امارتي شرکتونو پر موجوده ستونزو خبرې وشوې او د حل په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول. ;
‏د نیول شوو تصامیمو له مخې به له اړتیا سره سم په دغه بندر کې د امارتي ادارو تشکیل زیات شي، لوی او معیاري د موټرو تمځايونه، اداري ودانۍ، د تخلیې او بارګیرۍ مرکزونه، پرمختللي لابراتوارونه، معیاري سړکونه او سړې خونې به جوړې شي، د اوسپنې پټلۍ موجوده کرښې به پراختیا پيدا کړي، د ترانسپورټ او انتقالاتو لپاره به نقلیه وسایط برابر شي، د لوی وزن د معلومولو لپاره به ډیجیټلي تلې او د قاچاق د مخنیوي لپاره به سیار سکنرونه نصب شي. ;
د پورته کارونو ‏په ترسره کولو سره به په حیرتان بندر کې له ځنډ پرته په ښه توګه ۲۴ ساعته صادراتي او وارداتي خدمتونه وړاندې شي، چې په پایله کې به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزه سوداګرۍ کچه زیاته او د اقتصاد په وده کې به مثبت رول ولري.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ابوعلي سینا بلخي دویم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون او وینا وکړه.
په دې نندارتون کې چې د عامې روغتیا وزارت له لوري جوړ شوی، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند، د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو، د بهرنیو هیوادونو دیپلوماتانو، ډاکټرانو، صنعتکارانو او پانګوالو حضور درلود. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د روغتیا سکتور لکه د نورو سکتورونو په څېر پر هیواد د تحمیلي جګړې له امله زیات زیانمن شوی، د دې سکتور احیا کول هراړخیزې پاملرنې ته اړتیا لري ترڅو د ورځنیو اړتیاؤ مطابق عیار شي. ;
نوموړي زیاته کړه، په هیواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د روغتیا په ځانګړي ډول د درملو د تولید، د طبي وسایلو برابرولو او معیاري کولو برخو پام وړ پرمختګ کړی دی. ; ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له کورني تولیداتو په استفادې او د روغتیا سکتور پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل، اسلامي امارت هڅه کوي له خصوصي سکتور په ځانګړي ډول د درملو د تولید او برابرولو په برخه کې له کورنیو پانګوالو او صنعتکارانو بشپړ ملاتړ وکړي.
نوموړي د تولیدونکو له لوري د تولیدي درملو پر کیفیت ټینګار وکړ او وې ویل، باکیفیته درملو ته د خلکو لاسرسی د عامې روغتیا او انسانانو د ژوند په خوندیتوب کې ځانګړی ارزښت لري او پر روغتیایي سکتور او ډاکټرانو د ټولنې باور پیاوړی کوي. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د درملو او روغتیایي محصولاتو په تولید کې د نړیوالو معیارونو تطبیقول د کیفیت تضمین، خوندیتوب او له بین المللي تولیداتو سره د سیالۍ وړتیا تر ټولو مهم عوامل دي او دا چاره په هیواد کې د درمل جوړولو صنعت د پایداره پراختیا لامل ګرځي. ;
نوموړي دغه راز له بهر مېشتو افغان متخصصینو وغوښتل چې د خپلې رخصتي پر مهال د ناروغانو د درملنې او ځوانو ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو ترڅنګ د صحي مهارتونو او سیستمونو د لېږد په برخه کې له روغتیا سکتور سره همکاري وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، دا مهال ډېری ناروغان په هیواد کې دننه درملل کېږي او د اسلامي امارت مسؤلین جدي هڅې کوي ترڅو د افغانستان دننه د ټولو ناروغیو درملنې ته زمینه برابره کړي او هیڅ ناروغ اړ نشي د درملنې لپاره له هیواده بهر ولاړ شي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د الشفا روغتون معیاري کولو ته اشاره وکړه او وې ویل، دا مهال یاد روغتون تر ترمیم لاندی دی او د اړتیا وړ پرمختللو وسایلو د پېر او متخصص کادرونو د استخدام بهیر یې روان دی.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن له غرمې مخکې د ابو علي سینا بلخي دویم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون پرانیسته وکړه.
د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د وینا پرمهال خوښي څرګنده کړه، چې د افغانستان د درملو سکټور د پياوړتیا په برخه کې لازم اقدامات شوي او اوسمهال د هېوادوالو اړتیاوې تر ډېره له کورني تولید څخه پوره کېږي. هغه زیاته کړه، د بهرنیو فشارونو او اقتصادي بندیزونو په مقابل کې تر ټولو مؤثره لار د کورني تولید پياوړي کول او د هغه ملاتړ دی.
محترم ملا صاحب وویل، په دې وروستیو کې د درملو د وارداتو کمول د دې سبب شول چې د افغانستان د درملو سکټور په کم وخت کې ډېره وده وکړي او هېوادوال د بهرنیو درملو پرځای له کورنیو درملو استفاده کوي. نوموړي زیاته کړه، د هېواد اړتیا ته په کتو، دغه لاسته راوړنې کفایت نه کوي، بلکې اړتیا ده چې د درملو تولیدي فابریکې لا ډېرې معیاري او د منل شویو معیارونو مطابق خپلو تولیداتو ته پراختیا ورکړي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د درملو سکټور د پياوړتیا په برخه کې د دغه نندراتون جوړول مهم وبلل او د روغتیا سکټور له ټولو مسؤلینو او هېوادوالو یې وغوښتل چې په خپلو کورنیو درملو باور او له هغو استفاده وکړي. همداراز یې له سوداګرو او درملو پلورونکو هم په جدي ډول وغوښتل چې درمل په لوړه بیه ونه پلوري او له احتکار څخه لاس واخلي. محترم ملا صاحب په دې برخه کې له اړوندو امارتي ادارو او مسؤلینو په کلکه وغوښتل چې د داسې کړنو جدي مخنیوی وکړي.
د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. دغه راز یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت یې ترڅنګ ولاړ دی، د پانګونې پروسو پر رالنډولو کار روان دی او په تدریجي ډول به الیکترونیکي سیسټم رامنځته شي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند څرګنده کړه، اسلامي امارت یوازې پر داخلي اقتصاد تمرکز نه کوي، بلکې د سیمه‌ییز او نړیوال اقتصادي اتصال په برخه کې هم له هېوادونو سره پياوړې اړیکې غواړي، اوسمهال د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي تعاملات زیات شوي دي.
د ابو علي سینا بلخي دوهم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون کې د درملو لسګونو تولیدي فابریکو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل، چې څلور ورځې به دوام وکړي. اوسمهال په ټول هېواد کې د درملو ۱۳۴ تولیدي فابریکې فعالیت کوي، چې ۱۱۷۰ قلمه درمل تولیدوي؛ په دې فابریکو کې ۴۵۰ میلیون ډالر پانګونه شوې، چې د هېواد ۳۸ سلنه اړتیا پوره کوي. دغه کچه اته میاشتې وړاندې ۲۵ سلنه وه، چې د بهرنیو درملو د وارداتو په کمولو سره کورني تولید د پام وړ پرمختګ وکړ.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن ماسپښین له چینایي پانګوال ښاغلي وانګ بن چاینګ او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې د سیاسي او ولسي چارو رئیس شیخ محمود ذاکري هم حضور درلود، ښاغلي وانګ بن چاینګ افغانستان ته په راتګ خوښي وښوده او وې ویل، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګو لري. په بېلابېلو برخو کې د پانګونې شته فرصتونو او د افغانستان کاني زېرمو ته په پام موږ په افغانستان کې پانګونې ته لېواله یوو.
نوموړي وویل، دوی د لوړپوړو ودانیو، لویو لارو، تونلونو، د کانونو د رااېستلو، د تېلو د تصفیې ، بندونو او برېښنا په برخو کې کافي تجربه او ښه ټکنالوژي لري او غواړي چې د پانګونې په صورت کې یې افغانستان ته را انتقال کړي. هغه زیاته کړه، موږ به له اسیايي هیوادونو سره د افغانستان د صادراتو او سوداګریزو اسانتیاوو د زیاتېدو په موخه د لویو لارو په برخه کې اساسي پانګونه وکړو.
د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان د کانونو ښې زېرمې لري. د کانونو په ګډون د سالنګ تونل او واخان کوریډور د اساسي جوړولو او نورو بېلابېلو برخو کې مو داخلي او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرې کړې دي. ;  ;
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، اسلامي امارت داخلي او بهرنیو پانګوالو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکوو. هغوی ته مو سپارښتنه داده چې د خپلو شخصي ګټو ترڅنګ د افغانستان ګټو او زموږ اصولو ته هم باید پام وکړي. په هره برخه کې چې پانګونه او فعالیت کوي، چارې باید داسې په معیاري توګه ترسره کړي چې د دوی د مسلکي باور د لازیاتېدو او د بهرنیو پانګوالو د اړوندو هیوادونو د لا ښه شهرت باعث شي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د قطر سفیر ښاغلي مردف بن علي القاشوطي سره په ارګ کې وکتل. ;
په پیل کې، د قطر سفیر له افغانستان سره د خپل هیواد اړیکي پیاوړې او تاریخي وبللې او وې ویل، هڅه کوي د خپل ماموریت پر مهال د اړیکو دغه کچه نوره هم لوړه کړي. ;
ښاغلي مردف بن علي القاشوطي په افغانستان کې د قطر ترسره شویو او روانو انکشافي او مرستندویه پروژو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، له رامنځته شوي امنیت څخه په استفادې هڅه کوو په ډېرو نورو برخو کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړو. ;
د قطر سفیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې د سیمې د اقتصاد، امنیت او ثبات لپاره مهمې وبللې او وې ویل، قطر په اخلاص هڅه کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوو ستونزو ته مناسب حل پیدا شي. ;
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د قطر او افغانستان اړیکې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، په تېرو شلو کلونو کې قطر د یو مسلمان ورور هیواد په توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره ډېر زیار اېستلی او اسلامي امارت ترې منندوی دی. ;
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په مختلفو برخو کې د قطر ترسره شوې پروژې ګټورې وبللې او د همکاریو کچې د لا زیاتېدو غوښتنه یې وکړه. ;
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس په پای کې وویل، اسلامي امارت له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هیوادونو سره د متقابل احترام او د افغانستان ملي ګټو او شرعي اصولو په چوکاټ کې دوه اړخیزه مثبتې اړیکې غواړي او هماغسې چې په افغانستان کې د امنیت، ثبات او د خلکو د هوساینې لپاره کار کوي، په نورو هیوادونو کې هم د امنیت او ثبات ملاتړ کوي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د ترافیکي چارو د ښه تنظیم او د ترافیکي پېښو مخنیوي غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د اړوندو ادارو د یو شمېر مسئولینو په ګډون ترسره شوه. ;
په دې غونډه کې د فواید عامې وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د بهرنیو او کورنیو چارو، مالیې او د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو او د چاپېریال ساتنې ادارې استازو هم حضور درلود. ;
په غونډه کې د ترافیکي چارو پر تنظیم او د ترافیکي اصولو پر رعایت هر اړخیز بحث او ارزونه وشوه. ;
په پای کې د موضوعاتو له هر اړخیزې ارزونې وروسته، د ترافیکي چارو د ښه والي او د ترافیکي بیروبار او پېښو د کموالي لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.#]]></description>
                        <description><![CDATA[عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ١٤٤٧/١١/٣٠ د هـ ق نیټه، د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو له مسؤلینو او اعضاوو سره چې د بهرنیو چارو وزیر، او یو شمېر نور علماء کرام او مسؤلین هم حاضر وو، وکتل.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسي عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته د قرانکریم او سنتو په رڼاکې تفصیلي وینا وکړه، د پروان او کاپیسا د علماوو شوراګانو فعالیتونه یې وستایل او زیاته یې کړه چې اوس د علماوو لپاره ښه موقع ده چې د خلکو په ښه ذهنیت جوړلو او د دیني پوهاوي په برخه کې ډیر کوښښ وکړي، همداراز یې زیاته کړه علماء کرام مکلف دي چې د مربوطه ولایت د خلکو د شرعي ستونزو په حلولو کې هڅه وکړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی علماوو ته په خطاب کې وویل، کوښښ وکړئ خپلمنځي اتحاد او اتفاق نور هم محکم کړئ، د علماوو اتفاق د امت د اتحاد او اتفاق سبب ګرځي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دوی ته د فقهي مجالسو اهمیت بیان کړ او زیاته یې کړه چې کوښښ وکړئ فقهي مجالس جوړ شي، په فقهي مجلسونو کې د حق اظهار کیږي، د فقهي مسائلو په ښه توګه تحقیق کیږي او د علماوو تر منځ اتفاق او محبت په کښي پیدا کیږي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، الله جل جلاله د علماءکرامو سره ډیر عظیم احسان کړی دی، چې الله پاک دیني علم ورپه برخه کړی دی، دیني علم یو مقدس صفت دی او علماء کرام په ځمکه کې د الله پاک امینان دي او د رسولانو او انبیاء کرامو علیهم الصلوة و السلام وراثت علماءکرامو ته سپارل شوی دی، ترڅو د خلکو دیني رهنمایي او لارښوونه وکړي، د تاریخ په اوږدو کې علماء کرامو د الله جل جلاله د دین او شریعت د حفاظت په لاره کې په استدلال او توره دواړو باندي قربانۍ ورکړې، د دین د نشر او د اشاعت په لاره کې یې کتابونه، رسالې، شرحي او تفسیرونه تحریر او تصنیف کړي دي او د علم نشر یې کړی دی، د الله جل جلاله د شریعت عملي کول او په عملي ډول یې په احسنه طریقه خلکو ته بیانول د علماوو مسؤلیت دی او خلکو ته د شریعت په رڼا کې لار ښوونې کول، همدا رنګه د علماء کرامو وظیفه ده چې د اسلامي امارت صادر شوي فرمانونه، خلکو ته بیان کړي، فرمانونه او قوانین دي خلکو ته ورسوي او په فرامینو دي خلک پوه کړي، حیثیت او ارزښت یې ورته بیان کړي.
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې وویل تاسو کوښښ وکړئ د اطلاعات او کلتور وزارت اړوند د جهادي اثارو د ساتنې ریاست سره پوره همکاري وکړئ او د مجاهدینو د جهادي اثارو ساتنه وکړئ او معلومات یې ورسره شریک کړئ، د شهیدانو پر مقبرو او مشهدونو لوحې جوړي کړئ ترڅو یې یاد او تاریخ تازه وي، کتابونه او رسالې پرې ترتیب کړئ ترڅو د جهادي دور د تاریخ سره کومک شوی وي او هم د شهیدانو د قربانیو سره وفا شوې وي، د شهیدانو تاریخ او د شهادت ځایونو په ثبت کې خاصه توجه وکړئ ترڅو راتلونکي نسلونه د مجاهدینو د قربانیو تاریخ وپېژني، او کوښښ وکړئ د جهاد فضیلت او د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو د قربانیو حیثیت خلکو ته بیان کړئ، تر څو خلک خپل تاریخ هیر نه کړي.
په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل زعامت او د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي وو او وي به.
وروسته مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېدی. والسلام
١٤٤٧/١١/٣٠ هـ ق]]></description>
                        <description><![CDATA[د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. ;
لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. ;
وروسته، د عامې روغتیا وزارت او همداراز د يو شمېر اړوندو ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل مخنيوي موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول. ;
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق او ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د اقتصادي کمېسیون غونډې ته له اجنډا سره سم د معیار او کیفیت ادارې له خوا د معیارونو ۶۹ مسودې د تائیدۍ لپاره وړاندې شوې. ;
په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته یادې مسودې تائید او اړوندو ادارو ته یې د ښه تطبیق سپارښتنه وشوه. ;
د ۶۹ مسودو له ډلې ۲۹ ازمایښتي روشونه او پاتې نور یې معیارونه دي، چې د مدیریت، نفتي توکو، طبي وسایلو، مخابراتو، کیمیاوي توکو، زراعت او خوراکي موادو، کانونو، چاپېریال ساتنې او ساختماني موادو په برخو کې جوړ شوي دي.
د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د جوزجان شپږو ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې په اړه د تخنیکي، مالي او اقتصادي څېړنو او کړنو په تړاو راپور وړاندې شو. ;
د غونډې ګډونوالو له بحث وروسته پرېکړه وکړه، چې په دې اړه دې یو پلاوی یادو ولسوالیو ته سفر وکړي او د خپلو موندنو راپور دې د اقتصادي کمېسیون بلې غونډې وړاندې کړي. ;
په غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا ۷۷ ساختماني شرکت ته د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د زورا سیمې د ډبرو سکرو د ظواهرو د قرارداد ورکولو وړاندیز هم وشو، چې په اړه یې اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه، چې د دې قرارداد ټول اړخونه دې د اصولو په رڼا کې وڅېړل شي او خپل نهایي راپور دې د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.
 ;په نننۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دا موضوع دې تر هر اړخیزې څېړنې وروسته د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې شي. ;
د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د ادارو د تېلو د قراردادونو په تړاو د ټاکل شوې کمېټې او همدا راز د کندوز ولایت د علي آباد ولسوالۍ د پنځوس بستریز روغتون په تړاو د عامې روغتیا وزارت راپورونه هم وړاندې شول. ; ;
په غونډه کې تر بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې یوه کمېټه دې د تېلو د قراردادونو موضوع په هر اړخیز ډول وڅېړي او خپل راپور دې د کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
په پای کې، د اقتصادي کمېسیون نننۍ غونډه کې د کندوز ولایت علي اباد ولسوالۍ د روغتون په اړه پرېکړه وشوه، چې د عامې روغتیا وزارت دې په ياده ولسوالۍ کې یو ۳۰ بستریز روغتون جوړ کړي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ رئیس ښاغلي عرفات جمال سره په ارګ کې وکتل. ;
په دې کتنه کې چې د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري او د عالي مقام مرستیال ویاند محترم ملا حمدالله فطرت هم حضور درلود، د افغان کډوالو د ستونزو او اجباري راستنېدنې، د اسلامي امارت له لوري د دوی د ښه مدیریت او همدارنګه په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د عمومي رئیس د سفر په اړه بحث او خبرې وشوې. ;
ښاغلي عرفات جمال د راستنېدونکو کډوالو د ښه مدیریت او همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره د مهاجرینو په برخه کې د اسلامي امارت د لازمو همکاریو قدرداني وکړه او همدرانګه یې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې د عالي کمیشنر راتلونکی سفر د افغان مهاجرینو د حقونو د ملاتړ، د نړیوالو مرستو د جلبولو، د اسانتیاوو د زیاتوالي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې ګټور وباله. ;
نوموړي وویل په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د نړۍ په کچه افغانستان ته زیات مهاجرین په اجباري توګه راستانه شول او له نېکه مرغه افغانستان یې ښه هرکلی وکړ. د اسلامي امارت مسئولینو هغوی ته ښه ترتیبات نیولي چې د شپې تر ناوخته پورې ورته لازم خدمات او اسانتیاوې برابروي. هغه زیاته کړه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري هم له اسلامي امارت سره په ګډه همغږي د مهاجرینو لپاره لومړني خدمات او اسانتیاوې برابروي. ;
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ رئیس وویل، سره له دې چې اسلامي امارت په ورین تندي د راستنو شویو افغان کډوالو هرکلی کوي، خو متاسفانه په افغانستان کې د کمزوري اقتصادي وضعیت، د جذب محدود ظرفیت او د نړیوالو مرستو د کموالي، پرلپسې وچکالیو، زلزلو او د پاکستان د جګړې له امله افغانان او په ځانګړي ډول اجباري راستانه شوي مهاجرین ډېرې ستونزې لري.
هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر د راتګ موخه له افغان مقاماتو او خلکو سره کتنه، له نږدې څخه د وضعیت لیدنه او پاکستانی لوری دېته قانع کول دي چې د افغان کډوالود باعزته ستنېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. هیله ده چې دا سفر به د افغان مهاجرینو د حقونو د ملاتړ، ادغام او نړیوالو مرستو د راجلبولو په برخه کې ګټورې پایلې ولري. ; ;
د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع ښاغلي عرفات جمال ته د ښه راغلاست پرمهال افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر په راتلونکي سفر خوښي او هیله یې څرګنده کړه چې نوموړی د مهاجرینو په اړه خپل معلومات له افغان مقاماتو سره شریک او په دې برخه کې خپل مسئولیتونه ترسره کړي. ;
هغه زیاته کړه، مهاجرت یوه نړیواله، دوامداره او عمومي کشاله ده او پر افغانستان د یرغلونو له امله ګڼو افغانانو په پاکستان، ایران او نورو هیوادونو کې د مهاجرت پرمهال ډېرې ستونزې او سختۍ ګاللي او لا یې هم ګالي. ;
د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس وویل، کوم هیوادونه چې مهاجرین مني، باید د مهاجرینو اړوند نړیوال اصول او قوانین مراعت کړي او د هغوی حقونو ته بشپړ درناوی وکړي. کوربه هیوادونه دې له مهاجرینو سره ناوړه، سیاسي او انتقامي چلند نه کوي او نه دې هم په زور او اجباري ډول ستنېدو ته مجبوروي. ;
هغه زیاته کړه، هغه نړیوالې ادارې چې د مهاجرینو په برخه کې فعالیت کوي، یوازې په نصیحتونو او سپارښتنو دې اکتفا نه کوي. په ډېر جرئت دې هغو هیوادونو ته د ملامتیا ګوته ونیسي چې له مهاجرینو سره ناوړه چلند کوي او د هغوی حقونه او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، افغانان چې په هر هیواد کې د مهاجرت ژوند کوي، هغوی زموږ وروڼه دي او موږ یې تل په ورین تندي د راتګ هرکلی کوو، اما د څو لسیزو جګړو، ناکراریو، وچکالیو او نورو له امله لا هم په افغانستان کې ډېرې ستونزې موجودې دي، خو د دې ټولو باوجود اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د راستنېدونکو مهاجرینو د ستونزو د حل په موخه عالي کمېسیون جوړ کړی چې د مهاجرینو د ستونزو د حل او هغوی ته د لومړنیو اسانتیاوو او اړینو خدماتو د برابرولو دوامدارې هڅې، سفرونه او مجلسونه کوي.
نوموړي د کرښې هاغاړه د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې وویل، هلته د مهاجرینو په برخه کې ډېرې داسې ستونزې شته چې په اسانۍ سره حلېدلی او مدیریت کېدلی شي. نړیواله ټولنه او مرستندویه هیوادونه دې له افغان مهاجرینو سره خپلې مرستې د کمولو پرځای زیاتې او دوامداره کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنري. رئیس ښاغلي عرفات جمال په تورخم او سپین بولدک کې د کرښې هاغاړه د افغان کډوالو شته ستونزو ته په اشارې وویل، په اسلام اباد او کابل کې کې د دوی همکارانو له پاکستاني لوري او په کابل کې د پاکستان سفیر سره په هغه اړه خبرې کړي او هغوی ورسره د افغان کډوالو د یادو ستونزو د کمولو ژمنې کړې دي. موږ د افغان کډوالو وضعیت له نږدې څارو او وبه ګورو چې پاکستانی لوری څومره په خپلو ژمنو عمل کوي.
نوموړي زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري تل له افغانستان سره له هر ډول سیاسي ملحوظ پرته مرستې کړي او د افغان کډوالو تر ځای پرځای کېدو او د هغوی د ستونزو تر اساسي حل پورې به زموږ مرستې ادامه ولري. زموږ هڅه داده چې د افغانستان لپاره ترلاسه کېدونکې مرستې او بودجه په اغېزناک ډول ولګوو. ;
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په پای کې له افغانستان او په ځانګړي ډول راستنوشویو افغان کډوالو سره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري په ګډون د ټولو مرستندویه هیوادونو او موسسو او افغان تاجرانو د مرستو قدرداني وکړه او ټولو مرستندویه بنسټونو او ادارو ته یې په افغانستان کې د فعالیت پرمهال د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړ.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشري او د عامې روغتیا وزیر او د دفاع، کورنیو چارو، لوړو زده کړو او مالیې وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست د استازو په حضور په روغتیا سکتور کې د نوښت او هیوادوالو ته د غوره روغتیایي خدماتو په برابرولو کې د ادارو ترمنځ د همغږي او د روغتیایي خدماتو د ښه والي په موخه غونډه نن له غرمې مخکې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د هیواد د روغتیا سکتور او د خدماتو د کیفیت د ښه والي لپاره د موثرو حل لارو او د روغتیایي چارو د مدیریت پر وړاندې د شته ننګونو او خنډونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه د هیوادوالو د درملنې لپاره د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو، په معیاري طبي وسایلو او تجهیزاتو د روغتونونو په سنبالولو، په امارتي او خصوصي روغتونونو کې د مړینې پېښو د کمولو، د ماشومانو د روغتیایي برخو د پیاوړتیا، د ناروغیو وقایې ته په پاملرنې، په لیرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو په پیاوړتیا، په امارتي روغتونونو کې د سرطان ناروغي د تشخیص او درملنې په برخه کې د همغږي رامنځته کولو او د ناروغانو د درملنې په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وشو.
په دې ناسته کې همدارنګه دروغتیایي کادرونو د ظرفیت لوړولو، ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو ته د روزنیزو برنامو، په روغتیایي مرکزونو کې متخصصینو ته د کاري زمینې برابرولو، ناروغانو او د هغوی پایوازانو ته په روغتونونو کې د مناسب محیط برابرولو او همدارنګه له هغوی سره د ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو د نېک چلند په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه او په دې هکله تصمیمونه ونیول شول.
په پای کې جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې د روغتیایي خدماتو د ښه والي په برخه کې خپلې حل لارې ترتیب او تنظیم کړي او راتلونکو غونډو ته یې وړاندې کړي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د معیار او کیفیت ادارې او یوه نړیوال شرکت ترمنځ د څه باندې ۴۶ میلیون ډالرو په ارزښت د لابراتواري کمپلکسونو د جوړولو او سمبالتیا تړون لاسلیک شو.
د دغه تړون له مخې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د معیار او کیفیت ادارې د رئیس محترم مولوي فیض الله تمیم او د یوه هندي نړیوال شرکت (TCRC) د استازي ترمنځ لاسلیک شو، ياد شرکت به د پنځو کلونو لپاره د هېواد په مرکز او نهو بندرونو کې معیاري لابراتواري کمپلکسونه جوړ، پرمختللي تجهیزات به چمتو او نصب، موجوده تجهیزات به ترمیم او همدارنګه د معیار او کیفیت ادارې د کارمندانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه به بهرني متخصصین معرفي کړي.
د دې تړون له مخې به د معیار او کیفیت ادارې مسلکي کارکوونکو ته کورني او بهرني روزنیز پروګرامونه هم جوړ شي، همداراز به د معیارونو نړیوال سازمان (ISO) څخه د نړیوالو باوري کیفیت تائید لیکونو د ترلاسه کولو بهیر هم عملي شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اجرایوي مرستیال ښاغلي کارل سکاو او په افغانستان کې د دغه سازمان له مسؤل ښاغلي جان ایلیف سره وکتل.
په دې کتنه کې د سیمه ییز اقتصاد پر پیاوړتیا، له اړمنو کسانو د ملاتړ او کاري فرصتونو د ایجاد په اړه خبرې وشوې.
په پیل کې ښاغلي کارل سکاو د اسلامي امارت له همکاري قدراني وکړه او وې ویل، د خوړو نړیوال پروګرام به جګړې څخه د زیانمنو شویو کورنیو سربېره له پېښو څخه د زیانمن شویو خلکو او په خوارځواکۍ اخته کوچنیانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، له داخلي تولیداتو ملاتړ، په افغانستان کې د موجوده ظرفیتونو استفاده او د افغانانو د ځان بسیاینې لپاره هڅې د دې بنسټ کاري لومړیتوب دی او WFP کوښښ کوي د کاري فرصتونو په ایجادولو له افغانانو سره لازیاته همکاري ولري.
د خوړو نړیوال پروګرام اجرايوي مرستیال همداراز څرګنده کړه، د ځینو ستونزو باوجود به هم دغه سازمان افغانانو ته د لازیاتو مرستو د راجلبولو په برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې درېغ نه کړي.
وروسته محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو نړیوال پروګرام اجرايوي مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال، له افغانانو څخه د ملاتړ په برخه کې د دې سازمان رول وستایه.
نوموړي څرګنده کړه، افغانان د تحمیلي جګړې، سېلابونو او زلزلو له امله زیات زیانمن شوي او اړتیا ده چې مسؤل ارګانونه او بنسټونه د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
همداراز د ریاست الوزراء اداري مرستیال هیواد ته د مهاجرینو پراخ بېرته راستنېدو ته په اشارې وویل، په تېرو پنځو کلونو کې تر پنځه میلیونو زیات مهاجر له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته را ستانه شوي چې خوشبختانه د اسلامي امارت له لوري یې ستونزو ته رسیدګي شوې ده.
نوموړي بېرته راستنېدونکو ته د کاري فرصتونو پر ایجادولو ټینګار وکړ او وې ویل، له داخلي ظرفیتونو او د استخدام په بهیر کې د هیواد له بشري سرچینو استفاده کولی شي د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې ګټور اغېز ولري.
په دې کتنه کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مسؤل ښاغلي جان ایلیف د یاد سازمان د فعالیتونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان اسلامي امارت د انکشافي ملي ستراتېژي هرکلی یې وکړ.
نوموړي زیاته کړه، اوسمهال ټول راستانه شوي افغانان د خوړو نړیوال پروګرام له مرستو برخمن شوي دي، دغه راز د کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې هم پراخې برنامې تر لاس لاندې دي.
د دې کتنې په پای کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د انسان دوستانه مرستو قدرداني وکړه او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړ.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په داسې حال کې، چې د دایمي مېشتېدنې پلاوي يې ملتيا کوله، نن لوګر ولایت ته سفر وکړ. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال په ياد ولايت کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي د پرانېستې مراسمو ترڅنګ، کډوالو ته د استوګنې ځمکو وېش بهير پر چټکتيا ټينګار وکړ. ;
په دې مراسمو کې چې د کور او ښار جوړولو وزير محترم مولوي نجيب الله حيات حقاني، د لوګر والي محترم صلاح الدین ایوبي، د لوګر ولایت مرستيال، معينانو او د اړوندو ادارو يو شمېر استازو هم حضور درلود، د کډوالو ښارګوټو کې د ځمکو وېش بهير پر څرنګوالي خبرې وشوې. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسیدګي پر اهميت ټينګار وکړ وې ویل، د افغانستان اسلامي امارت هغوی ته د يوې نمرې ځمکې ورکړې او د باعزته ژوند برابرولو ته ژمن دی.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د استوګنې ځمکو وېش په روڼتيا، دقت او چټکتيا دوام لري، ترڅو کورنۍ هرڅومره ژر چې کېږي د ځانګړو شویو ځمکو خاوندان شي. ;
په دې مراسمو کې د اړوند ادارو تر منځ پر لا زياتې همغږۍ او د ځمکو وېش بهير کې د موجودو ستونزو په لمنځه وړلو ټينګار وشو او مسئولينو ډاډ ورکړ، چې د دې پروسې د چټکتیا لپاره به لازم اقدامات په پام کې ونيول شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د غور والي محترم الحاج مولوي حیات الله مبارک او مل پلاوي سره، وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د غور والي محترم الحاج مولوي حیات الله مبارک د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د غور ولایت د اقتصادي، ټولنیز او سیمه ییزې حکومتولي د وضعیت او د محلي ادارو د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. ;
د غور والي وویل، په هغه ولایت کې د اسلامي امارت مسئولین شپه او ورځ د امنیت د تأمین، خدماتو برابرولو او د خلکو په ځانګړي ډول د راستنو شویو کډوالو د ستونزو د حلولو کوښښ کوي.
محترم مولوي حیات الله مبارک همدارنګه د مواصلاتي لارو، برېښنا، روغتیایي مرکزونو، پراختیایي چارو او د راستنو شویو کډوالو په اړه د یاد ولایت د خلکو غوښتنې مطرح کړې.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د غور والي محترم الحاج مولوي حیات الله مبارک او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د غور زړورو او متدینو خلکو د هیواد د ازادي او د اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې سرښندنې کړي او ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وویل، د امنیت تامین او د خلکو خدمت د اسلامي امارت له ژمنتیاوو څخه دي او لازمه ده چې محلي مسئولین په دې برخه کې جدي کوښښونه وکړي ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د غور د والي له لوري د خلکو د مطرح شویو وړاندیزونو او غوښتنو په اړه وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام هغو ته رسیدګي وکړي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په مشرۍ غونډه کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د تېر کال پر لاسته راوړنو او د روان کال د چارو پر ښه والي او پلانونو بحث وشو. ;
دغه غونډه چې په سلام خانه ماڼۍ کې ترسره شوه او د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست مسئولینو او کارکوونکو هم پکې ګډون کړی و، په پیل کې محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د چارو د ښه والي لپاره د تېر کال له مثبتو تجربو څخه استفاده مهمه وبلله او وې ویل، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست ټول کارکوونکي دې دنده د اسلامي نظام د استحکام او د ملت د خدمت وسیله وبولي، په چارو کې اخلاص، له یو بل سره همکاري، د وخت پابندي، د بیت المال ساتنه او پر وخت د اداري کارونو ترسره کول اصلي هدف دی. ;
نوموړي همداراز وویل، د روان ۱۴۰۵ کال تشکیلات همدې اړتیاوو ته په کتو له ارزونو او بحثونو وروسته جوړ شوي دي. ;
ورپسې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د ادارې او سرچینو چارو مرستیال مفتي سید احمد مستقیم پر تعهد، وفا او اخلاص ټینګار وکړ او وې ویل، هماغسې چې ادارې له کارکوونکو سره د شویو ژمنو پر اساس ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي، په مقابل کې کارکوونکي هم باید خپلې دندې په رښتینولۍ او اخلاص ترسره کړي. ;
په دې غونډه کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مفتي محمود ذاکري هم د مسئولیتونو په درک ټینګار وکړ او د اسلامي شریعت د حکم په رڼا کې یې په اسلامي نظام کې دنده ترسره کول امانت او د خدمت ښه وسیله وبلله او وې ویل، ټول کارکوونکي په اطاعت او اتحاد سره دې هدف ته رسېدلی شي. ;
دغه غونډه د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي محمد هاشم شهید ورور لخوا د دعائیې په لوستلو سره پایته ورسېده.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د ازبکستان د قره‌قالپاقستان جمهوریت د پارلمان رئیس ښاغلي امان بای اورینبایف او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل. ; ;
په دې کتنه کې چې په افغانستان کې د ازبکستان جمهوریت سفیر ښاغلي آی‌بک عثمانوف هم حضور درلود، د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغانستان او ازبکستان لرغوني دیني، تاریخي، فرهنګي او اجتماعي روابط او مشترکات لري چې باید لا پراخ او پیاوړي شي. ;  ; ;
نوموړي زیاته کړه، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی، محترم رئیس الوزراء، د وزیرانو شورا غړي او د اسلامي امارت نور مشران تل له ټولو ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول ازبکستان سره دوستانه او د ورورګلوۍ اړیکې غواړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په افغانستان کې د پانګونې ښو فرصتونو او د همکارۍ مثبتې روحیې ته په اشارې وویل، د سرتاسري امنیت ټینګښت او سوداګرو او پانګوالو ته نورې رامنځته شوې اسانتیاوې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو د لازیاتې پراختیا لامل ګرځي او افغانستان لېوال دی چې په بېلابېلو په ځانګړي ډول د تخنیک او کرنې برخو کې د ازبکستان له تجربو استفاده وکړي.
وروسته د قره‌قالپاقستان جمهوریت د پارلمان رئیس ښاغلي امان بای اورینبایف د ازبکستان د جمهوررئیس شوکت میرضیایف د نېکو هیلو او سلامونو وړاندې کولو ترڅنګ د اسلامي امارت له مېلمه پالنې مننه وکړه او وې ویل، زموږ سیمه مختلفې منابع لري چې له ډلې یې منرالونه، سیمنټ، آهک او نفت او ګاز دي. نوموړي زیاته کړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په موخه ټاکل شوې سبا په مزار شریف ښار کې د افغانستان او قره‌قالپاقستان جمهوریت ترمنځ سوداګریزه خونه پرانیستل شي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به د لازیاتې همکارۍ زېری وي. ;
ښاغلي امان بای اورینبایف دېته په اشارې چې د قره‌قالپاقستان جمهوریت د ازبکستان د ترانسپورټ دروازه ګڼل کېږي وویل، موږ کولی شو د خامو موادو د پروسس په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړو او له نږې افغانستان سره سوداګریز روابط ولرو. ;
نوموړي څرګنده کړه، قره‌قالپاقستان جمهوریت ځانګړي شرایط او امتیازات له هغې جملې سوداګرو او پانګوالو ته د مالیاتو تخفیف برابر کړي دي، د افغان سوداګرو او پانګوالو د فعالیتونو هرکلی کوو او په دې برخه کې همکاري ته چمتو یوو. ;
د دې کتنې په پای کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، موږ د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو سوداګریزو، ترانزیټي، فرهنګي او ګرځندوی په ځانګړي ډول د لرغونو ځایونو او تاریخي ابداتو د لیدلو په برخه کې د دوستانه اړیکو پیاوړتیا غواړو.#]]></description>
په پیل کې، مؤظفو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
وروسته د کورنیو چارو وزارت او د احصائیې او معلوماتو ادارې پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه. ;
د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه اړوندو کمېټو ته مشخصې دندې وسپارل شوې چې پایلې یې راتلونکو غونډو کې وړاندې شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د فراه والي محترم ملا محمد حافظ مجاهد سره، وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د فراه والي د یاد ولایت د ټولنیز، امنیتي او سیمه ییزې حکومتولي د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ. ;
نوموړي زیاته کړه، اوسمهال په دې ولایت کې بشپړ امنیت دی او مجاهدین شپه او ورځ د امنیت د تأمین او د خلکو د ستونزو د حلولو کوښښ کوي.
محترم ملا محمد حافظ مجاهد همدارنګه د فراه په لیرې سیمو کې د روغتیایي مرکزونو د جوړېدو او د پراختیایي پروژو د تطبیق په اړه د یاد ولایت د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د فراه د والي کړنې او فعالیتونه وستایل. ;
نوموړي ټینګار وکړ چې د امنیت او د خلکو د هوسایي تأمین د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او لازمه ده چې محلي مسئولین په دې او د خلکو د ستونزو د حل او خدماتو په برخه کې جدي کوښښونه وکړي
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فراه د خلکو وړاندیزونو او غوښتنو په اړه چې د یاد ولایت والي مطرح کرې وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام په دې برخه کې رسیدګي او لازم اقدامات وکړي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشري او د مالیې، د کلیو د بیارغاونې او پراختیا، کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارتونو د وزیرانو او د انرژي او اوبو وزارت او چارو ادارې د مرستیالانو په حضور نن له غرمې مخکې له ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا او د هیواد له اوبیزو سرچینو څخه د اغېزناکې استفادې په اړه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي او د کرنیزو ځمکولپاره د هغو د تامین په موخه جوړه شوې وه، په هغه کې د چکډېمونو او د اوبو د بندونو د جوړولو پروسې پر دوام او له ځمکې لاندې اوبو دخوندیتوب او پیاوړتیا په موخه له اوبو څخه د سمې استفادې په اړه ټینګار وشو.
په پای کې همدارنګه د کرنیزو کانالونو جوړولو، د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د څاڅکو سیستم او له اوبیزو سرچینو څخه د سمې ګټې اخیستې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د المدینه ډيولپمنټ سپلای ال ال سي شرکت رئیسې شهلا هوپر جمال او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل. ;
په پیل کې، د المدینه ډیولپمنټ سپلای ال ال سي شرکت رئیسې د افغانستان خصوصي سکتور کې د خپلې پانګونې په اړه معلومات ورکړل او په وینا یې، له دې بریالۍ تجربې وروسته غواړي په امارتي ادارو کې هم د اداري سیستمونو د ډیجیټلي کولو په برخه کې پانګونه وکړي. ;
نوموړې وویل، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په افغانستان کې ډېر مثبت پرمختګونه راغلي او د دوی شرکت هم غواړي له موجود امنیت او پانګونې ته له برابرې شوې زمینې څخه استفاده وکړي. ;
مېرمن شهلا هوپر جمال وویل، د افغانستان د یو خصوصي بانک لپاره یې د ATM کارتونو د چاپ او ځانګړو پرنټرونو برابرولو په برخه کې پانګونه کړې او دوی تیار دي، چې د موټر چلولو جواز یا لایسنس، برېښنایي پاسپورټونو سیستم رامنځته کولو او د احصائیې او معلوماتو عمومي ادارې لپاره د ځانګړو پروګرامونو په برابرولو هم پانګونه وکړي. ;
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د المدینه ډیولپمنټ سپلای ال ال سي شرکت رئیسې شهلا هوپر جمال او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې د هغوی د پانګونې اقدام وستایه. ;
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، په اقتصادي، اداري او امنیتي برخو کې د سیستمونو ډیجیټلي کول د وخت اړتیا ده او اسلامي امارت د افغانستان اړتیاوو ته په پام درک کړې ده او زیاته یې کړه، خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د اداري سیستمونو ساده کول یو مهم لومړیتوب دی. ;
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس په پای کې د یاد شرکت رئیسې او غړو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت پانګه والو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او د دوی وړاندیزونه به هم له اړوندو ادارو سره شریک کړي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پوهنې وزارت د مسلکي انکشاف له یو شمېر اعضاوو او هغو علماوو سره چې د مسلکي انکشاف په برخه کې موظف دي وکتل.
په دې کتنه کې، د پوهنې وزارت د مسلکي انکشاف اعضاوو د استادانو د ظرفیت لوړولو او تدریسي چارو د څارنې په برخه کې د خپلو فعالیتونو، برنامو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. ;
هغوی همدارنګه د روزنیزو برنامو په تطبیق کې ځینې ننګونو ته اشاره وکړه او د ستونزو د حل په موخه یې د زیاتې همکاري غوښتنه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یادو راپورونو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ د استادانو د مسلکي انکشاف په ارزښت د هیواد د ښوونیز نظام د ښه والي د یو اساسي رکن په توګه ټینګار وکړ.
 ;نوموړي څرګنده کړه، د استادانو پر مسلکي پیاوړتیا پانګونه د راتلونکي نسل په روزنه او د ټولنې پرمختګ کې اساسي رول لري.
د رياست الوزراء اداري مرستيال په پای کې ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مسئولین د پوهنې سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی او د روزنې د کیفیت د ښه والي په برخه کې د مؤثرو او رغنده برنامو ملاتړ کوي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسئول محترم ډاکتر تاج الدین اويوال او مل پلاوي سره وکتل. ;
په پیل کې، محترم ډاکتر تاج الدین اويوال اړمنو او په ځانګړي ډول راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو په رسولو کې د اسلامي امارت د همکاريو مننه وکړه او وې ويل، ملګرو ملتونو سازمان او په ځانګړي ډول يونيسف له افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او هڅه کوي، ترڅو راستنېدونکو کډوالو ته لا زياتې بشري مرستې برابرې کړي. ;
د يونيسف استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسئول څرګنده کړه، چې د مؤسسو او د افغانستان اسلامي امارت مسئولينو تر منځ د ګډ کار په پايله کې تر اوسه ۴۵ زره تنو ته د کارموندنې زمينه برابره شوې او همداراز دغه بنسټ تيار دی راستنېدونکو کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو او افغانانو ته د کارموندنې فرصتونو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي. ;
وروسته د رياست الوزراء اداري مرستيال د يونيسف استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو مسئول او پلاوي سره پر دې کتنې خوښي وښوده او د يادو سازمانونو له بشري مرستو څخه يې مننه وکړه او وې ويل، ملګرو ملتونو سازمان له اړمنو سره د مرستې لپاره تل پر وخت اقدام کړی او په مختلفو برخو کې يې پام وړ مرستې کړې دي. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال همداراز کډوالو ته د ښارګوټو او کورونو جوړولو لپاره د ياد سازمان له لېوالتيا مننه وکړه او زیاته يې کړه، د افغانستان اسلامي امارت به په دې برخه کې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. ;
نوموړي په پای کې ځوانانو ته د کارموندنې پر موضوع ټينګار وکړ او وې ويل، د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو ته اماده دی.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د يو پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته سفر وکړ. ;
په دې سفر کې، چې د کور او ښار جوړولو وزير محترم مولوي نجيب الله حيات حقاني هم د رياست الوزراء اداري مرستيال ملتيا کوله، نوموړي د لغمان مرستيال والي او يو شمېر امارتي مسؤلینو سره وکتل او له نږدې يې د ادارو کاري وضعیت وارزاوه. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اداري چارو پر ښه والي، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د خلکو د امنيت پر تأمين ټینګار وکړ او له مسؤلينو يې وغوښتل، چې د خپلو دندو ترسره کولو ته لا زياته پاملرنه وکړي. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، مسؤلين باید په ښه چلند د خلکو ستونزو او چارو ته رسيدګي وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د کډوالو موضوع هم وارزوله او له اړوندو ادارو يې وغوښتل، ترڅو له يو بل سره په همغږۍ د کډوالو د ستونزو حل او هغوی ته د نمرو وېش لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه جدي او اغېزناک ګامونه واخلي. #]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۶ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. ;
له بحث وروسته د ۲.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۹ پروژې منظورې شوې او په څلورو پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلل. ;
همداراز د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژې تدارکاتي پروسه او قېمت بیاځلې و ارزوي. ;
همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو په شرایطو له برابرو شرکتونو سره د پروژې په اړه د ورکړل شويو قېمتونو په اړه مذاکره وکړي او همداراز یوه پروژه له دې امله بیاځلي ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوه، چې ګټونکي شرکت یې په ټاکلي قېمت له تطبیق څخه انصراف کړی و. دغه شرکت د همدې سرغړونې له امله د محرومیت کمېټې ته معرفي شو. ;
په منظور شويو او تعدیل شويو پروژو کې د مخابراتي وسایلو، سړک جوړونې، برېښنا رسونې او توزیع او یو شمېر نورو برخو پروژې شاملې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د کډوالو لپاره له لنډمهالي عمري کمپ څخه لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کې، چې د ننګرهار والي محترم حاجي محمد نعيم اخوند او د امارتي ادارو يو شمېر مسئولينو هم د رياست الوزراء اداري مرستيال ملتيا کوله، نوموړي د ياد کمپ له مختلفو برخو له هغې ډلې د راستنېدونکو کډوالو د ثبت او ثبيت څانګو، جومات، روغتيايي مرکز، کورونو، نقليه وسايطو او مرستندويه مؤسسو څخه ليدنه وکړه او له نږدې يې د راستنېدونکو کډوالو وضعیت وارزاوه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له يو شمېر ستنېدونکو کډوالو او همداراز د دې کمپ مسؤلينو سره خبرې وکړې، د هغوی ستونزې او غوښتنې يې واورېدې او ډاډ يې ورکړ، چې د هغوی غوښتنو ته د رسیدګي لپاره به لازم اقدامات ترسره کړي. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال همداراز ټينګار وکړ، چې د کډوالو ستونزو ته رسيدګي د اسلامي امارت له مسؤليتونو او ژمنو څخه دي او مسؤلين هڅه کوي د راستنېدونکو کډوالو لپاره په مختلفو برخو له هغې ډلې د کورونو جوړولو، لومړنيو خدمتونو، کاري فرصتونو رامنځته کولو او د ژوند ښه کولو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز له اړوندو مسؤلينو وغوښتل، چې د کډوالو چارو ته رسيدګي ته جدي پاملرنه وکړي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي. ;
په پای کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال کډوالو ته په خطاب کې وويل، راستنېدونکي کډوال دې هڅه وکړي خپلو زده کړو، مسلک او امکاناتو ته په پام د هيواد په ابادۍ کې خپله ونډه واخلي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بريتانيا ځانګړي استازي ريچارډ لينډزي سره وکتل. ;
د دې لیدنې پرمهال د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ او ګډو همکاریو پر پياوړي کولو او له افغانانو سره د بريتانيا حکومت او ولس د بشري مرستو پر ادامې خبرې وشوې.
د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اوسمهال د افغانستان اقتصادي وضعیت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوی او له سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره اقتصادي همکارۍ پراخې شوې دي.
د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ښاغلي لینډزي په دې وروستیو کې د پاکستاني رژیم په بریدونو کې د شهید شويو افغانانو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه او وې ویل، د بريتانيا حکومت او ولس به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د يو پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د رياست الوزراء اداري مرستيال، چې د کور او ښار جوړولو وزير محترم مولوي نجيب الله حيات حقاني، د ننګرهار والي محترم مولوي محمد نعيم اخوند او يو شمېر امارتي مسؤلینو يې هم ملتيا کوله، د ننګرهار ځايي ادارو فعالیتونه له نږدې وارزول او اړوندو مسؤلینو ته يې د خدمتونو ښه والي او د مراجعينو چارو ته د رسیدګي بهير پر چټکتيا ټينګار وکړ.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، چې د امنيت تأمين، پر وخت د خدمتونو وړاندې کول او خلکو سره نېک او ښه چلند د امارتي ادارو له اساسي لومړيتوبونو څخه دي او ټول مسؤلين بايد خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅه وکړي.
همداراز، د رياست الوزراء اداري مرستيال په ختيځ زون کې د کډوالو وضعیت له نږدې وڅېړه او د هغوی د دايمي مېشتېدنې بهیر يې وارزاوه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې کډوالو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو او لازمو اسانتیاوو برابرولو، له هغې ډلې د څښاک اوبو او د استوګنې نمرو وېش بهير او د هغوی اړتیاوو ته په ښې رسيدګي ټينګار وکړ.
په پای کې، د رياست الوزراء اداري مرستيال د کور او ښار جوړولو، فوايد عامې، د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارتونو او نورو اړوندو ادارو ته په جلا توګه لارښوونه وکړه، چې د نمرو طرحې يا کرښو اېستل، د سړکونو جوړولو او د څښاک اوبو څاګانو وهلو په اړه لازم اقدامات ترسره کړي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. ;
دې غونډې ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د امارتي ادارو د مکتوبونو او اداري اسنادو د مدیریت برېښنايي سیسټم د بحث لپاره وړاندې کړ. له هراړخیزې ارزونې وروسته یاد سیسټم تایید او دغه وزارت ته یې په تدریجي ډول د تطبیق لارښوونه وشوه. ;
د دې سیسټم په تطبیق سره به د امارتي ادارو ترمنځ همغږي پياوړې، شفافیت، چټکتیا او امنیت رامنځته، د جعل، فساد او د وخت د ضیاع مخنیوی به ترسره، د دقیقو ارقامو او حساب ورکولو اصل به پياوړی او د برېښنايي حکومتولۍ په لور به اساسي ګام واخیستل شي. په دغه سیسټم کې د مراجعینو لپاره هم د پام وړ اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
همدارنګه دې غونډې ته د ۲۲ هغو عام المنفعه پروژو راپور هم وړاندې شو، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی له لوري یې د کانونو د عوایدو په بدل کې د تطبیق حکمونه ورکړل شوي. د ۲۲ پروژو له جملې مالیې وزارت د ۱۳ پروژو اقتصادي تحلیل ترسره کړی، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید او لارښوونه ورته وشوه، چې دغه تحلیل د کانونو او پټرولیم وزارت سره شریک او اړوندې ادارې د یادو پروژو عملي چارې پيل کړي. په دې پروژو کې ساختماني، اوسپنې پټلۍ او د برېښنا رسونې او توزیع پروژې شاملې دي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۲ عام المنفعه پروژو له جملې د نهو پروژو عملي چارې پيل شوې، چې کاري پرمختګونه هم لري.
د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه وړاندې شول، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید او اړوندو ادارو ته یې د تطبیق په اړه سپارښتنې وشوې.
یاد پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.]]></description>
                        <description><![CDATA[عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۱۴۴۷/۱۱/۱۲هـ ق د مالیې وزارت د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي دوه ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې چې د مالیې وزارت وزیر، معینانو، د ولایتونو مستوفیان، همداراز د مرکزي دارالافتاء عمومي رئیس، د جهادي مدارسو عمومي رئیس، د دیني خپرونو د نظارت او کره کتني ادارې رئيس، د کندهار والي، او د کندهار ولایت د ریاستونو رئیسانو، او یو شمېر نورو علماء کرامو او مسؤلینو برخه اخیستې وه، ګډون او ویناوې وکړې.
‏سيمینار د قرآن کریم د څو مبارکو په آیتونو سره پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سيمینار ګډونوالو ته لازم هدایات او مهمې توصیې وکړې.
‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړه: زموږ مسؤلیت د الله جل جلاله د شریعت عملي کول دي او د هر کار لپاره چې مقرر شوي یاست پر تاسو باندي د هغه کار شرعي زده کړه فرض ده.
‏هغه جناب وویل: د علماء کرامو نصیحتونو ته غوږ نیسئ، نیکي مشورې یې اورئ، پوره احترام او قدر یې کوئ، ځکه د علماء کرامو په قدر او عزت سره اسلام عزتمند کیږي او بل د حکومت د خلکو مسؤلیت دادی، الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ، چې د مجاهدینو په ټولو کې مهم هدف دادی چې لمونځونه او شرعي احکام به اقامه کوي، د جمعې لمونځ به د مسلمانانو د شرعي امام لخوا او د هغه په اذن او اجازه اقامه کوي او د مسلمانانو لخوا شرعي امام د اسلامي احکامو د تنفیذ لپاره دی، زموږ مسؤلیت اول په ځان او بیا په خلکو کې د الله تعالی د شریعت عملي کول دي، نو اول خپل ځان په دین باندې پوه کړئ او بیا خلکو ته د الله تعالی احکام ورسوئ، ورته بیان یې کړئ او په دین یې پوه کړئ او د هري کچې مسؤلین چې یاست دینداري ته ډیره توجه وکړئ.
‏عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مسؤلینو ته په خطاب کې وویل، په ګمرکونو کې چې تاسي کوم محصولات جمع کوئ دا د خلکو پیسې دي، نو دا بیت المال دی، ډیر احتیاط کوئ چې بېځایه دا مال مصرف نه کړئ، تاسو مسؤلین یاست پر تاسو لازمه ده چې اوس به د بیت المال مسائلو ځانونه پوه کوئ او علم به ورباندي راولئ، دا مالونه چې تاسو جمع کوئ دا بیت المال دی، داسي معامله به ور سره کوئ لکه د یتیم د مال سره او کوښښ وکړئ چې دا مالونه د خلکو په عام مصالحو کې مصرف شي نه په شخصي مصالحو کې.
‏جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلي وینا په آخر کې وویل، ځانونه خادمان بولئ، په کارونو کې غفلت مه کوئ، په غیري مقصودي کارونو کې ځان مه مصروفوئ که د غفلت څخه تاوان پیښ شو بیا غفلت عذر نه دی، خپلو ملګرو ته توجه وکړئ ځکه د هغوی د نیمګړتیاوو مسؤلیت هم ستاسو دی، کوښښ د دې وکړئ چې امانت داري مو له منځه ولاړه نه شي، ځکه د امانت داري سره ایمان تړلی دی که امانت داري ولاړه ایمان ورسره ځي، د خپلو شخصي ګټو پر ځای عامه مصالحو ته متوجه شئ، ته، امتیاز ځان ته مه ور کوئ، تواضع کوئ او د دیني شعائرو ساتنه کوئ، او د خلکو سره سختي مه کوئ، د خلکو سره اساني کوئ، خلک د الله تعالی له رحمته مه مایوسه کوئ ځکه الله پاک توبه قبلونکی دی او خلک په نفرت کې مه اچوئ، خلک د جماعت سره عادت کړئ، خپل لمونځونه مو هم باید په جماعت سره وي، د خلکو سره په لمانځه کې یوځای کیږئ، که تاسي غواړئ چې اسلام ته قدر ورکړئ نو د علماء کرامو سره ناسته کوئ، باید ستاسي د مجلس خلک صالحان وي، او د خلکو د حاجت پر مخ دروازې مه بندوئ، د خلکو سره د نژدې اوسیږئ تر څو خلک تاسي ته درسي او ستاسو سیاست له نژدې وویني، مسؤلیت داسي چاته مه ورکوئ، چې اهلیت یې و نه لري، خپل ماتحت ملګري خپلو وظیفو ته متوجه کړئ، تر څو د خلکو کارونو کې ځنډ رانه شي خلکو ته په کارونو کې اسانۍ جوړي کړئ تر څو ښه خدمت وکړای شئ.
‏په پای کي ټولو علماء کرامو او مسؤلینو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت او تعهد تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام په حاکمیت کې به پوره کوښښ کوي.
‏مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېدی. والسلام
‏۱۴۴۷/۱۱/۱۲هـ ق]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع پرون له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي ښاغلي ریچارډ لینډزي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه په پیل کې ریچارډ لینډزي افغانستان ته پر خپل سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم په وروستیو راکټي بریدونو کې په اوښتو ځاني تلفاتو د تسلیت مراتب وړاندې کړل او وې ویل، تاوتریخوالی باید ختم او پر باور جوړولو زیات کار وشي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي د تسلیت او د ستونزو د حل په موخه د نوموړي د هڅو مننه وکړه او د کنړ ولایت په مرکز اسعداباد کې پر پوهنتون او د استوګنې پر کورونو د پاکستاني پوځیانو وروستي بریدونه یې وغندل.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، د ملکي خلکو په ځانګړي ډول د مېرمنو، کوچنیانو او استوګنې کورونو په نښه کول هیڅ راز توجیه نه لري. موږ نه تجاوز کړی او نه هم د تاوتریخوالي پلویان یوو، خو د افغانستان له حریم، ځمکنۍ بشپړتیا او افغانانو څخه دفاع زموږ مسلم حق دی.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي او ټولو هغو دوستو هیوادونو او ارګانونو څخه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د شخړې ختمولو هڅې کوي وغوښتل چې حقایق درک او مقصر لوری ملامت کړي. ;
نوموړي په ټینګار وویل، اسلامي امارت تل له پاکستان سره د تاوتریخوالي پایته رسول او د دوستانه اړیکو پیاوړي کول غواړي. موږ هیچاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي. پاکستان هم باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په تېرو څلورو لسیزو کې له افغان مهاجرینو د پاکستان کوربتوب ته په اشارې وویل، افغان مهاجرینو د هجرت پر مهال د پاکستان اصول او قوانین مراعت کړي، پاکستانی لورې دې هم د مهاجرینو حقونو ته پابند واوسي او افغانانو ته دې ضرر نه رسوي. ;
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي د اسلامي امارت د سوله ییز دریځ مننه وکړه او وې ویل، پاکستاني لوري ته یې مکرر دا پیغام رسولی چې د باور جوړولو هڅه وکړي. دواړه لوري باید د صمیمیت فضا د ایجادولو لپاره مثبت ګامونه واخلي.
هغه زیاته کړه، جنګ دواړو خواو ته ستونزې او ناامیدي رامنځته کوي، د تاوتریخوالي د پایته رسولو لپاره باید زړورتیا او سیاسي اراده وښودل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان له لارې دې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لېږد ته اجازه ورکړل شي.
د دې کتنې په پای کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس وویل، سوداګریزي او ترانزیټي اړیکې او د بشردوستانه مرستو لېږد باید د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې را نه وستل شي. موږ د بشري مرستو د لېږد په برخه کې خنډونه نه دي رامنځته کړي، که پاکستان د شخړو ختمولو لپاره یو ګام اخلي، اسلامي امارت به دوه ګامه واخلي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په فاریاب کې د برېښنا د توزیع او انتقال درې پروژې پرانیستې.
په دې پروژو کې د فاریاب ولایت له مرکزي سب‌سټېشن څخه تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلوولټ د برېښنا انتقالي لین غځول، په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټ سب‌سټېشن جوړول، د بلچراغ ولسوالۍ د ۱۸ او په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د پنځه مېګا ولټ-امپير ظرفیت لرونکو ټرانسفرمرونو له لارې د برېښنا د توزیع شبکو پراخول شامل دي.
پر یادو پروژو یو میلیارد او ۱۲۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي او ټاکل شوې چې چارې به یې د خصوصي سکټور له لوري په درېیو کلونو کې بشپړې شي. د دغو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د سیمې خلکو د برېښنا ستونزې راکمې او اسانتیاوې ورته رامنځته شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شوراء اتلسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن، ترسره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه؛ د هېواد په مهمو اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو پکې بحث او ځینې پرېکړې وشوې.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې ټول امارتي وزارتونه او ادارې چې تأسیسات او ودانۍ جوړوي لومړۍ دې د کور او ښار جوړولو وزارت سره همغږي وکړي. د نقشو او ډیزاین چارې دې د غوښتونکې ادارې د وخت اړتیا سره سم ترسره او د امکان د نشتوالي په صورت کې دې یاده اداره خپلې چارې له ویزې او څارنې پرته خپله ترسره کړي.
همداراز په بندرونو کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې په خپلو برخو کې ورته اسانتیا رامنځته کړي؛ ترڅو د ځنډ مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر دعاء سره پایته ورسېده.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن له غرمې مخکې په جوزجان ولایت کې د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه. ;
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د هېواد د اقتصادي ودې او په تدریجي توګه د تولیدي اقتصاد پر لور د چټکو ګامونو اخیستو لپاره د کورني صنعت پياوړي کېدل او له کورنیو تولیداتو ملاتړ مهم وبلل او د دې جدي اړتیا پر حل یې ټینګار وکړ.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، د همدې لوی اساسي مسؤلیت د ادا کولو په دوام نن په جوزجان کې د دې مهمې فابریکې عملي چارې پيل شوې، چې دا به د داخلي صنعت په قوي کولو، پر وارداتو د تکیې کمولو او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي. ;
د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د افغانستان اسلامي امارت ټول تمرکز د داخلي صنعت پر پیاوړتیا دی او هڅه کوي، چې د خامو موادو د صادرولو پر ځای د یادو موادو داخلي پروسس ته زمینه مساعده کړي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند یو ځل بیا له نړیوالو وغوښتل چې د رسمي اقتصاد په چوکاټ کې له افغانستان سره تعامل پیاوړی کړي او د بې ساري امنیتي او سیاسي ثبات او بالقوه ظرفیت څخه ګټه واخلي. ;
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړه، د نړیوالې او سیمه ییزې سیاسي او اقتصادي فضا تنګول، په نړیواله کچه د حذف سیاست پلي کول او د تحریمونو اوږدول په هېڅ صورت د نړیوال سیاست او نړیوال اقتصاد درد نه شي دوا کولی؛ بلکې برعکس دا ډول سیاستونه تهدیدونه زېږوي او د سیمه ییز او نړیوال مشارکت ونډه راکموي.
په پای کې د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو هېوادوالو ته د دې فابریکې د جوړېدو مبارکي وویله او له اړوندو ادارو او قراردادي شرکت څخه یې وغوښتل، چې کارونه یې په ښه کیفیت ترسره کړي.
د یتیم تاق سیمنټو تولیدي فابریکې د جوړېدو لپاره ۷۷ ترکي شرکت ۱۶۰ میلیون ډالر پانګونه کوي، چې په ورځني ډول به ۳۰۰۰ ټنه سیمنټ تولید او ۵۰۰۰ هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي. د دې فابریکې د جوړېدو چارې به په دوه کلونو کې بشپړې شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې د اړوندو ادارو له لوري د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو پر طرحې بحث وشو.
یاده طرحه د ښاري پراختیا او اقتصادي ارزښت په پام کې نیولو سره په پرنسیپ کې تایید او د تخنیکي مطالعاتو د ترسره کولو لپاره یې د اقتصادي معاونیت په مشرۍ کمېټه وټاکل شوه. کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې ټول تخنیکي، اقتصادي، اجتماعي او د چاپیریال ساتنې اړوند مسایلو په اړه یې تفصیلي کړنې ترسره او راپور یې په درېيو میاشتو کې د ریاست ‌الوزراء اقتصادي معاونیت له محترم مقام سره شریک کړي.
د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو لپاره خصوصي سکټور د شاوخوا اته میلیارده ډالرو پانګونې لېوالتیا ښودلې، چې په ۱۱ زره جریبه کې به جوړ او لسګونو زرو هېوادوالو ته به د سرپناه برابرولو ترڅنګ زرګونه کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي بلخ ولایت ته د سفر په جریان کې پرون ماسپښین د دې ولایت له د شهیدانو پارک او د قوشتیپې کانال سربند څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر الحاج مولوي نورجلال جلالي، د بلخ والي الحاج ملا محمد یوسف وفا او یو شمېر امارتي مسئولینو د ریاست الوزراء اداري مرستیال ملتیا کوله.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي لومړی د شهیدانو یادگار ته دعا وکړه او اسلامي نظام یې د علماوو، د قرآنکریم د قاریانو، طالبانو او د افغانستان د بېلابېلو اقشارو د بې شمېره سرښندنو حاصل وباله.
 ;نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د شهیدانو د وینو درناوی کوي او هیڅ وخت به اجازه ورنکړي چې د شهیدانو وینې پایمال شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د قوشتیپې کانال غوندې لویې پروژې د افغانستان د پرمختګ، اقتصادي ودې او پرځان بسیاینې لپاره مهمې وبللې او زیاته یې کړه، اسلامي امارت ژمن دی چې په ټول افغانستان کې لویې ملي پروژې په جدي توګه تطبیق کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي د قوشتیپې کانال د سربند کار د ادامې لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې دنده وسپارله چې د پروژې کارونه پر وخت بشپړ شي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال سرپل ولایت ته د خپل سفر پر مهال پرون مازديګر په داسې حال کې، چې د دې ولايت د والي او يو شمېر ځايي مسؤلينو له لوري يې ملتيا کېده، د سرپل پوهنتون څخه ليدنه وکړه او د پوهنتون په جوړه شوې غونډه کې يې وينا وکړه. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ياد پوهنتون له مسؤلينو څخه د مننې ترڅنګ وويل، د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره نيمه پېړۍ د حق او باطل تر منځ مبارزه شوې، چې د پخواني شوروي اتحاد د اشغال پر مهال ټولو اقشارو له هغې ډلې علماوو، د پوهنتون استادانو او نورو خلکو په دې مبارزه کې برخه واخيسته او د برحقه مبارزې او د افغانانو د قربانيو په پايله کې اشغالګر ځواکونه له افغانستانه ووتل.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، له برياليتوب وروسته د افغانستان مجاهدين او ځايي مسؤلين هغه وخت ونتوانتېدل هوکړې ته ورسېږي او د هغوی د اختلافاتو او واک غوښتنې په پايله کې هيواد په کورنيو جګړو کې ښکېل شو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، چې هماغه مهال يو شمېر رښتيني مجاهدين د ملا محمد عمر مجاهد تر رهبرۍ لاندې د کورنۍ جګړې د پایته رسولو او د هيواد د امنيت تأمين لپاره راپورته شول او په ډېره کمه موده کې يې د هيواد ډېره برخه له وسله والو ډلو څخه پاکه کړه، چې په پايله کې يې امنيت تأمين شو، ملوک الطوايفي او فساد له منځه ولاړل.
د رياست الوزراء اداري مرستيال څرګنده کړه، له هغه وروسته غربي ځواکونو په مختلفو بهانو هيواد اشغال کړ او په دې دوره کې هم د اسلامي امارت مجاهدینو خپلې مبارزې ته دوام ورکړ او د هيواد د ازادۍ په لاره کې ډېر شمېر علماء، قاريان،‌ محصلين او مجاهدين شهيدان شول، ډېر نور د ګوانتنامو په څېر زندانونو کې بنديان شول او د افغانانو پر ضد ډېر جنايتونه وشول.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وويل، د افغانانو د قربانيو په پايله کې هيواد له اشغالګرو څخه ازاد او اسلامي نظام حاکم شو.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، اوسمهال په هيواد کې امنيت او سوله حاکمه ده، د امير المؤمنین لخوا عمومي بښنه اعلان شوه او د هيواد په ټولو برخو کې لويې انکشافي پروژې د تطبيق په حال کې دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو ټينګار وکړ او وې ويل، پوهنتونونه بايد د کرنې، کمپيوټر ساينس او انجینري په څېر په کار وړ څانګو کې علمي پرمختګونو ته زمینه برابره کړي. نوموړي همداراز د استادانو او محصلينو د ظرفيت لوړول يو مهم امر وباله او دې برخې ته يې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محصلينو ته په خطاب کې وويل، تاسو د وطن جوړونکي یاست او له بهرنيانو څخه بايد د ابادۍ او پرمختګ انتظار ونه لرو، بلکې پخپله افغانستان جوړ کړئ.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي مجربو استادانو او محصلینو ته غوره امکانات برابر کړي، ترڅو هغوی وکولای شي په غوره ډول زده کړې وکړي او تخصص حاصل کړي.
نوموړي همداراز ټينګار وکړ، چې په اسلامي امارت کې تعصب، سمتپالنه او او قومپالنه ځای نه لري او هر څوک که دې مواردو ته لمن ووهي د اسلامي امارت مخالف ګڼل کېږي. نوموړي په پای کې د ټولو تر منځ پر اتحاد او متقابل احترام ټينګار وکړ.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي جوزجان ته د سفر په جریان کې نن له غرمې مخکې د دې ولایت جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دغې لیدنې په جریان کې د دې مدرسې له مسئولینو، استادانو او طالبانو سره وکتل او وې ویل، دا چې اوس مدرسې د جوزجان جهادي مدرسې غوندې له ټولو درسي او هوساینې امکاناتو څخه برخمنې دي، د اسلامي نظام، د افغانستان اسلامي امارت رهبري، علماوو او زرګونه شهیدانو د وینو له برکته دي چې د اشغالګرو د وتلو، په هیواد کې د اسلامي نظام د واکمني او د شریعت د اقامې غوښتونکي وو. طلبا باید له امکاناتو، وخت او فرصت څخه سمه استفاده وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي طلباوو ته په خطاب کې وویل، کوښښ وکړئ د خپلو استادانو درناوی وکړئ. له استادانو او خپلو ټولګیوالو سره په ډېر ادب چلند وکړئ. له کبر او غرور ځان وساتئ. پر اصلي درسونو سربېره نور علوم او فنون هم زده کړئ. په رسمي وخت کې خپل اصلي درسونه ووایئ او په غیر رسمي وخت کې بېلابېل علوم زده کړئ.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پای کې د جوزجان جهادي مدرسې مسئولینو، استادانو او طالبانو ته د بریالیتوب دعا ترڅنګ هغوی د افغانستان پانګه، رهبران او د هیواد او اسلامي نظام د راتلونکي خادمان وبلل او وې ویل، دوی په هغه صورت کې د افغانانو واقعي رهبران او خادمان کېدلی شي چې علوم او فنون زده کړي او له علم او زده کړې پرته دې هدف ته نشي رسېدلی.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په هغه غونډه کې چې په جوزجان پوهنتون کې د علمای کرامو، متنفذینو او د یاد پوهنتون د استادانو او محصلینو په ګډون جوړه شوې وه،ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د جوزجان پوهنتون د مسئولینو او استادانو د کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه او علماوو او استادانو ته په خطاب کې یې وویل، تاسو هغه څوک یاست چې د هیواد د بچیانو د تعلیم، روزنې او د افکارو د روښانولو لپاره شپه او ورځ زحمتونه ګالۍ، له همدې امله موږ پر تاسو ټولو ویاړو.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان اوس له جنګ راوتلی، پرمختګ او ابادي ته اړتیا لري او له شک پرته دا په علم، تخصص او پرلپسې کوښښ عملي کېږي. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال جوزجان پوهنتون د هیواد له مخکښو پوهنتونونو څخه دی.استادان دې د ځوانانو د تعلیم او روزنې لپاره زیات کوښښونه وکړي او زه ډاډ ورکوم چې اسلامي امارت د دوی ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه، متأسفانه دېر کلونه د جوزجان ولایت آبادي ته پاملرنه نه ده شوې، اما اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې پراختیایي او د ابادي برنامې پیل کړي چې د درزاب او قوشتیپې ولسوالیو د سرکونو ترمیم د کار پیل او آقچه ولسوالي ته د برېښنا لېږد د همدغو اقداماتو له جملې څخه دي او درزاب او قوشتیپې ولسوالیو ته به په نږدې راتلونکي کې د برېښنا لېږد کار پیل شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه زیاته کړه، د فاریاب او هرات حلقوي او تر گرزیوان ا و بلچراغ پورې د میمنې عمومي سرک عملي کار جریان لري او همدارنګه د دهندرې بند جوړولو کار پیل شوی او په پام کې ده د سرپل – فاریاب حلقوي ژر پیل شي.
نوموړي وویل، د جوزجان ولایتي روغتون بشپړ شوی او کوښښ کوو د هیواد په کچه هیڅ کلی بې ښوونځي او مدرسې پاتې نشي او په لیرې پرتو سیمو کې روغتیایي کلینیکونه جوړ شي او په همدې ترتیب کوښښ کوو د کرنې او تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټونو کې مسلکي برخې زیاتې کړو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پای کې په جوزجان او سرپل ولایتونو کې د اوبو د کمبود ستونزو ته په اشارې وویل، د سلطان ابراهیم بند د کار بشپړولو او شبرغان ښار سره له قوشتیپې کانال څخه د یو فرعي کانال له وصلولو سره په دواړو ولایتونو کې دا ستونزه حل شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه د جوزجان پوهنتون محصلینو سره په جلا لیدنه کې هغوی ته وویل، د هیواد راتلونکی ستاسو په زیارکښو لاسونو کې دی او لازمه ده چې له طلایي وخت څخه سمه استفادۀ او په زده کړه او تحصیل کې زیات کوښښ وکړئ چې ستاسو په زحمتونو او هڅو هیواد اباد شي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د ګرځندوی شرکتونو د سرتاسري اتحادیې له مسؤلینو او غړو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې ښاغلي قاضي جان قریشي د نورو په استازولي وویل، افغانستان د تاریخ، کلتور، طبیعي ښکلا او ستراتیژیک موقعیت له پلوه بېسارې دی که چېرته د سیاحت پر وړاندې شته ستونزې حل او لا نورې اسانتیاوې برابرې شي نو افغانستان به د سیمې او نړۍ په کچه پر یوه مهم سیاحتي مرکز بدل شي چې له امله به یې هیوادوالو ته کاري فرصتونه ایجاد شي.
نوموړي ګرځندوی شرکتونو ته د جوازونو د ورکړې او تمدید، د ادارو دوامداره همکاري، په تاریخي او تفریحي سیمو کې په نړیوالو ژبو د معلوماتي لوحو او بنرونو د نصبولو او ګرځندویانو ته د انلاین ویزو د ورکړې په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلي بڼه شریک کړل.
ورپسې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د سرتاسري امنیت ټینګښت او د نورو هیوادونو په پرتله د ګرځندوی ارزانه خدمات د دې لامل شوی چې هیواد ته د ګرځندویانو په شمېر زیاتوالی راشي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس څرګنده کړه، په ځینو برخو کې شته خلاو ته د اسلامي امارت مسؤلین متوجه او د حل لپاره یې لاس پکار دي. ستاسې هدف باید په تجارت او پانګونه کې د افغانانو لاسنیوی او د هیواد ملي ګټو ته ترجیح ورکول وي.
په پای کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د یادې اتحادیې مسؤلینو او غړو ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سفر په جریان کې پرون د جوزجان ولایت قوشتیپې ولسوالۍ ته ولاړ.
په دې سفرکې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یادې ولسوالۍ د "چهارسای" شهیدانو سیمې ته ولاړ او د شهیدانو پاکو ارواوو ته یې دعا وکړه. وروسته یې د هغه ځای مدرسې څخه د لیدنې پرمهال طالبان د دیني علومو زده کړې ته وهڅول.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې سفر کې د جوزجان ولایت د قوشتیپې او درزاب ولسوالیو د امنیتي ارګانونو او ملکي ادارو یو شمېر مسئولینو، دیني علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره په زمردسای نفتي سیمه کې وکتل.
نوموړي د اشغال په وخت کې د دې ولسوالیو د اوسېدونکو او مجاهدینو د قربانیو او سرښندنو په ځانګړي ډول د پخواني شوروي د اشغال په دوران کې د څلور زره مجاهدینو د شهادت یادونه وکړه او وې ویل، اسلامي امارت په الهي نصرت او د مجاهدینو او د افغان مجاهد ملت په سرښندنو بریالیتوب ته ورسېده.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د اشغال له پایته رسېدو سره افغانان واقعي ازادي ته ورسېدل چې د دې ازادي ساتنه او دوام د متدینو افغانانو اتحاد او اتفاق ته اړتیا لري.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د اسلامي امارت مسئولین کوښښ کوي چې په ټولو برخو کې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، له قوشتیپې کانال څخه یو فرعي کانال د کروندې او شبرغان ښار ته د څښاک اوبو د تامین په موخه جوړېږي. ;
مولوي عبدالسلام حنفي د دې په بیانولو سره چې په روان کال کې بېلابېلې انکشافي پروژې تر لاس لاندې دي وویل، دغه پروژې به په یو بل پسې په هیواد کې تطبیق شي.
د قوشتپې ولسوالۍ اوسېدونکو د ریاست الوزراء اداري مرستیال تود هرکلی وکړ او وې ویل، سوله او امنیت چې له ډېر وخت څخه د دوی هیله وه، د اسلامي امارت په حاکمېدو سره تأمین شوې.
دوی همدا راز د قوشتپې او درزاب ولسوالیو د سړکونو د قیر کولو او دغو ولسوالیو او نورو مهمو برخو ته د برېښنا انرژۍ لېږد منظوري یادونه وکړه او د دغو اقداماتو قدرداني یې وکړه.
په پای کې د قوشتپې ولسوالۍ اوسېدونکو له اسلامي امارت څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان او ډاډ یې ورکړ چې په هر ډول شرایطو کې به د دې نظام تر څنګ ودرېږي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې د پرمختګ ویبسایټ، د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود او د ارګ پاڼې د ۱۰۰ مې ګڼې د پرانېستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. ;
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان اسلامي امارت د ویاند دفتر لخوا پر وخت له خلکو او رسنیو سره د معلوماتو او لاسته راوړنو شریکولو لپاره دغه اقدامات وستایل او وې ویل، اسلامي امارت د معلوماتو مدیریت، عامه پوهاوي او له خلکو سره پر وخت د معلوماتو شریکولو ته ځانګړی ارزښت ورکوي. ;
نوموړي خلکو ته د نظام د کړنو، د حقایقو رسولو او د دښمن د پروپاګند خنثی کولو لپاره د یو منظم سیستم موجودیت مهم وباله او د حکومت د لاسته راوړنو منعکسولو لپاره یې پرمختګ ویبسایټ یو مستند ادرس یاد کړ. ;
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، پرمختګ ویبسایټ د دقیقو معلوماتو او د نظام د رسمي دریځ لپاره د یو معلوماتي بانک په توګه استفاده کېږي او له رسنیو څخه یې هم د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه. ;
ورپسې د اسلامي امارت ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد یادو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، د ویاند دفتر د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له هر اړخیز پلوه په دقیق ډول د اسلامي امارت د بېلابېلو لاسته راوړنو، پرمختګونو او معلوماتو د خپرولو او د رسنیو د لاسرسي لپاره معلوماتي بانک او سرچینه رامنځته کړې ده.
هغه زیاته کړه، د دغو نوښتونو په رامنځته کېدو سره به د دښمنانو د تبلیغاتو مخنیوی وشي او د اسلامي امارت لاسته راوړنې په میاشتني، ربعوار او کلني ډول محاسبه کېدلی شي.
محترم مولوي ذبیح الله مجاهد وویل، د امارتي ادارو مسئولین او ویندویان دې د حکومت د رسنیو مرکز سره د اړوندو وزارتونو او ادارو د لاسته راوړنو او معلوماتو په شریکولو سره د دې پروسې ملاتړ وکړي او رسنۍ دې د معتبرې سرچینې په توګه ورڅخه ګټه واخلي. نوموړي د پرمختګ ویبسایټ د بریا، د دښمن د تبلیغاتو د مخنیوی او ښې اطلاع رسونې لپاره د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز سره د مشورو، نظرونو او همکاریو شریکول اړین وبلل.
وروسته د چارو اداري عمومي رئیس محترم شیخ نورالحق انور ملت ته د ځواب وینې لپاره د اداري پروسیجرونو ساده کول تشریح کړل او وې ویل، دغه اقدامات د وخت ضائع کېدو او فساد مخنیوي او روڼتیا رامنځته کېدو لامل شوي. نوموړي دغه راز له رسنیو وغوښتل چې د ادارو مکلفیتونه تشخیص کړي.
ورپسې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي خبریالانو او خلکو ته د کره معلوماتو د لاسرسي په موخه د امارتي ادارو د لاسته راوړنو منعکسولو په برخه کې د ویاند دفتر د هڅو قدرداني وکړه او وې ویل، د مسائلو د پټولو او سکوت پر ځای باید پر وخت کره معلومات له رسنیو او خلکو سره شریک شي. دغه راز دې اړوند مسؤلین وخت په وخت ګټور معلومات له رسنیو شره شریک کړي. ;
په دې مراسمو کې د اقتصاد وزارت معین دوکتور عبدالطیف نظري پرمختګ ویبسایټ، د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود کتاب او د ارګ پاڼې سلمې ګڼې چاپ لویې لاسته راوړنې وبللې، چې معلومات په دقیق او ښه ډول خلکو ته رسوي.
نوموړي په اوسني عصر کې د رسنیو ارزښت ته په اشارې وویل، موږ باید له رسنیو څخه په قوي، شفافې او اغېزناکې استفادې سره دښمن ته اجازه ورنه کړو، چې زموږ فعالیتونه او لاسته راوړنې وننګوي او د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.
وروسته د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو د اتحادیې رئیس حجت الله مجددي د رسنیو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت د مسئولینو مؤثرو، بنسټي او ستراتیژیکو اقداماتو څخه په مننې وویل، د اسلامي امارت له حاکمیت سره د رسنیو فعالیتونه په منسجم او قانونمند ډول د خبریالي اصولو او ضوابطو مطابق ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړه، د رسنیو د سرغړونې د مخنیوي کمېسیون د رسنیو رواني او فکري مصئونیت رامنځته کړی، اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست له رسنیو سره د همغږي ناستې کړي او د ملي منافعو او اسلامي او فرهنګي ارزښتونو د ملاتړ په خاطر رسنیو ته د لوري ورکولو په برخه کې یې د همغږۍ ناستې او بېلابېل ورکشاپونه جوړ کړي دي.
په دې مراسمو کې د طلوع نیوز ټلویزیون رئیس فریدالله محمدي د خبریالانو په استازیتوب وویل، رسنیو د هیواد د ملي ګټو ساتنې لپاره خپل ملي رسالت ترسره کړی او حکومت دې له رسنیو سره د فاصلې د لا کمولو لپاره پر وخت معلومات شریک کړي. ;
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان رسنیو د دښمن د تبلیغاتو دفع کولو او خلکو ته د حقایقو رسولو لپاره خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړی او وروستۍ بېلګه یې پر افغانستان د پاکستان د تجاوز پر مهال د واقعیتونو سپړل او ولس ته د اوښتو زیانونو پر وخت نشرول دي. ;
د پرمختګ ویبسایټ، د افغانستان د رسنیو معلوماتي لارښود او د ارګ پاڼې ۱۰۰ مې ګڼې په اړه د معلوماتي ویډیو له خپرولو وروسته، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم شیخ نورالحق انور او د اسلامي امارت ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد پرمختګ ویب سایټ پرانیست او د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي محمد هاشم شهید ورور لخوا د دعائیې په لوستلو سره دغه مراسم پایته ورسېدل.]]></description>
                        <description><![CDATA[د کورونو جوړولو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د کور او ښار جوړولو او بهرنيو چارو وزارتونو، د چارو ادارې عمومي ریاست، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو د انسجام عمومي رياست د استازو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د ابادۍ جوازونو صادرولو بهير کې د اسانتياوو رامنځته کولو پر لارو چارو او په پلاني او غير پلاني سیمو کې د اوسېدو کورونو جوړولو لپاره د غوره زمينې برابرولو پر وړاندې د خنډونو په لرې کولو بحث وشو. ;
ګډونوالو ټينګار وکړ، چې هيوادوالو او په ځانګړي ډول راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره بايد عملي او اغېزناک ګامونه واخيستل شي، ترڅو دوی وکولای شي په چټک او منظم ډول د سرپناه جوړولو لپاره اقدام وکړي. ;
همداراز د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ پر زياتوالي او د کاري پروسو د چټکتيا په اړه هم خبرې وشوې. مسؤلينو څرګنده کړه، چې د کورونو جوړولو لپاره د مناسبې زمينې برابرول د ښارونو يوه اساسي اړتیا ده او ورته جدي پاملرنه کولای شي د هيوادوالو د ژوند په ښه والي کې مهم رول ترسره کړي. ;
د غونډې په پای کې، د نيول شويو تصاميمو پر جدي تعقيب او د اړوندو بنسټونو تر منځ د همکاريو پر دوام ټينګار وشو، ترڅو خلکو ته د کورونو جوړولو او کار موندنې بهير په اغېزناک او اسانه ډول برابر شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال پرون د یاد ولایت له والي محترم داملا محمد شعیب رسالت او یو شمېر علماؤ، مشایخ کرامو او مسؤلینو سره وکتل.
په پیل کې محترم داملا محمد شعیب رسالت د سمنګان ولایت د مسؤلینو د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، د دې ولایت مجاهدین او مسؤلین د خلکو د هوساینې او خدمت لپاره تل هڅې کوي. ;
همداراز علماؤ او مشایخ کرامو د مواصلاتي لارو، په لېرې پرتو سیمو کې د مدرسو، ښوونځیو او روغتونونو د جوړولو او د انکشافي پروژو په تطبیق کې د سمنګانو ولایت د خلکو ستونزې او غوښتنې شریکې او دغو برخو ته یې د اسلامي امارت د مسؤلینو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنې د خوښي څرګندولو ترڅنګ د سمنګانو ولایت د مسؤلینو فعالیتونه، کړنې او لاسته راوړنې وستایلې.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د اسلامي نظام تحکیم، ښه حکومتولي او ولسونو ته رغنده خدمات وړاندې کول د مجاهدینو او مسؤلینو له هڅو او سرښندنو سره مسقیمه اړیکه لري او لازمه ده چې په دې برخه کې لازیاتې هڅې وشي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دوی وړاندیزونو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو په پام، دې برخې ته رسیدګي او لازم اقدامات وکړي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په افغانستان کې د قزاقستان جمهوریت سفیر ګازیز اکباسوف سره نن له غرمې مخکې په ارګ کې وکتل. ;
په پیل کې، د قزاقستان سفیر له افغانستان سره د خپل هیواد د ښو او تاریخي اړیکو یادونه وکړه او وې ویل، د دویم کور په توګه له افغانستان سره د خپل هیواد د اړیکو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي. ;
نوموړي وویل، دا مهال د افغانستان او قزاقستان سوداګري په کال کې شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي او هیواد یې غواړي دغه کچه د پانګونې او سوداګرۍ پراختیا له لارې شاوخوا ۳ میلیارده ډالرو ته ورسوي. ;
د قزاقستان سفیر د افغانستان د کانونو په برخه کې د خپل هیواد پانګونې ته تیاری وښود او زیاته یې کړه، په دې اړه یې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت دفتر سره مثبت بحثونه ترسره کړي دي. ;
په کابل کې د قزاقستان سفیر د تورغونډۍ ـ هرات ـ کندهار ـ سپین بولدک رېل پټلۍ په برخه کې هم د خپل هیواد پانګونې ته لېوالتیا وښوده او وې ویل، هیواد یې د رېل پټلۍ په دې پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته بشپړ تیاری لري او یادو د پروژو اړوند پرمختګونه یې مهم وبلل.
نوموړي وویل، د اقتصادي شریک په توګه د دوی حکومت افغانستان ته د تېلو او د درملو صادرولو ته اجازه ورکړې او دغه اقدام به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اوسنۍ سوداګري لا زیاته پراخه کړي.
ورپسې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د قزاقستان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا لپاره د نوموړي هڅې وستایلې. ;
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، په افغانستان کې د امنیت ټینګښت د اقتصادي فعالیتونو پراختیا او پانګونې ته ښه زمینه مساعده کړې او اسلامي امارت له دې فرصت څخه په استفادې د افغانستان ځان بسیاینې ته د مهم لومړیتوب په سترګه ګوري. ;
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس په پای کې ډاډ ورکړ، چې ټول مطرح شوي موضوعات به د مطلوبو نتایجو لپاره تعقیب کړل شی.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښن د دایکنډي له والي محترم الحاج مولوي تورجان سره وکتل. ;
د دې کتنې په پیل کې د دایکنډي والي محترم الحاج مولوي تورجان د یاد ولایت د اقتصادي، اجتماعي، سیمه ییزې حکومتولۍ او دغه ولایت ته د راستنېدونکو هیوادوالو د وضعیت تر څنګ د سیمه ییزو ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
د دایکنډي والي څرګنده کړه، د اسلامي امارت مسؤلین په یاد ولایت کې د امنیت د تأمین، د خدماتو وړاندې کولو او د خلکو په ځانګړي ډول د راستنېدونکو وطنوالو د ستونزو د حل په برخو کې شپه او ورځ هڅې کوي. ; ;
محترم الحاج مولوي تورجان د ښوونې او روزنې، روغتیا او انکشافي چارو په برخو کې د دغه ولایت د خلکو غوښتنې شریکې او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې یادو برخو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دایکنډي والي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د امنیت ټینګښت او د خلکو خدمت د اسلامي امارت له تعهداتو څخه دي او لازمه ده چې سیمه ییز مسؤلین په دې برخو په ځانګړي ډول د راستنېدونکو هیوادوالو وضعیت ته د رسیدګي په برخه کې جدي هڅې وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دایکنډي د ولسونو د غوښتنو په هکله وویل، اړوند ادارې به د شته امکاناتو په پام، ورته رسیدګي وکړي.#]]></description>
په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپور وړاندې کړ.
وروسته د کور او ښار جوړولو او لوړو زده کړو وزارتونو او د ملي پراختیا شرکت پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.]]></description>
                        <description><![CDATA[عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د جنوب زون د حاجیانو د معلمینو او بعثې اعضاوو لپاره په جوړ شوي پنځه ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال، د کندهار ولایت د ارشاد، حج او قافو رئیس، د جنوب زون د ارشاد، حج او اوقافو د ریاستونو رئیسانو او یو شمېر نورو علماء کرامو او مسؤلینو هم برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وې وکړې.
سیمېنار د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمېنار ګډونوالو ته مهمې توصیې، لازمې سپارښتنې او وینا وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، حج د الله تعالی یو عظیمه فریضه ده، ستاسو لپاره دوه اجرونه دي، یو مو خپل حج دی او بل مو د حاجیانو خدمت دی، د حج څخه مقصود د نفس اصلاح ده او د نفس د اصلاح لپاره حج فرض شوی دی، حج د الله تعالی لوی رحم دی او لویه مرتبه ده چې الله پاک یې کوم چاته توفیق ور کړي، د حج وروسته په حاجي کې تواضع او عاجزي پیدا کیدل د حج مبرور نښه ده.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړه، ډیر کوښښ وکړئ چې ښه کردار ادا کړئ او ښه خدمت وکړئ، په غفلت کې وخت درباندې تیر نه شي، نیتونه اصلاح کړئ، پر تاسو یو لوی امتحان دی، ځانونه خادمان فرض کړئ، تاسو اوس د خادمانو په حیث مشخص شوي یاست، نو ښه په اخلاص خدمت وکړئ، خلک ستاسي څخه د ډير خدمت توقع لري.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، د الله تعالی د دین او شریعت خدمت وکړئ، اوس الله تعالی یو ښه فرصت را وستلی دی او د خدمت زمینه یې راته برابر کړې ده، کوښښ به مو دا وي په هر څه کې چې د الله تعالی څخه کومک وغواړئ په ټولو کارونو کې به مقصود دا وي چې الله تعالی ښه راضي کړو.
هغه جناب وویل: د حاجیانو معلمینو او د بعثې اعضا مکلف شوي دي چې د حاجیانو ښه خدمت به کوي، اوس نو پر تاسو فرض شوه چې حاجیانو ته د حج اړوند په ټولو برخو کې لارښوونه وکړئ او په اداري امورو کې د دوی خدمت وکړئ، د حاجیانو معلمینو او د بعثې اعضاوو ته چې څه په سیمېنارو کې ویل شوي او کوم اصول چې د ارشاد حج او اوقافو دي، هغه دي په حج کې په صحیح طریقه سره عملي کړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، اکثره خلک د حج سره نابلده وي، تجربه یې نه لري، ناجوړه، عاجزه او سپینږیري خلک پکې وي، نو تاسو به د دوی په ټولو برخو کې مراقبت کوئ، تر څو د حج مناسک په ښه طریقه ادا کړي، په فضائلو یې پوه کړئ د مکروهاتو او مفاسدو څخه یې وساتئ، تاسو د دوی لارښوونکي او رهنمایان یاست نو کوښښ وکړئ چې ښه رهنمایي وکړئ، او حاجیانو ته دا پیغام ورسوئ، چې حاجي صاحبانو کوښښ وکړئ په ښه ډول د ټولو فرائضو، واجباتو، سننو، مستحباتو او ادابو سره حج ادا کړئ، د الله تعالی عبادت او ذکر ته متوجه شئ.
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې وویل: لويي مه کوئ، تواضع اختیار کړئ، خدمت د تواضع نښه ده، د مسلمانانو خدمت یو سعادت دی، کوم خدمت چې درته وسپارل شو، نو په ښه طریقه یې سرته ورسوئ، کوښښ وکړئ د خلکو ‌ذهني اصلاح وکړئ، په شرعي احکامو یې پوه کړئ، دا خلک اوس ستاسو په لاس کې دي، حاجیان ټول ستاسو خبرو ته غوږ نیسي، دا حاجیان مو تاسو ته د امانت په حیث در کړي دي، نو په ښه طریقه سره یې خدمت او پالنه وکړئ، په خپلو منځو کې دوامداره مذاکرې او نصیحتونه سره کوئ.
په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت او تعهد تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل زعامت او د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي وو او یو به.
مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پای
ته ورسید.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ازبکستان د درملو ادارې مسئول محترم عبدالله عزيزوف او ورسره پلاوي سره وکتل. ;
په دې ليدنه کې، چې د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو مرستيال محترم مولوي حمدالله زاهد هم حضور درلود، محترم عبدالله عزيزوف د افغانستان د درملو د وارداتو په برخه کې د خپل هيواد د سوداګرو او پانګوالو پانګونې ته د تياري خبر ورکړ.
نوموړي زياته کړه، يو شمېر ازبکستاني سوداګر او پانګوال افغانستان ته رسېدلي او په پام کې لري، چې د باکيفيته درملو په برخه کې په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې د ستونزو پر حل خبرې وکړي.
محترم عبدالله عزيزوف څرګنده کړه، د باکيفيته درملو واردات، وېش او د خلکو د باور خپلول زموږ په کاري لومړيتوبونو کې ځای لري او ژمن يوو، هماغه ډول باکيفيته درمل چې پخپل هيواد کې تولید او استفاده کوو، افغانستان ته يې هم وارد کړو. ;
نوموړي همداراز څرګنده کړه، موږ د لابراتواري تجهيزاتو د تأمين او د لابراتوارونو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو یوو. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان د درملو ادارې مسئول او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د باکيفيته درملو په برخه کې د ازبکستان پانګونه د دواړو هيوادونو تر منځ د اړیکو پياوړتيا لپاره ارزښتناک ګام وباله. ;
نوموړي زياته کړه، اسلامي امارت په کور دننه د ټولې پانګونې هرکلی کړی او پانګوالو ته يې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د باکيفيته درملو پر وارداتو ټينګار وکړ او وې ويل، د افغانستان او ازبکستان اړيکې په تر ټولو ښه حالت کې دي او د افغانستان اسلامي امارت لېوالتيا لري، چې په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې دغه اړيکې نورې هم پراخې شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۴۲ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
له بحث وروسته د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظور شوې او په ۱۴ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. همداراز د شپږو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. د دوه پروژو قراردادونه بیا له دې امله لغوه شول، چې ګټونکي شرکتونه د قرارداد مطابق په ټاکل شوو قیمتونو د پروژو بشپړولو ته حاضر نه وو او پرېکړه وشوه چې دغه پروژې دې بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې او ګټونکي شرکتونه دې د محرومیت کمېټې ته معرفي شي. دوه پروژې بیا له دې امله بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوې، چې په ازاده داوطلبۍ کې د شرکتونو له لوري وړاندې شوي قیمتونه د پروژو له تخمیني قیمتونو څخه ډېر زیات وو. همدارنګه د یوې پروژې په اړه بیا اړوندې ادارې ته هدایت وشو، چې په شرایطو د برابرو شرکتونو ارزونه دې بیاځلې ترسره او راپور دې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د پنجشیر ولایت د پوهنتون لپاره د لیلیې ودانۍ جوړول، د بدخشان ولایت د پوهنتون لپاره د طب پوهنځي د ودانۍ جوړول، له کونړ څخه تر نورستان پورې د غځېدلي سړک اول او دویم فازونو د چارو بشپړول، د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ، د فاریاب ولایت په بندر ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت په سپين غر ولسوالۍ کې د عمومي روغتونونو جوړولو او همدارنګه په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژې شاملې دي. منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.]]></description>
                        <description><![CDATA[‏د افغانستان اسلامي امارت محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا د صدراعظم محترم داتو محمد انور ابراهیم له خوا شوې اړيکه کې د سیمه‌ییزو انکشافاتو، په ځانګړي ډول د پاکستان او افغانستان پر وروستي وضعيت خبرې وکړې.
‏محترم رئیس الوزراء پر ايران د امريکا او اسرائيلو د يرغل په پايله کې په سيمه کې د ترينگلتياوو د زياتوالي له امله اندېښه څرگنده کړه.
‏الحاج ملا محمد حسن اخوند وويل، د ا.ا.ا. اصولي موقف واضح دی چې د تفاهم او گډې همکارۍ له لارې د مشکلاتو په حل باور لري‌ ‏او زياته يې کړه، چې د ا.ا.ا. د تېر کوچني اختر پر مهال د سعودي عربستان، ترکيې جمهوريت او قطر دولت په غوښتنه د دفاعي عملیاتو توقف ته په درناوي ښودلو خپل نېک نيت ثابت کړ.
‏محترم رئيس الوزراء وويل، چې تاوتريخوالی د هېڅ لوري په گټه نه دی او بايد له داسې اقداماتو څخه ډډه وشي چې د ترينگلتياوو د زياتوالي لامل کېږي او د ستونزو د حل لپاره بايد له حکمت او عقلانيت څخه کار واخيستل شي.
‏د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې په وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او هيله يې وښوده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ
‏د تاوتريخوالي لنډمهاله توقف دوام وکړي او شته ستونزې د مخلصانه تفاهم له لارې حل شي.
‏نوموړي زیاته کړه چې مالیزیا هڅې کوي چې له دواړو لوریو سره په تفاهم په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي.
‏محترم رئيس الوزراء د مالیزیا صدراعظم له هڅو د مننې ترڅنگ د ورته اړيکو پر دوام ټينگار وکړ.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پوهنې محترم وزارت لخوا د ۱۴۰۵ تعليمي کال د پيل په جوړو شويو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. ;
په دغو مراسمو کې، چې د اسلامي امارت د کابینې يو شمېر غړو او مسئولينو هم حضور درلود، د رياست الوزراء اداري مرستيال لومړی د دغو مراسمو جوړولو له امله د پوهنې محترم وزارت له رهبرۍ او مسئولينو څخه مننه وکړه او د نوي ښوونيز کال د پيلېدو له امله يې د پوهنې وزارت مسؤلینو، ښوونکو، زده کوونکو او د هغوی کورنيو ته مبارکي وويله. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، د پوهنې وزارت رهبري او مسئولين به د ټول افغانستان په مدرسو او ښوونځیو کې د باکيفيته ښوونيزو خدمتونو وړاندې کولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.
نوموړي همداراز د زده کوونکو والدینو ته په خطاب کې وويل، پر هغوی لازمه ده، چې د خپلو اولادونو د ښوونې او روزنې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي؛ ځکه د ښوونې او روزنې لپاره لومړی ځای د کورنۍ چاپېریال دی، چې پخپل ورځني چلند او کړو وړو د اولادونو په روزنه کې اساسي رول لري. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ښوونکو د زيار او مقام قدرداني وکړه او زیاته يې کړه، استادي يوه دنده نده، بلکې يو اسلامي، اخلاقي او ملي مسؤلیت دی، چې پر اساس يې د دې هيواد اولادونه روزل کېږي او اړتيا ده، چې په ټولو دورو لکه ابتدائيه، منځنۍ او لېسې کې ورته پاملرنه وشي او د هيواد د راتلونکي نسل د لا ښې روزنې لپاره دې د درسونو کيفيت لوړولو هڅه وشي. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال پخپلو خبرو کې زده کوونکي هم مخاطب کړل او وې ويل، هغوی دې له تعليمي او تحصيلي فرصتونو څخه په ښه ډول استفاده وکړي او خپل برکتي عمر دې په ښوونه او روزنه مصرف کړي. ;
نوموړي ټينګار وکړ، چې زده کوونکي دې له ښوونځیو وروسته وخت څخه په جوماتونو او له علمای کرامو څخه د قرانکریم او اسلامي علومو د زده کړې لپاره استفاده وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په پای کې وويل، اسلامي امارت د دې هيواد اولادونو ته د باکيفيته تعليمي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او د اسلامي امارت له مسؤلینو څخه يې وغوښتل، چې د تعليمي نصاب، درسي موادو، لابراتوارونو، د ښوونکو د ظرفیت لوړولو، له ښوونځیو څارنې او د تعليمي چارو پرمختګ په برخو کې هر اړخيزه هڅه وکړي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ او د اداري کمېسيون د غړو په ګډون د دې کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې ترسره شوه. ;
په پيل کې، ګومارل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل. ;
وروسته، د کورنیو چارو او پوهنې وزارتونو پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث او ارزونه وشوه.
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان د هندوانو او سیکانو شورا رئیس منجیت سنګ لامبه او یو شمېر غړیو سره په ارګ کې وکتل. ;
په دغه کتنه کې چې د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري هم حضور درلود، د افغانستان د هندوانو او سیکانو شورا رئیس په دغه کتنه د خوښي په څرګندولو سره د اسلامي امارت له مسئولینو مننه وکړه چې تل یې د دوی ستونزې او غوښتنې په غور اورېدلي او د حل کولو ډاډ یې ورکړی دی. ;
نوموړي وویل، افغان هندوان او سیکان خپل هیواد ته ژمن دي او همدارنګه یې د غصب شویو ځمکو او ملکیتونو، برېښنا او د یوناني طبابت د جواز په اړه د خپلو غوښتنو او وړاندیزونو د مطرح کولو ترڅنګ د کابل ښار په شور بازار کې د درمسال په اړه چې د سرک نقشه ورباندې راغلې، په تړاو یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل. ;
د ریاست‌ الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د افغانستان د هندوانو او سیکانو د شورا رئیس او غړیو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، په هیواد کې د نږدې پنځو لسیزو جګړو او ناامنیو له امله د نورو ستونزو ترڅنګ د ځمکو او جایدادونو د غصب ستونزې هم زیاتې دي او یوازې د افغان هندوانو او سیکانو نه، بلکې د نورو هیوادوالو ځمکې او جایدادونه هم غصب شوي دي چې د اسلامي امارت اړوندې ادارې او محاکم به په دې برخه کې خپل اقدامات وکړي. ;
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او غوښتنې به یې له اړوندو ادارو او مسئولینو سره د حل په موخه شریکې کړي او همدارنګه به د یوناني طبابت د جواز په هکله ستاسو وړاندیز د عامې روغتیا وزارت له مسئولینو سره شریک شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. ;
دې غونډې ته د مالیې وزارت د نویو عوایدي فرصتونو راپور وړاندې او تایید شو. د راپور له مخې، مالیې وزارت په مختلفو سکټورونو کې د عوایدو د زیاتوالي نوي فرصتونه په ګوته کړي، چې د هر فرصت لپاره د طرحو تر تاییدۍ او منظورۍ وروسته به په اوږدمهال کې د اسلامي امارت بودیجې شاوخوا ۶۰ میلیارده افغانۍ زیات عواید ولري.
د اقتصادي کمېسیون په دې نوبتي غونډه کې د معیار او کیفیت ادارې اړوند د داخلي معیارونو لپاره وړاندې شوې ۱۲ مسودې او د ازمایښت ۱۱ طریقې هم تایید شوې. دغه مسودې د ساختماني توکو، برېښنايي او طبي وسایلو او سامان آلاتو، نساجي، پلاستیک، لبنیاتو او همدارنګه د ازمایښت طریقې بیا د خوراکي او کرنیزو محصولاتو اړوند دي.
دې غونډې ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د انتقال د پایپ لین پروژې په اړه هم راپور وړاندې او د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شو. د راپور له مخې به مالیې وزارت د یادې پروژې د سروې او ډیزاین لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت ته بودیجه ځانګړې کړي.
 ;همداراز مالیې وزارت ته هدایت وشو، څو له شاه و عروس بند څخه د کابل ښار شمالي برخو ته د اوبو رسونې په موخه د اوبو رسونې امارتي شرکت ته ځانګړې شوې بودیجه انتقال او یاد ریاست یې د سروې او ډیزاین عملي چارې پيل کړي. دغه راز دې د اوبو رسونې امارتي شرکت د (ام ډي پي) اوبو رسونې پروژې د پاتې چارو د بشپړولو په موخه خپل تطبیقي پلان مالیې وزارت ته وسپاري او مالیې وزارت دې د تطبیقي پلان مطابق بودیجه ورته ځانګړې کړي. د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته هم هدایت وشو، څو په کابل ښار کې د اوبو رسونې پروژې د سروې او ډیزاین لپاره د اوبو رسونې امارتي شرکت ته بودیجه ځانګړې کړي.
د غونډې په پای کې د یو شمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې په اړه یې اړوندو ادارو ته لازم هدایت وشول.
پورته پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. ;
دې غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۷ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته د ۱۰.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوې او په ۷ پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلل.
 ;همداراز د څلورو پروژو په اړه ټاکل شويو کمېټو ته دندې وسپارل شوې، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. د دوه پروژو قراردادونه بیا له دې امله لغوه شول، چې ګټونکي شرکتونه د قرارداد مطابق په ټاکل شویو قیمتونو د پروژو بشپړولو ته حاضر نه وو او پرېکړه وشوه چې دغه پروژې دې بیا ځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شي. یوه پروژه بیا له دې امله بیا ځلې ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شوه، چې په ازاده داوطلبۍ کې د شرکتونو له لوري وړاندې شوي قیمتونه د پروژې له تخمیني قیمت څخه ډېر زیات وو. همدارنګه د یوې پروژې په اړه بیا اړونده ادارې ته هدایت وشو، چې د مختلط ټاکل شوي هیئت له لوري یې ترسره کړي.
همدا راز یو شرکت بیا د کاري تخلفاتو او ادارو د شکایتونو له امله د محرومیت کمېټې ته معرفي شو.
په منظور شویو او تعدیل شويو پروژو کې د قوش‌تیپې کانال دویم فاز، د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول، د فراه ولایت د مرکز اړوند د مسافرینو او باروړونکو موټرونو د ترمینل جوړول، د سمنګان ولایت د ایبک څخه روی دو آب پورې د ۲۰ کیلومتره سړک جوړول، د بدخشان ولایت په یاوان، د پکتیا ولایت په ډنډپټان او د هرات ولایت په ګلران ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي. ;
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د محترم الحاج ملا محمد فاضل اخوند د معرفي په مراسمو کې، چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان پر اساس د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير ټاکل شوی، ګډون او وينا وکړه. ;
په دې مراسمو کې چې د اسلامي امارت يو شمېر مسؤلینو هم حضور درلود، د رياست الوزراء اداري مرستيال د محترم الحاج ملا محمد فاضل اخوند د فعالیتونو او کړنو او د ملي دفاع وزارت د مرستيال په توګه د هغه د پخواني مسؤليت قدرداني وکړه او د نوموړي خدمتونه يې وستايل. ;
نوموړي همداراز د ټرانسپورټ او هوايي چلند د پخواني وزير محترم ملا حميدالله اخندزاده د زيار او هڅو ستاينه وکړه. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال دواړو محترمينو ته د لوی الله تعالی له دربار څخه په نويو مسؤليتونو کې د برياليتوب دعا وکړه. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي هيله وښوده، چې محترم الحاج ملا محمد فاضل اخوند له خپلو تجربو څخه په استفادې د زېربناوو پراختیا، د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ پیاوړتیا او د ځمکني او هوايي ټرانسپورټي خدمتونو د کيفيت لوړولو په برخو کې اغېزناک ګامونه پورته کړي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې ترسره شوه. ;
په پيل کې، ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل. ;
وروسته، د ماليې وزارت او د نفت او ګازو خپلواکې ادارې پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول. ;
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#]]></description>
                        <description><![CDATA[عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار ولایت د غونډو په تالار کې د کندهار ولایت د ولسوالیو د علماء کرامو لپاره په یوه لویه غونډه کې، چې په کې د کندهار والي، د چارو ادارې عمومي رئیس، د سرې میاشتي عمومي رئیس، د ستري محکمې نظامي معاون، د مرکزي دارالافتاء عمومي رئیس، د ستري محکمې قضایي معاون او یو شمېر نورو علماء کرامو او مسؤلینو هم حضور درلود، ګډون او وینا وکړه.
مجلس د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مجلس ګډونوالو ته مهمې توصیې، سپارښتنې او وینا وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله تعالی، ټولو علماء کرامو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، علماء کرام په شرعي، امورو کې د اُمت مشران او رهبران دي، د علماوو د شرعي حکمونو په اطاعت ټول اُمت او امیران مکلف دي، چې دوی به په شرعي امورو کې د علماوو څخه هدایت اخلي او مشوره به ورسره کوي.
هغه وویل: دین، اسلام او شرعي احکام علماوو ساتلي دي او علماء کرام به یې ساتي، په هر وخت کې خلکو د دین او اسلام د کمزوري کولو کوښښ کړی دی، د اسلام او شرعي احکامو د تحریفولو کوښښونه یې کړي دي، چې اوس هم دا کار روان دی، ترڅو د خلکو څخه اصلي مسیر ورک کړي، خو علماوو د شرعي احکامو د تحریف، تغیر او تبدیل مخه نیولې ده، وخت په وخت یې کتابونه، رسالې لیکلي دي او د خلکو ذهنونه یې جوړ کړي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپله دا مقابله کوله او د یهودیانو څخه به یې د اسلام دفاع کوله.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله تعالی وویل: علماوو ته یو دروند مسؤلیت الله تعالی په غاړه کې وراچولی دی، که علماء کرام کلک عزم او اراده وکړي، نو تر ډېره به منکرات له جامعې څخه ورک شي. که پر منبر او په داسې اجتماعاتو کې خلکو ته د منکراتو بد عواقب بیان کړو او شرعي احکام ورته وښیو، ډیر خلک به اصلاح شي. ځکه خلک مؤمنان او مسلمانان دي، نو دا د علماوو مسؤلیت دی چې د منکراتو مخنیوی وکړي، د افغانستان خلک متدین خلک دي، د اسلام په دفاع کې یې شهادتونه، زخمونه، زندانونه او ډول ډول تکلیفونه ګاللي دي، دا د علماوو مسؤلیت دی، چې د فتنو مخه به نیسي، د خلکو د ذهن او اخلاقو اصلاح به کوي، او د فساد مخنیوی به کوي.
هغه جناب وویل: زه د افغانستان د خلکو او علماوو ډېر شکر ګزاره یم، چې د اسلامي امارت اطاعت یې کړی دی او اطاعت کوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی څرګنده کړه: د اسلامي نظام بقاء، کامیابي او ساتنه په دیني علم پوري اړه لري او د اسلامي نظام مهم مسؤلیت دیني علم ته ترقي ورکول دي، چې دیني علم خپور او نشر شي او خلک په دین، اسلام او شریعت باندې پوه کړل شي، نو علماء کرام دي دیني علم تر خلکو ورسوي.
جناب عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی وویل، خلک اتحاد ته وهڅوئ، یو د بل اطاعت وکړئ، او په خپلو منځو کې مذاکره سره کوئ، نظام په تاسو جوړیږي او خرابیږي هم، که تاسو متوجه واست، نو دا نظام به جوړ وي، کوښښ وکړئ د جاهلیت رواجونه ختم کړئ، غفلت مه کوئ، مسؤلین باید شپه او ورځ خپل مسؤلیت ته متوجه شي او په عبثیاتو کې وخت تېر نه کړي، د دنیا د رتبې او منصب طمع مه کوئ، په اطاعت کې ستاسو ګټه ده، په اطاعت کې پر چا احسان مه اچوئ، په عامو خلکو کې د اطاعت روحیه پیدا کړئ، په اطاعت کولو سره اتفاق راځي او جماعت مو قوي کیږي.
مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو س
ره پایته ورسید.#]]></description>
                        <description><![CDATA[‏د افغانستان اسلامي امارت د کابینې پنځلسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ، پرون ترسره شوه.
‏په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئیس په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د کابل ولایت د ده‌سبز ولسوالۍ د تره‌خېلو تنګي سیمه کې د کابل ولایت اداري کمپلېکس د جوړولو څرنګوالي په اړه ارزونه وکړي، د اړتیا وړ وجوه دې په ګوته او راپور دې د تصمیم نېونې په موخه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي. ;
‏دغه راز د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په هېواد کې د روغتیايي برخې ارګانونو سره، د روغتیايي کادرونو د ستونزو او حل لارو موندلو په موخه غونډه وکړي او په دې اړه دې راپور د تصمیم نېونې په موخه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
‏غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د ۱۴۰۴ مالي کال د درېیمې ربعې په پای کې د مرکزي او ولایتي غیر مالیاتي عوائدو، د عوایدي فرصتونو او د عائدلرونکو پراختیايي پروژو د مصرف چمتو شوی راپور وړاندې شو، چې د تائید وړ وګرځېد. ;
‏همدا راز هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او ورسره د اړینو مرستو په اړه بحث وشو او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، چې ستونزو ته یې د رسېدنې په موخه حل لارې پیدا او اسانتیاوې رامنځته کړي. ;
                        <description><![CDATA[‏د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، نن په داسې حال کې چې د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر غړو او مسئولینو هم حضور درلود، د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د اېستلو د ۳۷ مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
‏د رياست الوزراء اداري مرستيال وویل، د ۱۳۶۷ هـ.ش کال د سلواغې ۲۶ د هیواد په تاریخ کې په زرین خط لیکل شوې، له همدې امله یې ټولو هیوادوالو ته مبارکي وویله او د ملي راډیو تلویزیون مسئولینو څخه یې د دې مراسمو د جوړولو مننه وکړه
‏محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د غویي د اوومې له کودتاه وروسته زرګونه علما په دښتو، پلیګونو او ډله ییزو قبرونو کې ژوندي خښ شول او د شوروي له تجاوز وروسته میلیونونه افغانان شهیدان، ټپیان، معلول، بې کوره او کډوال شول. افغانانو د تېر او تل په څېر تجاوز ونه مانه. د ډېرو سختیو او ستونزو په ګاللو سره د شوروي ځواکونو پروړاندې ودرېدل او هغوی یې له افغانستان څخه واېستل.
‏د رياست الوزراء اداري مرستيال زیاته کړه، متأسفانه له بریا وروسته مجاهدین د واک په سر په خپلو کې وجنګېدل او افغانان یې له سمتي، قومي، ژبنیو اختلافونو او نورو مصیبتونو سره مخ کړل.په همدې وخت کې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله له یو شمېر نورو مجاهدینو سره د افغانانو د خوندیتوب په موخه قیام وکړ. د اسلامي امارت واکمني او امنیت یې ټینګ کړ.
‏محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د لویدیځو اشغالګرو ځواکونو د تېری پرضد د جهاد پرمهال د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله، شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله او د عالیقدر امير المؤمنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله تر قيادت لاندې ډېر علما، مجاهدین او د اسلامي امارت مشران شهیدان او په ګوانتنامو او نورو زندانونو کې زنداني شول، مګر لله الحمد يو ځل بيا په هيواد کې اسلامي نظام حاکم شو.
‏د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، د اسلامي نظام له حاکمیت او ازادۍ وروسته د امير المؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د بښنې عمومي فرمان صادر، سراسري امنیت تأمین، نشه يي توکي له منځه یووړل شول، د شهيدانو او د مجاهدينو په مقابل کې د وژل شويو کسانو د کورنيو او يتيمانو کفالت وشو، سوالګر را ټول او له واقعي اړمنو سره مرستې وشوې، د معتادينو درملنه وشوه، په مرکز او ولایتونو کې انکشافي پروژې ترسره ، امنيتي او دفاعي ځواکونه تنظیم او وروزل شول او همداراز کډوالو ښه مديريت او په هیواد کې نور مهم کارونه او پرمختګونه ترسره شول.
‏محترم مولوي عبدالسلام حنفي افغانانو ته په خطاب کې وويل، د ازادۍ قدر وپېژنئ، د الله جل جلاله شکر اداء کړئ، خپل یووالی وساتئ او د اسلامي امارت مسؤلينو سره همکاري وکړئ. همدارنګه دې مسؤلین له هیوادوالو سره په تواضع او اسلامي اخلاقو چلند وکړي. له تکبر، غرور او هر ډول تعصب دې ځان وساتي او تر خپلې وسې دې د خلکو ستونزې حل کړي.]]></description>
وروست، د کورنيو چارو او عامې روغتیا وزارتونو پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث او ارزونه وشوه. ;
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د کابل – بګرام سړک د جوړېدو چارو د پيل پرانیسته وکړه.
محترم ملا عبدالغني برادر د کابل – بګرام سړک د کابل ښار له مهمو نښلوونکو لارو څخه وباله او ویې ویل، چې دا سړک کابل ښار له پروان او نورو شمالي ولایتونو سره نښلوي. ;
هغه زیاته کړه، دا سړک د نوي کابل ښار له اساسي ترانسپورټي زېربناوو څخه دی، چې د ښاري پراختیا، ټولنیزو فعالیتونو او اقتصادي اړخه مهم بلل کېږي.
نوموړي وویل، له بده‌ مرغه افغانستان په تېر کې په ډېرو سیاسي احزابو، قومي، سمتي او ژبنیو برخو وېشل شوی و، چې د ملي مشترکاتو د پیاوړي کولو په برخه کې یې لوی اکثریت له لاسه ورکړی و. ;
د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال وويل، اسلامي امارت د دې ستونزو د حل لپاره جدي هڅه کوي، ترڅو دا ټول بې مفهمومه تقسیمات له منځه یوسي او افغانان په داسې اسلامي او واحد ملي دریځ کې راټول کړي، چې د افغانستان سترې ګټې پکې خوندي وي. هغه وویل، په دې برخه کې یو بنسټیز کار تر شپږم ټولګي پورې د مدرسې او مکتب د نصاب توحید دی، چې اسلامي امارت وکړ.
د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال پر ټولو هیوادوالو غږ وکړ، چې د نورو له ړاند تقلید څخه لاسي واخلي، د هغوی تر اغېز لاندې رانشي او واقعیتونه غلط تفسیر نه کړي. ;
نوموړي وويل، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او هر څوک دلته په ارامه ژوند پر مخ وړلی، خپل هېواد ته راتللی او دلته پانګونه کولی شي. ;
هغه وویل: «موږ نه د چا مخه نیولې ده او نه د اسلامي امارت ظرفیت دومره کوچنی دی، چې هره فردي او جزوي مسئله جدي ونیسي.»
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سیمې او نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ، چې له افغانستان سره مثبت تعامل د اوسني وخت اړتیا ده او د سيمه‌ ییز او نړیوال اتصال د پیاوړي کولو او مشترکو پراختیايي اهدافو د تعقیب مهم رکن دی. ;
نوموړي زياته کړه، له دې حقیقت څخه سترګې پټول د مشترکو اساسي موخو تعقیب او ترلاسه کول کمزوري کوي او شته بالقوه فرصتونه په لوی لاس ضایع کوي. ټول هېوادونه د خپل جغرافیوي موقعیت، هوايي حریم، کاري قوې، خامو موادو او صادراتو او وارداتو له اړخه یو بل ته اړ دي او دا اړتیاوې هغه وخت په سمه توګه پوره کېدلی شي، چې د نړۍ هېوادونه د رسمي اړیکو په چوکاټ کې د تعامل جرأت وکړي، چې دا کار د ټولو په ګټه دی.
په پای کې د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال یو ځل بیا له هیوادونو وغوښتل، چې هر څوک باید د افغانستان له سرتاسري امنیت، اقتصاد محوره سیاست، د نورو هېوادونو په چارو کې د نه لاسوهنې، د سیاسي او اقتصادي تعامل پیاوړې ارادې او نورو ورته فرصتونو څخه لازمه ګټه واخلي او هڅه ونه کړي چې رامنځته شوي فرصتونه په تهدیدونو بدل شي.
د کابل ـ بګرام سړک ۶.۲ کیلومتره اوږدوالی او شاوخوا ۵۰ متره سور لري، چې ۴۵۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او مالي تمویل یې د اسلامي امارت له لوري کېږي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د ښار او کور جوړولو وزارت لخوا په نوي کابل ښار کې د کابل - بګرام سړک د عملي چارو پیل په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. ;
په دې مراسمو کې چې د رياست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کابينې يو شمېر غړو، امارتي مسؤلینو، د اړوندو ادارو استازو، انجينيرانو او د سيمې اوسېدونکو هم حضور درلود، په پيل کې د ښار او کور جوړولو وزارت مسؤلینو د پروژې اړوند تخنیکي جزئیات، د پروژې وخت او لګښت په اړه معلومات ورکړل. ;
دوی وويل، دا سړک په نوي کابل ښار کې له مهمو زیربنايي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې په تګ راتګ کې د ښه والي، د ترافيکي ګڼې ګوڼې کموالي او کابل - بګرام لويې لارې ته د خلکو د لاسرسي اسانولو ته زمينه برابروي. ;
وروسته د رياست الوزراء اداري مرستیال پخپلو خبرو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسؤلینو او کارکوونکو هڅې وستايلې او د دغه ډول پروژو تطبيق يې د ښاري پراختيا او د هيواد د زیربنايي وضعیت ښه والي لپاره مهم ګام یاد کړ. ;
نوموړي څرګنده کړه، چې اسلامي امارت په ټول هيواد کې د زېربناوو متوازن انکشاف ته ژمن دی او هڅه کوي، ترڅو د عام المنفعه پروژو د تطبيق له لارې خلکو ته د هوساينې زمينه برابره کړي. ;
همدارنګه محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول، د ښاري نظم تأمين، د ترانسپورټي شبکو پراختيا او د هيواد په مختلفو برخو کې د لويو او کوچنيو انکشافي پروژو تطبيق د اسلامي امارت له اساسي مسؤلیتونو څخه ګڼل کېږي او مسؤلين به په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.
د دې مراسمو په پای کې، رسماً په نوي کابل ښار کې د کابل - بګرام عمومي سړک د چارو پرانېسته وشوه او د عملي چارو پر چټکتیا يې ټينګار وشو.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دیني احکامو او زده کړو د ازموینې د پایلو د اعلان غونډه، نن له غرمې مخکې په سلامخانه ماڼۍ کې د محترم مفتي عبدالحنان محسن له لوري د عظیم الشان قران د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه.
په پیل کې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي محمدهاشم شهید ورور د وینا پرمهال وویل، د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی په خاص شفقت په ادارو کې په رسمي وخت کې د دیني احکامو زده کړې ته وخت ورکړل شوی، نو د دغو درسونو پابندي وکړئ، ارزښت او عملي جنبه ورکړئ او خپلو کورنیو ته یې ورسوئ.
ورپسې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع ګډونوالو ته په وینا کې وویل، د اسلامي امارت مشرتابه په ادارو کې د دعوت او ارشاد ریاست تشکیل په منظورولو سره خپل مسئولیت ادا کړی. د دیني مسایلو د زده کولو په برخه کې د مسوولینو هلې ځلې د قدردانۍ وړ دي. ;
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، دا یو ښه فرصت برابر شوی دی، د دعوت او ارشاد د درسونو او په جماعت د لمانځه ادا کولو پابندي وکړئ. ځانونه باید داسې برابر کړو چي الله تعالی او رسول اکرم (ص) راڅخه راضي شي. ;
ورپسې د منابعو او ادارې مرستیال محترم مفتي سیداحمد مستقیم وویل، دغه اسلامي نظام چې د الله تعالی په نصرت او د ډېرو زحمتونو او قربانیو په ګاللو رامنځته شوی دی، موخه یې د شریعت او دیني احکامو تنفیذ دی. له همدې امله باید د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی په هدایت د دعوت او ارشاد له لوري په ادارو کې تدریسېږي، باید هم ځانونه ورباندې پوه کړو، هم یې عملي کړو او هم د مافوق امرینو اطاعت وکړو.
ورپسې د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال محترم مولوي عبدالباري عاطف وویل، د شکر ځای دی چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې راټول او د هغه برخه یوو. نن د هیواد په هیڅ ګوښه کې د اسلام مقدس دین د اساساتو خلاف عمل نشي ترسره کېدلی. مسئولین د الهي اوامرو او نبوي احادیثو پابندي ته متوجه دي. د علماوو لارښوونې باید عملي کړو، ځکه زموږ د دنیا او اخرت ښېګڼې په کې نغښتې دي. ;
همدارنګه د غونډې په پای کې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دیني احکامو او زده کړو لومړۍ، دویمه او دریمه درجه ګټونکو ته د ډالیو له ورکړې وروسته د سپیدار ماڼۍ د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي منور له لوري د دعایې په ویلو سره غونډه پایته ورسېده.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه د یادې کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه.
په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ القرآن والحدیث مولوي دوکتور نور محمد ثاقب پر وخت د حاجیانو د لېږد، د حج مناسکو د تعلیم په موخه د معلمینو د استولو او د الوتنو د وختونو د تنظیم په اړه د یاد وزارت د اجرااتو په هکله راپور وړاندې کړ.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د افغانستان برېښنا شرکت او عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول.
د دې تړونونو له مخې به د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت د کابل ولایت په نغلو سیمه کې ۱۰۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا، د پروان ولایت په باریک اب سیمه کې ۱۰۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا، په غزني ولایت کې۱۳۰ مېګاواټه لمریزه برېښنا او همدارنګه په تخار ولایت کې ۱۶۵ مېګاواټه او په بغلان ولایت کې ۳۵۰ مېګاواټه د ډبرو سکرو برېښنا تولید کړي.
په یادو پروژو شاوخوا ۴۶۳ میلیون ډالر پانګونه کېږي، چې د لمریزې برېښنا پروژې به په دوه کلونو او د ډبرو سکرو پروژې به په درېیو کلونو کې بشپړې شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه. ;
غونډې ته د کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي وړاندې او له بحث وروسته تایید شوه. د کرنې او مالدارۍ سکټور میکانیزه کول، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د څېړنیزو او ترویجي سیسټمونو پراختیا، د اوبولګونې سیسټمونو مدیریت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې ملاتړ او باکیفیته کرنیزو او حیواني محصولاتو ته د خلکو لاسرسی د دې پالیسۍ اساسي موخې دي. ;
دغه راز په نننۍ غونډه کې د کبانو روزنې سکټور د پراختیا طرحه هم تر هراړخیز بحث وروسته تایید شوه. د دې طرحې له مخې به د هېواد په مختلفو سکټورونو کې د خصوصي سکټور د پانګونې له لارې په ۶۵۰۰ هکټاره ځمکه د کبانو د تولید او روزنې ۷۷۰۰ کوچني، متوسط او لوی فارمونه جوړ شي چې په تطبیق سره به یې په مستقیم ډول ۵۰ زره او په غیر مستقیم ډول ۲۵۰ زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
همدارنګه د غونډې په پای کې د یوشمېر تعقیبي موضوعاتو راپورونه هم وړاندې شول، چې په اړه یې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
 ;یادې پرېکړې د نهايي تصمیم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه ‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ اړوند د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ د اوولسمې دورې په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.
د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال د نظامي اکاډمۍ په تربیتي دوره کې د مسلکي زده کړو ترڅنګ د ملي دفاع، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي حاکمیت د اهمیت په اړه د زده کړو له امله فارغانو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل، چې دا روحیه او زده کړه د اسلامي او لوړو افغاني ارزښتونو د ساتنې لپاره په عمل کې ثابته او د اسلامي نظام او خاورې له لوېشت لوېشت څخه په کلکه دفاع وکړي.
محترم ملا عبدالغني برادر د نیتونو پر اصلاح، د تقوا پر اختیارولو او د هیوادوالو پر خیال ساتلو هم ټینګار وکړ.
محترم ملا صاحب وویل، اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې په سیمه ییز او نړیوال مشارکت باور لري او د خپلو اصولو په چوکاټ کې له هر هیواد سره تعامل ته ژمن دی. ;
هغه ټینګار وکړ، چې د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره لازمه ده، ترڅو هیوادونه د یو او بل ارزښتونو او حریمونو ته درناوی ولري.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پانګوالو ته زېری ورکړ، چې په نږدې ورځو کې به اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکتورونو کې د پانګونې اندازې ته په کتو له یو تر پنځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي. ;
نوموړي زياته کړه، په دې سره به له یوه لوري نوي سکتورونه پرمختګ وکړي او له بل لوري به د هیواد په اقتصادي وده او خودکفایۍ کې پام وړ اغېز ولري. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته جدي هدایات شوي چې د کوچني، متوسط او لوی صنعت لپاره د ځمکو د توزیع پروسه ګړندۍ او لازم امکانات ورته برابر کړي.
د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال همداراز وویل، اسلامي امارت او ننني افغانستان خپلې پالیسۍ پر هغو نهادونو بناء کړې دي، چې اساس یې اسلامي شریعت دی. ;
هغه زیاته کړه: «افغانستان نه چاته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني. خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي. تاریخ ګواه دی چې دا هېواد غوړه ګوله نه؛ بلکې د زقوم ونه ده؛ د مُعَمَّرو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، نو مولود ماشومان به یې هېڅکله هضم نشي کړای.»
په پای کې محترم ملا صاحب له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې دې له افغانستان سره د تعامل هڅه وکړي او هغه انرژي او امکانات، چې د یو او بل په تخریب ضایع کېږي، ښه ده چې د یو او بل په ملاتړ او د مشترکو ټکو په پیاوړي کولو مصرف شي.#]]></description>
دې غونډې ته بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په مقابل کې له یو څخه تر لسو کلونو پورې د افغانستان د اقامې د ورکړې موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هر اړخیز بحث وروسته تایید او په اړه يې ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د پانګونې مقدار ته په کتو د اقامې د ورکړې وخت په کټه‌ګوریو ووېشي او د موضوع د ټولو اړخونو په پام کې نیولو سره خپل راپور د اقتصادي کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د هېواد په ګمرکونو کې د تیر (TIR) عملیې د پیل او پای د پلي کېدو پر موضوع هم بحث وشو. د دې موضوع د هر اړخیزې ارزونې په اړه کمېټه وټاکل شوه، څو خپل راپور په ټاکلي وخت اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
همداراز د غونډې په پای کې د لاله او صدف ښارګوټو په اړه ټاکل شويو کمېټو د خپلو ارزونو راپورونه هم وړاندې کړل. د یادو راپورونو په پام کې نیولو سره له اړوندو ادارو څخه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو ښارګوټو موضوعات په هراړخیز ډول وڅېړي او راپورونه یې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.#]]></description>
په پيل کې، ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل. ;
ورپسې د عامې روغتیا اود مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو او د چارو ادارې اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول. ;
                        <description><![CDATA[محترم داکتر ملا عبدالواسع رئیس عمومی دفتر مقام ریاست الوزراء امارت اسلامی افغانستان قبل از ظهر امروز در مراسم معرفی معاون جدید ارتباطات عامه و استراتیژیک ریاست عمومی دفتر مقام ریاست الوزراء، اشتراک و سخنرانی کرد.
در این مراسم که شیخ الحدیث مولوی نورالحق انور رئیس عمومی اداره امور و شمار دیگری از مسئولین ادارات مختلف امارتی نیز حضور داشتند، مراسم با تلاوت آیاتی چند از قرآن عظیم الشان آغاز گردید.
سپس احکام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی در خصوص تقرر معاون جدید ارتباطات عامه و استراتیژیک ریاست عمومی دفتر مقام ریاست الوزراء و رئیس جمع آوری و تنظیم آثار جهادی قرائت گردید که در آن به آنان توفیق در راستای خدمات بیشتر استدعا شده بود. ;
رئیس عمومی دفتر مقام ریاست الوزراء به اشتراک کنندگان این مراسم طی سخنانی، گفت: تغییرات یک اصل اداری است که بر اساس هدایت رهبری امارت اسلامی به منظور خدمات بیشتر صورت می گیرد، الله تعالی به محترم قاری عبدالستار سعید و محترم مولوی عبدالباری عاطف، توفیق در راستای خدمت بهتر در امور مربوطه عنایت فرماید. ;
محترم داکتر ملا عبدالواسع از خدمات و کارکردهای محترم قاری عبدالستار سعید معاون پیشین ارتباطات عامه و استراتیژیک ابراز قدردانی کرد و به محترم مولوی عبدالباری عاطف معاون جدید این معاونیت، آرزوی موفقیت نمود و از همکاری های خویش اطمینان داد.
همچنان در این مراسم شیخ الحدیث مولوی نورالحق انور رئیس عمومی اداره امور گفت که مسئولین امارت اسلامی همیشه فیصله های بزرگان خویش را لبیک می گویند، به هر ادارۀ که میروند، بالای همکاران باور می کنند، نظریات و پیشنهادات شان را می شوند و آنان را در جهت شریک سازی مشوره ها تشویق می نمایند، زیرا مشوره اصل اسلامی می باشد که در آن خیر زیاد و نصرت الله (ج) نهفته است.
وی از خدمات و کارکردهای مولوی عبدالباری عاطف معاون پیشین ریاست عمومی ادارۀ امور نیز تقدیر کرد. مراسم با دعای خیر به پایان رسید.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د کابینې څوارلسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشري پرون تر سره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه پکې د هیواد په لوړو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او ځینې پریکړې وشوې.
پهغونډه کې د پراختیایي بودجې د مصرف راپور تایید او اړوندو اداراتو ته لارښوونه وشوه، چې پراختیایي بودجه په پلان شویو پروژو کې پر وخت مصرف او پراختیایي چارې دې په ښه توګه له پلان سره سمې پر مخ یووړل شي. ;
دغه راز په یاده غونډه کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په اړه بحث وشو او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، چې ستونزو ته د رسېدنې په موخه دې حل لارې وموندل شي. ;
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د هیواد د خصوصي پوهنتونونو ټولنې له مسؤلینو او غړو سره په ارګ کې وکتل. ; ;
په دې کتنه کې چې د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري هم حضور درلود، د خصوصي پوهنتونونو ټولنې رئیس احمدجان پوپل او پوهندوی دوکتور خالداحمد حبیب د نورو په استازولي خبرې وکړې او په مرکز او ولایتونو کې یې خصوصي پوهنتونونو ته د ځمکو د وېش، د برېښنا د بیې د کمښت، د ښاروالۍ د صنفي جواز د معافیت، د امکان تر حده د مالیې د تخفیف او د خصوصي تحصیلي او تعلیمي سکتور لپاره د ځانګړې خونې د ایجادولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع دوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، پوهنتونونه او ښوونیز بنسټونه د ټولنې پرمختګ، هوساینه او وړتیا لوړولو کې پیاوړی رول لري. ;
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع دوی ته په خطاب کې وویل، ستاسې موخه او اراده باید سوداګري نه، بلکې د افغانستان ځورېدلي ولس ته خدمت وي، ځکه د علم رسول زموږ او ستاسې شریک رسالت دی او صادقانه یې اداء کړو.
په پای کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس دوی ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې او وړاندیزونه به یې د حل په موخه له اړوندو ارګانونو سره شریک شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رئیس، مرستیال او یو شمېر رهبري غړو سره وکتل. ;
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې رئیس الحاج بهرام خان ځدراڼ په دې کتنه خوښي څرګنده او مننه یې وکړه چې د هیواد د نورو اقشارو په څېر د دوی غوښتنې او وړاندیزونه تل په غور اورېدل شوي او د حلولو لپاره یې دوامدارې هڅې شوې دي.
 ;نوموړي د پولي خدمتونو په برخه کې د شهزاده سرای د صرافانو رول ته په اشارې د افغانۍ د ارزښت او ثبات په ساتلو کې د صرافانو د هلو ځلو یادونه وکړه او همدارنګه یې د یادې اتحادیې ځنې ستونزې او غوښتنې هم مطرح او په لیکلې بڼه شریکې کړې. ;
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د افغانۍ د ارزښت او ثبات په ساتلو کې د صرافانو هڅې د ستاینې وړ دي او په وینا یې شهزاده سرای چې په ټول ملت پورې اړه لري ، هلته د نظم او اصلاحاتو راتګ، د هیواد پر اقتصاد مثبت اغېز لري ، نو د خپل مقام او حیثیت ساتلو ته یې باید لا زیات پام وشي. ;
نوموړي د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو اتحادیې له مسئولینو او غړو وغوښتل چې خپلمنځي مسایل په اتفاق، نرمي او یو د بل په همکاري حل کړي، څومره چې متقابل درناوی موجود وي، نو هغومره به ستونزې او مسایل کم وي. همدارنګه یې هغوی ته ډاډ ورکړ چې پر غوښتنو او وړاندیزونو به یې غور وشي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د شمال او شمال ختیځو ولایتونو یو شمېر ځوانانو سره په ارګ کې وکتل. ; ;
په پیل کې، د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري دغو ځوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ځوانان د ملت او حکومت ترمنځ د پُل حیثیت لري او هماغسې چې د خلکو ستونزې له حکومت سره شریکوي، د نظام غږ هم باید تر ملت پورې ورسوي. ;
ورپسې، فخرالدین فخري، سید عمران مجددي او سید صدیق الله صارم د نورو ځوانانو په استازیتوب د ځوانانو د علمي سطحې لوړولو، پر ځوانانو پانګونې، د نوښتګرو او معلولو ځوانانو ملاتړ او په یادو ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو تجهیزاتو ته د پاملرنې په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل. ;
د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او سالمه روزنه یې د سالمې ټولنې د رامنځته کېدو ضمانت کوي. ;
ډاکتر ملا عبدالواسع زیاته کړه، هماغسې چې ځوانانو د اشغال پر وړاندې پخپل قوي هوډ مبارزه وکړه، اوس یې د اسلامي نظام ساتنه کې هم رول مهم دی. ;
نوموړي دېته په اشارې چې ځوانان باید ملي نظریه ولري او په وحدت هیواد ته کار وکړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت پالیسي کې تعصب نشته. ;
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس وویل، د اسلامي نظام له راتلو سره سراسري امنیت تأمین شوی او په ټول هیواد کې اقتصادي فعالیتونه او د انکشافي پروژو کارونه روان دي. ;
په پای کې، محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د شمال او شمال ختیځو ولایتونو ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې پر غوښتنو او وړاندیزونو به یې غور وشي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په هرات کې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مردوف سره وکتل.
د دې لیدنې پرمهال د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د اوبو او انرژۍ وزیر الحاج ملا محمد یونس اخوندزاده، د ترکمنستان د ترانسپورټ او ریل پټلۍ وزیر، د دولت وزیر او د ترکمن ګاز دولتي شرکت رئیس او یو شمېر افغان او ترکمن مسؤولینو هم حضور درلود.
په دې لیدنه کې د دواړو لوريو ترمنځ د ټاپي، ټاپ، د اوسپنې پټلۍ او برېښنا پروژو په اړه خبرې وشوې.
د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، د ټاپي پروژې پيل د افغانستان، ترکمنستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړې او په دې پروژه کې د سعودي عربستان دلتا انټرنېشنل کمپنۍ هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. ;
د محترم ملا صاحب په خبره، دلتا انټرنېشنل کمپنۍ لېواله ده چې د ټاپي پروژې د ګازو اخیستلو، د ترکمنستان د لوی ګازي بلاک د ظرفیت لوړولو، د هرات ولایت له ګذرې ولسوالۍ څخه د کندهار ولایت تر سپين بولک ولسوالۍ، له سپين بولدک بیا د هند تر پولې د ګازو د پایپ لاین جوړولو او غځولو، د پاکستان په ګوادر بندر کې د ګازو د ستر او عصري مرکز جوړولو په برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه له ترکمنستان څخه وغوښتل، چې د تورغونډۍ – هرات ریل پټلۍ پروژې د جوړېدو په اړه افغانستان ته خپل دریځ روښانه کړي؛ ځکه د دې پروژې د تطبیق لپاره قزاقستان هم قوي لېوالتیا لري.
هغه همداراز د افغانستان له لوري د ټاپ پروژې د لارنقشې د نهايي کېدو لپاره بشپړ چمتووالی وښود او د دې ترڅنګ یې بالا مرغاب، خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا انتقال او د سیمه ییز اتصال د نورو پروژو د پيل لپاره د افغانستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ. ;
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ په روانو پروژو کې افغانانو ته د کاري زمینې د برابرېدو په اړه هم ټینګار وکړ.
ورپسې د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مردوف خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه يې مننه وکړه، چې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره یې ښه زمینه برابره کړې ده. ;
نوموړي وويل، د روان میلادي کال تر پایه به د دې پروژې کارونه د هرات ولایت تر مرکز پورې راورسیږي.
نوموړي په ټاپي پروژه کې د بهرنیو شرکتونو د پانګونې له لېوالتیا هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې اړه باید له نږدې ورسره کار وشي.
همداراز هغه د ترکمنستان له لوري د تورغونډۍ – هرات ریل پټلۍ پروژه کې هم پانګونې ته چمتووالی وښود او وې ویل، عملاً یې په تورغونډۍ کې کارونه پيل کړي. ;
نوموړي زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی چې له پنځو لارو افغانستان ته برېښنا انتقال او ظرفیت یې لوړ کړي. ;
پردې سربېره د دواړو لوريو ترمنځ د سوداګرۍ پراخېدو، بانکي همکاریو، کاري فرصتونو پر ایجاد او په مختلفو برخو کې د اقتصادي پروژو د مدیریت په اړه د ګډ کار کولو په اړه هم خبرې وشوې. ;
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو له لوري د روانو پروژو د کاري پرمختګونو په اړه تفصیلي معلومات هم له ګډونوالو سره شریک شول.#]]></description>
په پیل کې ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. ;
ورپسې د ښاروالیو قانون د مسودې په اړه هر اړخيز بحث او ارزونه وشوه او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول. ;
د ښاروالیو د نوي قانون په مسوده کې د نورو موضوعاتو تر څنګ، د ښارونو پر پاکوالي او شنه کولو، د شنو ساحو پر ساتنې او د ښاري چاپېريال د وضعیت په ښه کولو کې د ښاروالیو پر رول ټينګار وشو او په دې برخه کې عملي لارې چارې وارزول شوې. ;
د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د غونډې په پيل کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه کمېسیون د رامنځته کېدو پر اصلي هدف او همدارنګه د تېرو درېیو کلونو پرمهال له کابل ښار څخه د سوالګرو راټولولو پروسې پر ارزښت خبرې وکړې. ;
محترم ملا صاحب وویل، د دغه کمېسیون د غړو ادارو د هڅو په پایله کې له کابل ښار څخه تر ډېره سوالګر راټول شوي او له مستحقو سوالګرو سره د اسلامي امارت له لوري په میاشتني ډول نغدي او د خوراکي توکو مرستې شوې دي.
ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د مسوولینو له لوري د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون له کړنو څخه د نظارت راپور غونډې ته وړاندې شو. ;
د راپور له مخې، په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو پروسې له پيل راهیسې ۷۴۹۶۸ سوالګر راټول شوي، چې له دقیقې ارزونې وروسته یې ۳۷۹۴۷ مستحق او ۳۷۰۲۱ بیا حرفوي سوالګر پېژندل شوي. مستحق سوالګر افغاني سرې میاشتې ته ورپېژندل شوي، چې په میاشتني ډول ورته د بانکي حسابونو له لارې پیسې حواله کېږي. همدا ډول یوشمېر مستحق سوالګر بیا د درملنې په موخه د عامې روغتیا وزارت او ځینې بیا د کارموندنې په موخه کابل ښاروالۍ ته ورپېژندل شوي.
په راپور کې د دغه کمېسیون د ترسره شوو فعالیتونو ترڅنګ په یوشمېر برخو کې موجودې ستونزې هم له ګډونوالو سره شریکې شوې.
د راپور له اورېدو وروسته د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه کمېسیون ټولو غړو وزارتونو او ادارو ته جدي سپارښتنه وکړه، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري «د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون» منظور شوی طرزالعمل په ښه ډول عملي او تطبیق کړي. ;
محترم ملا صاحب زیاته کړه، په لومړیو کې په کابل ښار کې د سوالګرو شمېر تر ډېره کم شو؛ خو په دې وروستیو کې یوځل بیا څه ناڅه زیات شوی چې جدي تعقیب او کار ته اړتیا لري. ; ;
همدارنګه پرېکړه وشوه چې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په مشرۍ به د دغه کمېسیون غونډه په میاشت کې یوځل ترسره کېږي او د خپلو فعالیتونو راپور به د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ته وړاندې کوي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي جوزجان ولایت ته د سفر په جریان کې نن له غرمې مخکې د یاد ولایت له یو شمېر علماوو، متنفذینو او تاجرانو سره وکتل. ;
په دې کتنه کې چې د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي او نورو سیمه ییزو مسئولینو هم حضور درلود، په پیل کې یادو علماوو، متنفذینو او تاجرانو د دې ولایت د کلي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د امنیت د تامین او خلکو ته د خدماتو برابرولو په برخه کې یې د مسئولینوهڅې وستایلې. ;
هغوی د اسلامي امارت په لاسته راوړنو او فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او همدارنګه یې د دې ولایت په مختلفو برخو کې د پراختیايي پروژو تطبیق او د ښوونیزو او روغتیایي مرکزونو جوړولو ته د مسئولینو د پاملرنې غوښتنه وکړه. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، د هیوادوالو د ستونزو حل او د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت له اساسي مسئولیتونو څخه دي او مسئولین له ځنډ پرته په دې برخه کې کوښښ کوي. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت په ټولو په ځانګړې توګه د پراختیایي چارو، ښوونې او روزنې او روغتیا برخو ته ځانګړې پاملرنه لري او د هیواد د ودې او پرمختګ په برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د علماوو، متنفذینو او تاجرانو د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام رسیدګي کړې او په هغه اړه به لازم اقدامات وکړي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. دې غونډې ته ۳۳ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. ;
له بحث وروسته د شاوخوا ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور شوې او په ۷ پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغلل. همداراز یوه پروژه بیا ځلې پرانیستې ملي داوطلبۍ او بله پروژه د ګټونکي شرکت د مخکنیو کاري نیمګړتیاوو له امله معطل شوه. د دغه شرکت د ټولو موجودو قراردادونو د هراړخیزې څېړنې لپاره کمېټه وټاکل شوه، څو له څېړنې وروسته خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
 ;دغه راز یوه پروژه بېرته اړوند وزارت ته د تدارکاتي ستونزو له امله اعاده او د دوو پروژو د قیمتونو په اړه ټاکل شويو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې په اړه يې له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکېنرونو اخیستل، له ګردیز څخه تر خوست پورې د عمومي سړک ترمیم، د غزني او فراه ولایتونو د امنیه قومندانیو لپاره د ودانیو جوړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د اوبو لګولو د تفصیلي ډیزاین او امکان سنجۍ مطالعات، د سرپل ولایت د سانچارک، سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې، د کندوز ولایت په قلعه ذال، د هلمند ولایت په ګرشک، د پروان ولایت په شینوارو، د فراه ولایت په پرچمن، د خوست ولایت په لکڼ، د تخار ولایت په ورسج، د کاپیسا ولایت په آله سای، د کابل ولایت په شکردرې او د بدخشان ولایت په درایم ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو ترڅنګ په بېلابیلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع یو شمېر پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ د جامعیۀ دارالعلوم مدرسې او د دارالحفاظ عمري د درېیمې دورې فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب والي محترم مولوي عبدالاحد فضلي، شیوخ کرامو، علماؤ او د یاد ولایت مسئولینو هم حضور درلود، په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال ټولو فارغانو، د دوی کورنیو، د مدرسې مسؤلینو، علماؤ او استادانو ته مبارکي وویله او وې ویل، دیني علماء د ټولنې په اصلاح، د اسلامي ارزښتونو په ترویج او د خلکو ترمنځ د یووالي په ساتنه کې اساسي رول لري.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زیاته کړه، د دیني علومو زده کړه په ځانګړي ډول د قران کریم حفظ او د نبوي احادیثو زده کول علماؤ ته ستر مسؤلیت ورله غاړې کوي او لازمه ده چې فارغان په اخلاص، تقوا او په خپل علم پر عمل کولو دین او ټولنې خدمت وکړي.
همداراز محترم مولوي عبدالسلام حنفي د یادې مدرسې د مسؤلینو او استادانو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت د علمي او دیني بنسټونو ملاتړ کوي او د تعلیمي مرکزونو ودې او پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د یادونې وړ ده چې په دې دوره کې ۴۴ تنه د قران کریم حافظان او د حدیثو دورې علماء په بریالي توګه فارغ شول.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې فاریاب ولایت ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت له یو شمېر تاجرانو او پانګوالو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزیر محترم مولوی عطاءالله عمري، د فاریاب والي محترم مولوی عبدالاحد فضلي او د یاد ولایت یو شمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود، تاجرانو او پانګوالو د مسئولینو د خدماتو او د اسلامي امارت له لوري د سوداګري او پانګونې لپاره د لازمو اسانتیاوو په برابرولو خوښي څرګنده کړه او دا مهم اقدامات یې د ټولو افغانانو په ګټه وبلل.
هغوی د امنیت تأمین د خلکو د خوښي سرچینه وباله او زیاته یې کړه، په هیواد کې د سوداګري او پانګونې د ښو فرصتونو رامنځته کېدل د زیاتو داخلي او بهرنیو تاجرانو او پانګوالو د هڅونې لامل شوی.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت اقتصادي ودې او په هیواد کې د پرمختګ د زمینو رامنځته کېدو ته ژمن دی او کوښښ کوي په دې برخه کې ارزښتناک اقدامات وکړي. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت ټول هغه موارد چې په هیواد کې د سوداګري او پانګونې د ځلېدو لامل کېږي، ارزولي او د تاجرانو او پانګوالو د ملاتړ لپاره به لا زیات مهم ګامونه واخلي.
محترم مولوی عبدالسلام حنفي همدارنګه د راستنو شویو مهاجرینو موضوع ته اشاره وکړه او له ټولو هیوادوالو په ځانګړې توګه له تاجرانو او پانګوالو یې وغوښتل چې د خپل توان په اندازه له مهاجرینو سره مرسته وکړي، ترڅو سوړ ژمی له ستونزو پرته تېر کړي او ورځني ژوند ته دوام ورکړي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې وروسته سرپل ولایت ته سفر وکړ او د دې ولایت کډوالو ته يې د مرستو وېش بهير پرانیست. ;
په دې سفر کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاء الله عمري، د علماوو شورا رئيس او د سرپل ولایت يو شمېر محلي مسئولينو هم د نوموړي ملتيا کوله. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، د کډوالو ستونزو ته رسيدګي د افغانستان اسلامي امارت له اساسي مسؤلیتونو څخه دي او اړتيا ده، چې مسؤلين د هغوی د ستونزو له منځه وړلو لپاره دوامداره هڅه وکړي. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د اشغال پر مهال ډېر هيوادوال د خپل دين، ناموس او حیثیت ساتلو لپاره کډوال شول او ډېرې ستونزې يې وليدې، خو متأسفانه د ګاونډيو هيوادونو لخوا د ګاونډيتوب او نړيوالو قوانينو خلاف په جبر اخراج شول او سمدستي همکاريو ته اړتيا لري.
د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبت الله اخندزاده حفظه الله تعالی په لارښوونه کډوالو ته د مرستو وېش بهير پيل شو، چې دا کار د هغوی د لومړيو اړتياوو پوره کولو لپاره اغېزناک واقع کېدای شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي راستنو شويو کډوالو ته په خطاب کې وويل، تاسو سختې ورځې تېرې کړې دي، د افغانستان اسلامي امارت به ستاسو د ملاتړ لپاره له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي او له شک پرته د مسؤلينو د دوامداره هڅو په پايله کې به ستاسو ستونزې حل شي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د خپلو خبرو په پای کې له هيوادوالو وغوښتل، ترڅو راستنو شويو او نورو اړمنو هيوادوالو سره په مرسته او همکارۍ کې برخه واخلي، چې هغوی په دې ژمي کې له ستونزو سره مخ نشي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع او یو شمېر نورو وزیرانو او امارتي چارواکو په حضور کې، د اسلامي امارت د قلمي او فرهنګي مبارزینو ستاینغونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه. ;
یاد مراسم چې د قرانکریم په څو مبارکو ایتونو پیل شول، د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د نظام په استحکام کې د قلمې مبارزې پر ارزښت خبرې وکړې او وې ویل، قلم هغه مقدسه او ارزښتناکه وسیله ده چې د ټولنې په اصلاح او د وګړو په فلاح کې ډېر اغېزناک رول لري، خو په دې شرط چې د قلم تقدس او معنویت وساتل شي. د شخصي اغراضو او هغو وړو موخو لپاره ونه کارول شي چې د اسلام د مبارک دین له اساساتو، انساني کرامت، د ټولنې او اسلامي ارزښتونو او منل شویو عنعناتو سره په ټکر کې وي.
ډاکتر ملا عبدالوسع په تېر جهاد او اوس د نظام ساتنه کې د قلمي مبارزې ارزښت د درک وړ وباله او زیاته یې کړه، مبارزین دې د اسلامي امارت دریځ، لومړیتوبونه، په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه او لاسته راوړنې برجسته کړي. د هیوادوالو د سعادت په موخه دې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی مهمې توصیې، اساسي پیغامونه او سپارښتنې په داسې فصیح انداز بیان کړي، چې هیوادوال یې په اسانۍ درک کړي او خپل رغنده وړاندیزونه او نېکې مشورې دې په احسنه طریقه له مسئولینو سره شریکې کړې.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د ټولنې د اصلاح، د خلکو د اذهانو د روښانولو او د نظام پر وړاندې مسئولیتونو ته قلمي مبارزین متوجه کړل او ورته یې سپارښتنه وکړه، چې د هیواد د دښمنانو بې اساسه تبلیغات او ګونګوسې خنثی کړي.
وروسته قاري احمدالله سعید خوستي خبرې وکړې او وې ویل، د دغو مراسمو د جوړولو هدف تر فتحې وړاندې د هغو مبارزینو ستاینه ده، چې د اسلامي نظام د قیام او د اشغال د محوه کولو لپاره یې قلم پورته کړی و.
نوموړي زیاته کړه، زموږ مبارزه یوازې په وسله نه وه، بلکې د قلم سنګر فعاله ساتل او د عامه افکارو مدیریت هم و. پخوا به یوازې له منبر څخه ډېره استفاده کېده او اوس د منبر ترڅنګ له ټولنیزو رسنیو او نورو ارتباطي وسایلو څخه استفاده مهمه او حیاتي ده. ;
قاري سعید خوستي وویل، اوسمهال اړتیا ده چې له دفاعي حالت څخه د تهاجمي حالت پر لور ولاړ شو او د عمراني او لویو زېربنایي پروژو جوړول، د سوداګرۍ او ټرانزیټ او نړۍ سره د اړیکو پراختیا ته ډېر انعکاس ورکړو.
وروسته د ورزش، بدني روزنې او المپیک کمېټې رئیس احمدالله وثیق د دغو مراسمو پر جوړولو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل، څه موده وړاندې یې له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره لیدنه درلوده او هغه هم د اسلامي امارت د مبارزینو د فعالیتونو پر دوام د ټینګار ترڅنګ وویل، په دې برخه کې باید ارزښتناک کارونه ترسره شي. ;
نوموړي څرګنده کړه: دا چې د مغرضو رسنیو لخوا د اسلامي امارت پر وړاندې منفي تبلیغات زیات شوي، باید د دغو تبلیغاتو د دفع او ردولو لپاره د مبارزې ډګر لا زیات پیاوړی کړو او د اسلامي امارت د قلمي او فرهنګي مبارزینو لپاره باید د فکري انسجام یو مرکز جوړ شي. ;
ورپسې د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد خبرې وکړې او وې ویل: شرعي نظام او د اسلامي امارت زعامت قلمي او فرهنګي مبارزې ته ځانګړې توجه لري. د اسلامي امارت قلمي او فرهنګي مبارزینو د اشغال په ۲۰ کلونو کې څو جبهې ګرمې ساتلې وې او د جهاد د مشروعیت ساتلو، د خلکو ارادې مدیریت، پر باطل د حق بري څخه ډاډ، د دښمن له جنایتونو څخه پرده پورته کول او د مجاهدینو د اتلولیو برجسته کولو په برخو کې یې ارزښتناکې هڅې وکړې. ;
نوموړي وړاندیز وکړ، چې د فرهنګي او قلمي مبارزې او د شرعي نظام د پالیسۍ او فعالیتونو د انعکاس لپاره باید له معاصرې ژبې او ټکنالوژۍ څخه په پیاوړي ډول استفاده وشي. ;
په دې مراسمو کې دوکتور لطف الله خیرخواه په یوویشتمه پېړۍ کې اسلام ته ورپېښ ګواښونه تشریح کړل او د ځوانانو او مبارزینو پر بېدارۍ یې ټینګار وکړ او وې ویل، دې فکري جګړې ته باید لازم تیاری ولري. ;
همداراز په دې غونډه کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست مرستیال قاري عبدالستار سعید د لیکوالۍ د اصولو او د علمي او اکاډمیکو مقالو لیکلو په اړه مفصل معلومات ورکړل. ;
په همدې ترتیب، په دې مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي خبرې وکړې او وې ویل، زموږ قلمي او فرهنګي مبارزه په ډېرو کمو امکاناتو پیل شوه او اوس یې لویه ثمره وینو. ;
نوموړي دېته په اشارې، چې خلک ډېر ستاسو عمل ته ګوري زیاته کړه، په دې مبارزه کې د خلکو د باور ساتل، د ژبې او قلم د عفت او د اسلام مقدس دین د اصولو مراعتول مهم دي. ;
په پای کې مولوي صبغت الله وصیل په جهاد کې د اسلام د دښمنانو د تبلیغاتو پر وړاندې د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د ژبې او قلمي مبارزې په اړه معلومات ورکړل او یاد مراسم د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس شیخ محمود ذاکري په دعائیې پاېته ورسېدل.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن جوزجان ولایت ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت د مهاجرینو لپاره د مرستو د وېش بهیر پرانیست. ;
په دې سفر کې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاالله عمري، د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي، د ولایت مرستیال، د علماوو شورا رئیس او یو شمېر مسئولینو د محترم مولوي عبدالسلام حنفي ملتیا کوله، نوموړي وویل، د مهاجرینو ستونزو ته رسیدګي د اسلامي امارت له مسئولیتونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د عالیقدر اميرالمؤمنين شيخ‌القرآن والحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظه الله تعالی د لارښوونې مطابق د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګي عالي کمېسیون له لارې د هغوی د اړتیاوو د له منځه وړلو لپاره وېشل کېږي. ;
محترم مولوی عبدالسلام حنفي په پای کې وویل، د دې پروسې په لړ کې په هر ولایت کې ۲۲۰۰ مستحقو مهاجرو کورنیو ته مرسته وېشل کېږي چې پربنسټ یې د هرې مهاجرې کورنۍ لپاره ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرستې کېږي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون د یو پلاوي په مشري بلخ ولایت ته سفر وکړ.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي چې د کرنې، اوبولګولو او مالداري وزیر محترم مولوی عطاءالله عمري، د علماوو د شورا رئیس او د بلخ ولایت محلي مسئولینو یې ملتیا کوله، د مراسمو په لړ کې د بلخ ولایت مهاجرینو ته د مرستو د وېش بهیر پرانیست.
دا مرستې د عالیقدر امير المؤمنين شيخ القرآن والحدیث مولوی هبة الله آخندزاده حفظه الله تعالی د لارښوونې په اساس د مهاجرینو چارو ته د رسیدګي عالي کمېسیون له لارې د مستحقو مهاجرینو وضعیت ته د رسېدنې لپاره وېشل کېږي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له ټولو هیوادوالو وغوښتل چې راستنېدونکو او نورو مستحقو هیوادوالو ته په سوړ ژمي کې د خپل توان په اندازه مرسته او همکاري وکړي، ترڅو د هغوی ستونزې او تکلیفونه یو اندازه کمې شي.
د یادونې وړ ده چې د یادو مرستو بهیر په هر ولایت کې د ۲۲۰۰ مهاجرینو مستحقو کورنیو ته په پام کې نیول شوی چې پراساس یې د هر مهاجر کورنۍ ته ۲۵۰ کیلوگرامه غنم او ۵۰۰۰ پنځه زره افغانۍ نغدې مرستې وېشل کېږي.]]></description>
په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
وروسته د ماليې او کورنيو چارو وزارتونو اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول. ;
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د هیواد یو شمېر ملي تاجرانو سره په ارګ کې وکتل. ;
په پیل کې د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري د هیواد ملي تاجرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په وینا تاسو د افغانستان اقتصادي مجاهدین یاست چې د هیواد د ثبات او اقتصادي پایښت لپاره هڅې کوئ او قرباني ورکوئ.
ورپسې میرویس وزیرزي کټوازي، عتیق الله مؤمن زاده، زلمي عظیمي، سردار پوپل او احمدشاه یارزاده د نورو ملي تاجرانو په استازیتوب په هیواد کې د سراسري امنیت په تامین د خوښي څرګندولو ترڅنګ د تاجرانو د زیات ملاتړ په موخه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل. ;  ;
د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال د قران عظیم الشان د ایتونو په رڼا کې د تعاون او همکاري په اړه خبرې وکړې او وې ویل، هیله ده دا ناسته د الله تعالی د رضا او د هیوادوالو د هوساینې او سوکالي لامل شي. ;
نوموړي دېته په اشارې چې د اسلامي امارت مسئولین او اړوندې ادارې د هیواد د تاجرانو ستونزې درک کوي او د حل لپاره یې له پخوا زیات کوښښ کوي وویل، ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه د دې ترڅنګ چې له اړوندو مسئولینو سره په شفاهي او لیکلې توګه مطرح کېږي، د زیات بحث او مناسبو حل لارو په موخه به د اقتصادي کمېسیون اونیزې غونډې ته هم وړاندې شي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ او مخورو سره وکتل.
په پیل کې راغلو علماؤ او مخورو د دې ولسوالۍ د امنیتي او اجتماعي وضعیت په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسؤلینو په هڅو امنیت تأمین دی چې له امله یې د دې ولایت په ځانګړي ډول د چاه آب ولسوالۍ اوسېدونکي په ډاډه زړه خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکوي.
د چاه آب ولسوالۍ علماؤ او مشرانو دغه راز د یادې ولسوالۍ د خلکو ځینې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره شریک کړل او دغې برخې ته یې د اسلامي امارت د مسؤلینو ځانګړې پاملرنه وغوښته.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي راغلو علماؤ او مشرانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د امنیت تأمین او هیوادوالو ته خدمات وړاندې کول د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي او په دې برخه کې مسؤلین شپه او ورځ هڅې کوي. ;
همداراز د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به ورته رسیدګي او په اړه لازم اقدامات وکړي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دیارلسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او ځینې پریکړې په کې وشوې.
په غونډه کې د هېواد د درېیو (هرات، فراه او نیمروز) ولایتونو بندرونو د معیاري کېدو، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او بیارغونې کارونو د پیلېدو اړوند د ټاکل شوي هیئت راپور د کابینې له لوري تایید شو.
دغه راز اړوندې ادارې د یو هیئت په توګه مکلفې شوې؛ چې په خپلو، خپلو برخو کې چارې ترسره او جدي یې تعقیب کړي. ;
د یادونې وړ ده چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر په دعاء سره پایته ورسېده.]]></description>
وروسته د نفت او ګازو ادارې او د ښاروالیو د انسجام عمومي ریاست پر اړوندو موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول. ;
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو په اړه د لا زيات غور او ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ سره وکتل. ;
په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه او د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري هم حضور درلود، په پیل کې محترم مولوي محمد امین د نورو په استازولي خبرې وکړې او په هیواد کې د سرتاسري امنیت د تأمین او هیوادوالو ته د لازیاتې هوساینې په موخه یې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او د مسؤلینو هلې ځلې وستایلې.
 ;محترم مولوي محمد امین د شاه جوی ولسوالۍ د بازار د سړک د رغاولو، ښاري نظم د تطبیق په موخه د ښاروالۍ د ماسټر پلان د ترتیب او عملي کولو او د دې ولسوالۍ د عمومي مدرسې د بیارغاونې او ملاتړ په برخو کې د ولسونو غوښتنې او وړاندیزونه په لیکلي بڼه شریک کړل.
د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع له راغلو علماؤ د شاه جوی ولسوالۍ د خلکو د ستونزو د شریکولو په پار مننه وکړه او وې ویل، د اسلامي امارت مسئولین تل په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د لازمو اسانتیاؤ د برابرولو او غوره خدماتو هڅې کوي. ;
د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د شاه جوی ولسوالۍ علماؤ ته د ولسونو د ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو او مسئولینو سره د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو د شریکولو ډاډ ورکړ.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې له یو شمېر علماوو او متنفذینو سره وکتل. ;
د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم شیخ محمود ذاکري یادو علماوو او متنفذینو ته د ښه راغلاست پرمهال له هغوی څخه مننه وکړه چې د اسلامي نظام او ملت د یووالي او لانږدېوالي لپاره خپلې ګټورې مشورې او د ولسونو ستونزې له مقاماتو سره شریکوي.
ورپسې محترم مولوي محمدضیا فضلي، محترم مولوي محمدابراهیم سادات او محترم مولوي عارف الله مومند په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د مسئولینو کړنې، خدمات او لاسته راوړنې وستایلې او همدارنګه یې د برېښنا د بندونو جوړولو، د کرنې د ودې ، ښوونې او روزنې، ترانسپورتي او ترافیکي ستونزو د حل ، د مدرسو او جامعو د جوړولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل. ;
د رياست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع له یادو علماوو او متنفذینو څخه د نېکو مشورو او د هیوادوالو د ستونزو د شریکولو له امله مننه وکړه او وې ویل، ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه به د حل په موخه له اړوندو ادارو او مسئولینو سره شریک کړو .
محترم الحاج ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، مسئولین په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د ښو خدماتو او لازمو اسانتیاوو د برابرولو دوامدارې هڅې کوي او لکه تاسو چې ورته اشاره وکړه، اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې او ښه پرمختګونه لري. ;
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، دغه اوسنی نظام د افغانانو د بېدرېغه قربانیو او زحمتونو په نتیجه کې راغلی چې موږ یې قدرداني کوو. حکومت او ملت په خپلو کې سره همکار دي او یو پر بل اعتماد لري او دغه د همکاري او اعتماد روحیه به لاپیاوړې او دوامداره وساتو.]]></description>
وروسته د ښاروالیو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث وشو او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول. ;
د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د جوزجان نوي والي محترم مولوي عبدالله سرحدي سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د بامیانو مخکېني والي محترم مولوي عبدالله سرحدي، په دې ولایت کې د خپلو کړنو او فعالیتونو او د جوزجان خلکو ته د خدمت په برخه کې د خپلو پلانونو او برنامو په اړه د رياست الوزراء اداري مرستيال ته معلومات ورکړل.
محترم سرحدي زیاته کړه، د بامیانو د والي په توګه د خپل خدمت په کلونو کې یې تل کوښښ کړی چې د یاد ولایت خلکو ته په امنیتي، ټولنیزو، ښوونې او روزنې، روغتیا او نورو برخو کې ښه خدمات وړاندې کړي او اوس چې د اسلامي امارت د مشرانو او رهبري د لزوم دید له مخې د جوزجان خلکو ته د خدمت لپاره منصوب شوی، د دې ولایت د خلکو د خدماتو لپاره به ډېر کوښښ وکړي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي محترم مولوي عبدالله سرحدي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بامیانو د والي په توګه د هغه د کړنو او هڅو قدرداني وکړه او وې ویل، په مرکز او ولایتونو کې د اسلامي امارت مسئولین خلکو ته د صادقانه خدماتو په موخه ځانونه مسئول ګڼي.
نوموړي زیاته کړه، د امنیت تأمین، د خلکو ستونزو ته رسیدګي، د وحدت او همدلي روحیې پیاوړتیا او د ژوند د بېلابېلو برخو د اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال همدارنګه ټینګار وکړ چې والیان او محلي مسئولین مکلف دي چې له خلکو سره ښه چلند ولري، د هغوی ستونزې له نږدې واوري او له اړوندو ادارو سره په همغږي د هغو د حل کوښښ وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي هیله څرګنده کړه چې محترم مولوي عبدالله سرحدي په جوزجان ولایت کې هم د بامیانو په څېر د خدمت کولو په روحیه خپل مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي او د دې ولایت د خلکو د هوساینې او ارامي د تامین په برخه کې موثر ګامونه واخلي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين په داسې حال کې چې يو شمېر امارتي مسؤلینو يې ملتیا کوله، د نغلو د برېښنا بند له نږدې وکوت.
د دې ليدنې پرمهال اړوند مسؤلينو د خپلو فعاليتونو او برنامو په اړه د رياست الوزراء اداري مرستيال ته معلومات ورکړل.
د رياست الوزراء اداري مرستيال د نغلو د برېښنا بند د مسؤلينو د فعاليتونو او کړنو قدرداني وکړه او وې ويل، له زېربناؤ ساتنه او ملت او وطن ته خدمت، زموږ اسلامي او هيوادنی مسؤلیت دی.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د نغلو ۲۲،۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا تولیدي دستګاه د ګټه اخیستنې په مراسمو کې چې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري بشپړه شوې، ګډون او وینا وکړه. ;
په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د برېښنا شرکت او د یادې پروژې د پلي کوونکو شرکتونو په ځانګړي ډول د ترکیې هیواد د ۷۷ ساختماني شرکت او د زولرستان کورني شرکت له ټولو کارکوونکو څخه د دې سترې پروژي د تطبیق او بشپړولو په خاطر مننه وکړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د دې په بیانولو سره چې برېښنا د بشر ترټولو عمده اړتیا او په پرمختللې نړۍ کې د زېربناؤ د پراختیا بنسټ دی وویل، تر څو کاله مخکې پورې هم په هیواد کې شاوخوا ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولیدېده، خو د اسلامي امارت له حاکمیت را وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت د مسؤلینو او د برېښنا شرکت د رهبري پلاوي په هڅو نن په هیواد کې تر ۱۲ سوه میګاواټو زیاتې برېښنا د تولید لپاره پانګونه شوې ده. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د برېښنا د لېږد ظرفیت لوړولو په موخه جدي کار روان دی چې د ازبکستان د ۵۰۰ او د ترکمنستان ۵۰۰ کیلوولټ مزو د نښلولو په صورت کې به په کابل او ولایتونو کې ۲۴ ساعته دوامداره برېښنا ولرو.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید لپاره پرېمانه سرچینې شته چې د اوبو، لمر، باد، ډبرو سکرو او ګازو، کثافاتو یا بایومس او د ځمکې لاندې حرارت یا جیوترمل څخه په استفادې کولی شو زرګونه میګاواټه برېښنا تولید کړو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پای کې له ټولو هیوادوالو وغوښتل چې د برېښنا په مصرفولو کې احتیاط او له اسراف یې ډډه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د نغلو لمریزې برېښتا تولیدي دستګاه عملي کار تېر کال پیل شو چې د ۱۴ میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې، یاده تولیدي دستګاه ۲۲،۷۵ میګاواټه برېښنا برابروي چې څه باندې ۲۳ زره کورنۍ به ترې برخمنې شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په کندهار ولایت کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار د لومړۍ دورې فارغانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال اسلامي مدرسې د ټولنې د اصلاح، د دیني علم، جهاد، فکري روزنې او د اسلامي نهضت مهم بنسټونه وبلل او ویې ویل، د افغانستان د شل کلن اشغال د پایته رسولو لپاره د عام ولس ترڅنګ علماوو هم بې شمېره قربانۍ ورکړې او د همدوی د قربانیو له امله نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی. ;
محترم ملا صاحب پر علماوو غږ وکړ، چې له دیني حکمت څخه په استفادې خلک په نرمه ژبه سمې لارې ته راوبولي او هېچاته هم د پيغور او په تیزه ژبه خبرې ونه کړي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري، دا مشارکت د تېرو څلورو کلونو پرمهال پياوړی شوی او د علماوو، علمي شخصیتونو او مسلکي کارکوونکو د مشورو او نظریو پر اساس ولاړ دی.
محترم ملا صاحب وویل، په افغانستان کې په مقایسوي توګه اوسنی سیاسي قدرت د ټولو په نسبت ثابت او متعادل ساتل شوی، د نظام او حکومت په چوکاټ کې موازي سیاسي جریانونه، مخالف جهتونه او د ملي پرېکړو پر وړاندې تهدیدوونکي اعمال له منځه تللي او له بلې خوا اداري مشارکت، اداري شفافیت، د اقتصادي زېربناوو جوړول، د عامه خدمتونو وړاندې کول او ملي رضایت لوړ شوی.
محترم ملا صاحب په ټولو هېوادونو غږ وکړ چې په سیمه ییز او نړیوال فعال مشارکت کې د افغانستان اسلامي امارت له بالقوه ظرفیت او پياوړې ارادې څخه مناسبه ګټه واخلي.
هغه زیاته کړه: «یو امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي، هېڅوک باید فرصتونه په تهدیدونو بدل نه کړي.»
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت له لوري به د هېچا حقوق او امانت ضایع نشي، ټول هېوادوال باید د هېواد په امنیت، ابادۍ او بیارغونه کې د خپل حکومت ترڅنګ ودریږي.
محترم ملا صاحب په پای کې د الجامعة الاسلامیة دارالعلوم کندهار څخه ۱۰۰۰ فارغو شوو فاضلانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې په خپل علم عمل وکړي او خلکو ته یې وښيي]]></description>
وروسته د نفتو او ګازو مستقلې ادارې، د ښاروالیو چارو انسجام عمومي ریاست او ننګرهار ولایت مقام اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخيز بحث وشو او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول. ;
په پای کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند موضوع په هکله د زیات غور او بررسي په موخه جلا کمېټې ته دنده وسپارل شوه.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په داسې حال کې چې کابل ښاروال او د اسلامي امارت یو شمېر مسؤلینو یې ملتیا کوله د کابل ښار بره کي څلور لارې هوايي پُل د جوړولو کاري بهیر له نږدې وکوت.
د دې کتنې پر مهال اړوند مسؤلینو د یادې پروژې د تطبیق، پرمختګ او کاري کیفیت په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته هر اړخیز معلومات ورکړل.
اړوندو مسؤلینو وویل، د یاد هوايي پُل ودانیزې چارې د تخنیکي معیارونو مطابق دوام لري او هڅه یې دا ده چې دغه پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او د هیوادوالو چوپړ ته وړاندې شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل ښاروالۍ مسؤلینو او په دې پروژه کې د شاملو کسانو هڅې وستایلې او د بره کي څلورلارې هوايي پله جوړول یې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د لمنځه وړلو او کابل ښاریانو د تګ راتګ اسانتیا لپاره اړین وباله او د یاد هوايي پُل د کار پر چټکتیا او کیفیت پر ساتنې یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې دغه هوايي پُل د کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا د پلان یوه برخه ده چې په دوه برخو کې جوړېږي او ۷۶۲ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي چې د کابل ښاروالۍ له انکشافي بودجې ورکول کېږي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د کابل ولایت مقام مخې ته د موټرو د تګ راتګ لپاره د هوايي پُل د جوړېدو چارو پرانیسته وکړه. ;
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د نفوس زیاتوالي، د اقتصادي فعالیتونو حجم او د کابل ښار اوسني وضعیت ته په کتو ښاري پراختیا، ترانسپورټي زېربنا او ښاري نظم اساسي اړتیا وبلله او وې ویل، کابل ښار باید په معاصره توګه د یو منظم ښاري پلان له مخې پراختیا ومومي. ;
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، له نېکه مرغه کابل ښاروالۍ د همدې اړتیا په درک کولو سره په بېسارې توګه د کابل ښار د ترانسپورټي او ښاري نظم په برخه کې پام وړ کارونه ترسره کړي، چې د ستاینې او قدر وړ دي. ;
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همداراز له کابل ښاریانو وغوښتل څو د ښار په پاکوالي او نظم کې خپل مسوولیت ادا او د زېربنايي پروژو په برخه کې پوره همکاري وکړي.
په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د دې پروژې له انجنیرانو وغوښتل چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره یې چارې په ښه ډول بشپړې کړي. ;
د یادونې وړ ده چې دغه هوايي پُل ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور او ۶.۸ متره لوړوالی لري چې ۴۶۲ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او چارې به یې په ۱۵ میاشتو کې بشپړې شي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[په ډیره خواشینۍ سره مو د فلسطین د جهادي حرکت حماس د کتائب القسام فوځي څانګې ویاند حذیفه الکحلوت (ابوعبیده)او یو شمیر نور مشرانو د شهادت خبر تر لاسه کړ چې نن یې رسما د حماس جهادي غورځنګ له خوا اعلان وشو. ;
انالله و اناالیه راجعون
د الله تعالی په لاره کې شهادت د مسلمانانو وروستی او لوی آرمان دی، موږ یاد شهیدان لکه د اسلام د لارې د نورو شهیدانو غوندې بریالي او خپل ستر هدف ته رسیدلي بولو. ;
د شهادت له امله یې د حماس اسلامي غورځنګ، کورنیو او ټولو متعلقینو ته تسلیت وایو، ټولو ته له الله تعالی څخه جمیل صبر او اجر غواړو او د نوموړو شهیدانو لپاره له الله تعالی څخه د جنت لوړ مقامات غواړو. ;
الله تعالی ته دعا کوو چې د دغو او نورو شهیدانو د سپيڅلو وینو په برکت د فلسطین مقدسه خاوره د صهیونیستي اشغالګرو له اشغال او ظلم څخه خلاصه کړي او ظالمان د ابد لپاره هلاک او ناکام وګرځوي. آمین یا رب العلمین
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۹/۶/۱۴۴۷هـ ق
۹/۱۰/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/12/29 م]]></description>
                        <description><![CDATA[‏د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دوولسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشري نن ترسره شوه.
‏یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، د هېواد د مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسائلو په اړه په کې بحث او ځینې پریکړې وشوې.
‏په غونډه کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ هیئت ته دنده وسپارل شوه چې په هېواد کې د نفتو د تصفیې کارخونو په اړه څېړنه وکړي چې ایا کولی شي معیاري نفت تصفیه کړي. ;
‏همداراز سپارښتنه ورته وشوه چې د نفتو کارخونو پانګوال وهڅوي؛ ترڅو په معیاري توګه کارخونې جوړې او د اړتیا وړ ماشینري په کې نصب کړي. ;
‏د دې ترڅنګ د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو هیئت ته دنده وسپارل شوه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له فرمان سره سم د کور او ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست استازو سره ناسته وکړي؛ ترڅو خلکو او په ځانګړي ډول هغو کډوالو ته چې له ګاونډیو هېوادونو څخه تازه راستانه شوي، د کورونو جوړولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي. ;
                        <description><![CDATA[له راستنو شویو کډوالو سره د مرستو بهیر د لا ښه والي او د ځکمو توزیع بهیر د چټکتیا په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د تازه لارښوونو د ښه تطبیق په موخه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د ټولو اعضاؤو په ګډون، نن غونډه وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی څو ورځې وړاندې په کندهار کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدني عالي کمېسیون مشرتابه او د یاد کمیسیون له غړو سره په جلا ناستو کې، هغوی ته لارښوونه وکړه چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو څخه اجباري رااېستل شویو کورنیو ته غنم او نغدي مرستې ووېشي او همدارنګه افغاني سره میاشت او طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره دې له خپلو شته امکاناتو څخه په استفادې د روان ژمي لپاره هغوی ته مرستندویه بستې برابرې کړي او ووېشي.
همدارنګه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې راستنو شویو کډوالو ته د سرپناه لپاره د ښارګوټو جوړولو او د ځمکو د وېش بهیر چټک کړي. ټولو جبري اخراج شویو کډوالو کورنیو ته دې د ځمکو توزیع چټکه شي. ;
د مهاجرینو ستونزو ته رسېدنې عالي کمېسیون په نننۍ غونډه کې له راستنو شویو کډوالو سره د مرستو بهیر د چټکتیا په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د لارښوونو د ښه تطبیق په موخه په میکانیزمونو بحث او مهمې پرېکړې وکړې چې له امله به یې د اړوندو دولتي ادارو او همدارنګه د خیریه بنسټونو له لوري له راستنو شویو کډوالو سره د مرستو بهیر لا ښه او چټک شي.]]></description>
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په هرات ولایت کې د ۳.۹۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا ۹ لویو پروژو څخه د څلورو د چارو د پيل پرانېستې او د پنځو نورو د ګټې اخيستنې مراسمو کې یې ګډون او وينا وکړه.د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال دغه پروژې د افغانستان د صنعتي او اقتصادي ودې لپاره مهمې وبللې او وې ویل، د یادو پروژو پر مټ به د هرات ولایت ټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره، سوداګریز مرکزونه، کلیوالي سیمې او استوګنیز مرکزونه به له برېښنا برخمن او په کور دننه به د باثباته برېښنا خاوندان شو.محترم ملا عبدالغني برادر اخوند همدا ډول ټولو هغو پانګوالو ته چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي زېری ورکړ، چې له یوې خوا به ورته پنځه کلن مالیات معاف کړي او په ورته وخت کې به د افغانستان برېښنا شرکت په هر ډول حالاتو کې دوی ته دایمي برېښنا هم ورسوي. هغه له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو وغوښتل، چې له دې فرصت څخه استفاده وکړي.د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه له ټولو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره د محدودونکو سیاستونو پر ځای تعاملي سیاستونه غوره او د دغه هېواد ننني امنیتي ثبات ته د یو مهم فرصت په سترګه وګوري. محترم ملا صاحب زیاته کړه، نړیوال دې له اسلامي امارت څخه پر ارزښتونو د تعامل کولو تمې نه کوي. نوموړي وويل، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست غوره کړی او ټول تمرکز یې د افغانستان پر اقتصادي وده، امنیتي ثبات او غوره حکومتولۍ دی.په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قراردادي شرکتونو له مسئولینو او تخنیکي ټیمونو څخه وغوښتل، چې د نویو پیل شویو پروژو چارې په پوره کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي.د یادونې وړ ده، چې له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلومټرو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلو ولټ لین غځول او په کرُخ، پښتون زرغون، اوبې او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سب‌ سټېشنونو جوړول هغه پروژې دي، چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو پروژو له لارې ۴۰ زره کورنیو ته برېښنا رسول کېږي. همدارنګه په نویو پيل شويو پروژو کې د پُل هاشمي سب‌ سټېشن جوړول، د ۲۴ حوت شهیدانو سب‌ سټېشن پراختیا، د نورالجهاد سب‌ سټېشن د بې لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د ۲۴ حوت شهیدانو سب‌ سټېشنونو ترمنځ د برېښنا انتقالي لین غځول شامل دي.#
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې عمومي رئیس حاجي خان محمد فروتن او د دې خونې له یو شمېر مسؤلینو سره په ارګ کې وکتل.په دې کتنه کې چې د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس شیخ محمود ذاکري هم حضور درلود، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې عمومي رئیس حاجي خان محمد فروتن، مالي رئیس حاجي حکیم خان ابراهیم خېل او د یادې خونې استازي حاجي محمدباز غیرت د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې څخه د اسلامي امارت د همکارۍ او ملاتړ قدرداني وکړه او په بېلابېلو برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس سره شریک کړل.د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې مسؤلینو د دغې خونې د کړنو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د افغانستان صادارت په روان کال کې زیات شوي او له افغانستان سره د پاکستان د لارو تړل کېدو د هیواد پر تولیداتو اغېز نه دې کړی، همداراز د افغانستان صادرات او واردات له نورو لارو په ښه توګه جریان لري.دوی دېته په اشارې چې هڅه کوي د هیواد په پرمختګ کې لازیاته ونډه واخلي، د اسلامي امارت له رهبري وغوښتل چې د هیواد د کرنې او مالدارۍ، کسبګرو او صنعت کارانو خونو څخه لازیات ملاتړ وکړي.د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونې د کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه وې ویل، اسلامي امارت تل د هیواد د اقتصادي ودې په موخه د پانګوالو، سوداګرو او کسبګرو له داخلي تولیداتو ملاتړ کړی.د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس دوی ته ډاډ ورکړ چې له اړوند ادارو سره به یې د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړي.#
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او خصوصي شرکت ترمنځ د جوزجان ولایت قوش‌ تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو.
په دې پروژه کې د ۸۵.۲۴ کیلومترو په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځول، په قوش ‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې د دوه سب سټېشنونو او دوه توزیعي شبکو جوړول شامل دي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شي. ;
د یادونې وړ ده پر دغه پروژه شاوخوا یو میلیارد او ۸۸۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به یې په درې کلونو کې بشپړې شي. #]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په بلخ ولایت کې د یوه سوداګریز مارکیټ د کار د پيل په مراسمو کې د خبرو پرمهال د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د تحریمونو او بې ځایه فشارونو پرځای دې له اسلامي امارت سره اقتصادي اړیکې نرمې او پراخې کړي.
 ;نوموړي زیاته کړه په سیمه کې یو هوسا او پیاوړی افغانستان د نورو هېوادونو په زیان نه دی؛ بلکې د نورو هېوادونو له هوساینې او پیاوړتیا سره مرسته کوي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د سیمه ییز او نړیوال مشارکت په برخه کې په هر اړخیز اقتصادي او سیاسي اصالت باور لري؛ مګر دا چې لویو ارزښتونو او اصولو ته متقابل احترام موجود وي. ;
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه د عامه او خصوصي مشارکت او یا نورو قراردادونو له مخې خصوصي سکټور سره د سترو اوږدمهاله پروژو په برخه کې د اسلامي امارت تعامل د دې واضح پیغام ورکوي چې په افغانستان کې د داخلي او بهرنۍ پانګونې لپاره زمینه مساعده ده او هر څوک کولی شي له دې فرصت څخه ګټه واخلي.
په مزارشریف کې دا اته پوړیز سوداګریز مارکېټ چې د ۷۴۳ میلیونه افغانۍ په پانګونه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ۶۰۰ متره مربع ځمکه جوړیږي، ۸۷۰ دوکانونه، څلور رستورانتونه، یو مېلمستون، جومات او پارګېنګ پکې په پام کې نیول شوي دي. ;
د یادونې وړه ده چې د دغه مارکېټ ساختماني چارې به په دوو کلونو کې بشپړې شي چې تر بشپړېدو وروسته به هر کال د امارت خزانې ته ۴۳ میلیونه افغانۍ د کلنۍ اجارې په توګه ورکول کېږي.#]]></description>
په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او وروسته د تېلو او ګازو خپلواکې ادارې پر تشکيلاتو او د ښاروالیو د چارو انسجام ادارې پر موضوع هر اړخيز بحث وشو او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول. ;
په پای کې، په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ. ;
محترم ملا صاحب د یادو مراسمو ګډونوالو ته په وینا کې وویل، مدرسې د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي. علماء کرام دې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي او خلکو ته دې د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه هم ورکړي. ;
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، په افغانستان کې د مقدس جهاد د فرضیت اسلامي روایت په مدرسو کې ظهور وکړ، کلیو او ښارونو ته پراخ شو او په داسې عمل او تقابل بدل شو، چې سترو کفري لښکرو ته یې ماتې ورکړه.
محترم ملا صاحب د ټولنې د فکري اصلاح، د غیر اسلامي فرهنګونو د له منځه وړلو او د اسلامي روایتونو د ساتنې په برخه کې د مدرسو رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې مدرسې باید په هر ډول حالاتو کې خپل اصلي مسیر ثابت وساتي. ;
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له جامعه فتح العلوم کابل مدرسې څخه فارغ شوو حافظانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي وویله او له دوی څخه یې هیله وکړه چې په خپل علم عمل وکړي، نورو ته یې وښيي او له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر ښاغلي بقیت صدیقوف په مشرۍ د یاد هیواد لوړپوړي پلاوي سره وکتل
په دې کتنه کې لومړی ښاغلي بقیت صدیقوف د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو فعالول د خپل سفر موخه وبلله او وې ویل، د هیواد یو شمېر تاجران او پانګوال هم ورسره افغانستان ته راغلي او په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې غوښتونکي دي. ;
نوموړي په کابل کې د قرغزستان د سوداګریز مرکز د پرانیستې یادونه وکړه او د دواړو لوریو په سوداګرۍ کې د افغانستان اسلامي امارت په لېوالتیا او په دې برخه کې د مسئولینو په همکاري یې خوښي څرګنده کړه. ;
د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر له افغانانو سره د خپل هیواد د انسان دوستانه مرستو د ادامې ډاډ ورکړ او وې ویل، هیواد یې لېواله دی چې د الکترونیکي حکومتولۍ، د ارزښتناکو اسنادو چاپ، د بانکي اړیکو رامنځته کولو او د الکترونیکي تادیو په برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي او همدارنګه د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو ترمنځ د ملګرتیا مهم عامل بولي. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، ښاغلي بقیت صدیقوف او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان او قرغزستان دیني، تاریخي او فرهنګي مشترکات لري او د دې دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا د دواړو لوریو ژوره ملګرتیا ښیي. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال له افغانستان سره د قرغزستان د انسان دوستانه مرستو څخه په قدرداني وویل، د افغانستان اسلامي امارت له قرغزستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د ادارو د الکترونیکي کېدو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د بانکي چینلونو رامنځته کول اړین بولي. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره د متقابل درناوي په اساس د ولاړو نېکو اړیکو غوښتونکی دی او هیڅ فرد یا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د دې هیواد له خاورې څخه د نورو هیوادونو د امنیت په ضد ګټه واخلي.]]></description>
                        <description><![CDATA[عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د شهیدانو او معلولینو وزارت ، د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست، د پېښو په وړاندې د مبارزې عمومي ادارې، د زندانونو چارو ادارې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د روزنتونومسؤلینو، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو په وړاندي د مبارزې معینیت، د جهادي مدارسو او دار الایتامونو عمومي ریاست اړوند د دار الایتامونو مسئولینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې، ګډون او ويناوې وکړې
په دغه سیمینار کې چې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، د کار او ټولنیزو چارو وزیر، د جهادي مدارسو عمومي رئیس، د سترې محکمې نظامي معاون، د سترې محکمې جنوب لویدیځ زون قضایي معاون، د مرکزي دارالافتا‌‎ء رئیس، د دیني خپرونو د نظارت او کره کتنې ادارې رئیس، د شهیدانو او معلولینو وزارت معین، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو د مخنیوي معین او یو شمېر نورو مسؤلینو او علماء کرامو هم برخه اخیستې وه، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمینار ګډونوالو ته لازم هدایات او مهمې توصیې وکړې.
همدارنګه یې د ټولو راغلو مسؤلینو خدمتونه وستایل او د سیمینار ګډونوالو ته یې د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې تفصیلي ویناوې وکړې او ویې ویل، خیر الناس من ینفع الناس، په خلکو کې د خیر خلک هغه دي، چې خلکو ته یې نفع رسېږي. اسلامي امارت د مسلمانانو د وکالت او نمائنده ګۍ مقام دی، اسلامي امارت به د مسلمانانو د دين او عقیدې ساتنه کوي، خلکو ته به دین او شریعت ورښيي، د خلکو امنیت به ساتي، د یتیمانو، کونډو، غریبانو، بې سرپرسته کورنیو کفالت به کوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل: د اسلامي امارت قوانین او فرامین د څو کسانو رایه نه ده، بلکې دا د الله تعالی دین او ټول اسلامي احکام دي، چې خلک د الله تعالی دین ته رابولي.
هغه وویل: د اسلامي امارت فرمانونه په دوو برخو کې صادرېږي، یوه برخه یې د الله تعالی تعظیم او عبادت دی، چې لمونځ، روژې او په نورو عباداتو کې فرمانونه دي، او بله برخه فرمانونه یې د الله تعالی پر مخلوق باندې د رحم او شفقت لپاره دي، چې د خلکو، مهاجرینو، غریبانو، معلولینو، بې سرپرسته کورنیو، یتیمانو، کونډو او معتادینو سره د مرستې او همکارۍ په اړه دي، چې پر همدې بنیاد اسلامي امارت د خلکو سره د همکارۍ او د دوی د خدمت په موخه ادارې جوړې کړي دي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل: د شهیدانو او معلولینو وزارت هر کال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته مقرره ماهانه ورکوي، همدارنګه اسلامي امارت په یوه فرمان کې یاد وزارت ته فوق العاده امر کړی دی، چې د دوو اندامو معلول ته د موټر د رانیولو پیسې ورکړي او د مجردو شهیدانو کورنیو ته هم امتیاز ور کړي.
هغه وویل: دارالایتامونه د یتیمانو د روزلو مسؤلیت لري، د دې لپاره چې د یتیمانو خدمت ته ښه رسېدګي وشي او په نظام کې سره میاشت بیوزلو ته د رسېدګۍ وظیفه سرته رسوي او مالي چاري یې د اسلامي امارت مقام پر غاړه دي، ځکه دوی د بې وزله خلکو، عصبي ناروغانو خدمت کوي او په طبعي پیښو کې د زیانمنو خلکو سره مرسته کوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل: په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د روزنتونونو اداره ده، چې په ښارو کې بې سرپرسته ماشومان ټولوي او د دوی خدمت کېږي، همدارنګه د مخدره موادو معینیت معتادین راټولوي او خدمت یې کوي، او د دوی لپاره یې د کسب او کار د زده کړې زمینه برابره کړې ده.
هغه جناب وویل: د بندیانو او محبوسینو په حق کې اسلامي امارت په ابتدا کې فرمان صادر کړی وو، چې بندیان به نه ځورول کېږي او نه به وهل کېږي، شکنجې به نه ورکول کېږي او د محکمې پرته به چاته سزا نه ورکول کېږي، ځکه چې دا اسلامي نظام دی او په اسلامي نظام کې د هر مسلمان عزت او وقار خوندي دی، اسلامي امارت د محبسونو رئیسانو ته امر کړی دی چې استادان ورته پیدا کړي او تعلیم ورته شروع کړي، بندیان پوه کړي او علم ورکړي، بنديخانې دوی ته د تعلیمي مراکزو په شکل جوړې کړي.
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې وویل: کله چې مسؤلیت درته وسپارل شو، نو خپل صلاحیت وپیژنئ، تاسو هر یو مسؤل یاست، ستاسو رعیت پر تاسو څه حقوق لري او ستاسو څه حقوق دي دوی باندي باید دا وپېژنئ، هر څوک چې په کوم کار مبتلا شي، نو زده کول او ځان پرې پوه کول ورباندې فرض عین دي، اختلاف ونه کړئ، یو د بل اطاعت وکړئ، د الله تعالی په دین باندي لاسونه ټینګ کړئ، یو د بل سره محبت وکړئ او یو د بل په کارونو کې کومک سره وکړئ، خلکو ته د خوشحالۍ زېري ورکوئ او نا امیده کوئ یې مه، او په نفرت کې یې مه اچوئ، رحم او شفقت پر کوئ، کارونه پر وخت او په اخلاص سره ورته اجرا کوئ، دروازې مه ورته بندوئ، د غریب او مالدار فرق مه کوئ، په خپل کار او خپل فیصلو کې شریعت ته ترجیح ورکړئ او په شریعت کې ځانته اختیار مه ورکوئ، یو بل ته تواصوا بالحق او تواصو بالصبر کوئ او په خپل منځ کې امرباالمعروف او نهي عن المنکر کوئ، د خلکو د رهنمایي او هدایت ذریعه جوړ شئ، چې راتلونکي نسل ستاسو لار تعقیب کړي، غفلت مه کوئ او په غیر مقصودي شیانو او عبثیاتو ځانونه مه مشغول کوئ.
په پای کې ټولو علماء کرامو او مسؤلینو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي دي او ملاتړي به وي.
وروسته مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد.
‏۲۴/۶/۱۴۴۷ هـ قعاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ګڼو وزارتونو د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي سیمنار کې ګډون او ویناوي وکړې]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د کابینې یوولسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه پکې د هېواد مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو په اړه بحث او ځینې پریکړې ترسره شوې.
په غونډه کې پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د هرات ولایت اسلام قلعه او نورو بندرونو کې د اړتیا وړ تأسیساتو، د درملو د لابراتوارونو او نورو وسائلو اړوند بررسي وکړي او پایله یې د ریاست الوزراء مقام سره شریکه کړي؛ ترڅو یې په اړه اقدامات ترسره شي.
همداراز د نوي کابل په اړه بحث وشو چې له پلان سره سم دې د ابادۍ چارې پرمخ یووړل شي او نورې ادارې دې له کور او ښار جوړولو وزارت سره همکاري وکړي. ;
وروسته د ښاروالیو او د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل مخنيوي اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول. ;
په دې غونډه کې، لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل. ;
وروسته د چارو ادارې عمومي ریاست، د بغلان او ننګرهار ولايت مقامونو او همداراز د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل مخنيوي پر موضوعاتو بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول. ;
د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال او د خوړو او درملو ادارې له رییس مهدي پير صالحي او په افغانستان کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره وکتل.
د لیدنې پرمهال د ایران د روغتیا وزارت مرستیال وویل، ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د درملو او طبي وسایلو د تولید او افغانستان ته یې د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې خپلې همکارۍ د اوږدمهال لپاره پراخې کړي. ;
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ایراني لوري مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت اړوندې ادارې به په یادو برخو کې ورسره پوره همکاري او ګډ کار وکړي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په ترکیه کې د اسلامي امارت سفیر محترم شیخ صنیع الله فرهمند سره وکتل.
په دې کتنه کې په ترکیه کې د اسلامي امارت سفیر محترم شیخ صنیع الله فرهمند د یاد سفارت د کړنو او برنامو په اړه راپور وړاندې کړ او وې ویل، د سفارت مسئولین تل په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا کوښښ کوي چې په دې برخه کې پام وړ پایلې هم ترلاسه شوې دي. ;
نوموړي په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول افغان مهاجرینو ته د برېښنایي تذکرو د وېش اسانتیا په اړه په ترکیه کې د افغانستان سفارت د کوښښونو یادونه وکړه او وې ویل، په ترکیه کې مېشت افغانانو ته د خدماتو برابرول زموږ په لومړیتوبونو کې دي. ; ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او په ترکیه کې د اسلامي امارت د سفارت کړنې او فعالیتونه یې وستایل. ;
همدارنګه د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یاد سفارت له لوري په ترکیه کې د افغان تاجرانواو نورو هیوادوالو د ستونزو پر حل په ټینګار وویل، لازمه ده چې په سوداګریزه، سیاسي او فرهنګي برخو کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره زیات کوښښ وشي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملامحمدحسن اخند نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د قطر د نوي سفیر ښاغلي مردف بن علي القاشوطي باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
په ګلخانې ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي او د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع هم حضور درلود، محترم رئیس الوزراء د قطر نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه.
د افغانستان لپاره د قطر نوي سفیر د خپل هیواد د مشرتابه سلامونه او نېکې هیلې دافغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملامحمدحسن اخند ته وړاندې کړې او وې ویل، هیواد یې د اسلامي امارت او افغان ولس نېکمرغي او پرمختګ غواړي.
محترم مردف بن علي القاشوطي د اسلامي امارت هرکلي څخه په مننې په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او ویې ویل؛ دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د قطر د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم او ژمنه کوم چې دقطر او افغانستان د اړیکو او همکاریو د لاپیاوړتیا لپاره به دوامدارې هڅې وکړم. ;
د اسلامي امارت محترم رئیس الوزراء هیله څرګنده کړه، چې د قطر د نوي سفیر معرفي کېدل د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجوده ډيپلوماتیکو اړیکو د لاپیاوتیا ذریعه شي. همدارنګه یې له نوموړي وغوښتل چې د ده سلامونه او نېکې هیلې د قطر هیواد مشرتابه ته ورسوي.
محترم رئیس الوزراء د افغانستان او قطر ترمنځ تاریخي اړیکو ته په اشارې وویل، قطر هیواد په ډېرو سختیو کې له موږ سره همکاري کړې چې مننه یې کوو. الله تعالی دې وکړي چې زموږ په اړیکو او همکاریو کې لاښه والی او پرمختګ راشي. ;
ورپسې د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د قطر د نوي سفیر په مقرري چې د سیاسي دفتر له وخته د اسلامي امارت له مشرانو سره بلد دی خوښي وښوده او نوموړي ته یې د لازمې همکاري د ډاډ ترڅنګ په خپل دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع په ارګ کې د حسن بصري رحمه الله جامع جومات د ابادۍ په چارو کې یو شمېر ونډه اخيستونکي، نن له غرمې مخکې تقدیر کړل.
په دې مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول او د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند محترم ملا حمدالله فطرت هم حضور درلود، په پیل کې د افغان هاوس شرکتونو ګروپ رئیس محترم غلام محمد حق دوست او د برادران عادل ګروپ شرکت رئیس محترم محمد شفیع نورزايي د نورو په استازولۍ د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس په ګډون د یاد جومات په جوړولو کې د ټولو د هراړخیزې همکاري مننه وکړه.
دوی د حسن بصري (رح) جامع جومات د جوړولو چارو د بشپړېدو د مبارکي ترڅنګ د هیواد د ابادي او پرمختګ په برخو کې اسلامي امارت ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
وروسته د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د حسن بصري (رح) نوي جامع جومات د ابادۍ په چارو کې د افغان انجنيرانو،مسلکي کاریګرو او ټولو کارکوونکوهلې ځلې وستایلې او هغوی ته یې د خیر او فلاح دعا وکړه.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع زیاته کړه، زموږ نهایي کوښښ دا وو چې د یاد جامع جومات په جوړولو کې له خپلو داخلي تولیداتو او د افغان انجنیرانو او کاریګرو له تجربو استفاده وکړو چې لله الحمد په دې کې بریالي هم شو.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس دوی ته په خطاب کې وویل، په اخلاص او پاک نیت د وطن د ابادۍ او د افغان ولس د هوساینې او خدمت لپاره کار وکړئ، ځکه پدې کې زموږ د دنیا او اخرت بریا نغښتې ده.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع او د اسلامي امارت مرستیال ویاند له لوري د حسن بصري رحمه الله جامع جومات په جوړولو کې وړ کسانو ته د ستاینلیکونو له ورکړې وروسته د خیر په دعائې سره په دې مناسبت جوړ شوي مراسم پایته ورسېدل.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پلازمېنې زون د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتوت څخه د درې زره او پنځه سوه تنه محصلینو د فراغت په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دغو مراسمو د جوړولو مننه وکړه او ټولو محصلینو، د دوی کورنیو، استادانو او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو انستیتوت مسؤلینو ته يې مبارکي وويله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه ځوانان وکولی شي د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا ترڅنګ د هیواد په پرمختګ کې خپله ونډه ادا کړي. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، له نیمې پېړۍ تحمیلي جنګونو، نظامي مبارزې او د زیاتو قربانیو او تکلیفونو په زغملو سره زموږ په ګران هیواد کې امنیت او ارامي راغلي، ځان ځاني او ګډوډي په بشپړه توګه له منځه تللې، افغانان په متحدانه ډول په واحد صف کې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د پراختیا او ودې په حال کې حرکت کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د اسلامي امارت ټولې هڅې پر ابادۍ متمرکزې دي، څرنګه مو چې افغانستان له اشغال څخه ازاد کړ په هماغه ډول به یې اباد کړو، موږ د هیواد د ازادۍ او ابادۍ لپاره راغلي یوو او باوري یوو چې افغانستان له افغانانو پرته بل هیڅ بېګانه نه ابادوي.
نوموړي زیاته کړه، د تپل شویو جنګونو له امله د هیواد زېربناوې له منځه تللي او د اشغال په تېرو شلو کلونو کې ورته هیڅ راز بنسټیز کار نه دی شوی، خو د اسلامي امارت په حاکمیت سره امنیت تأمین شوی او په بېلابېلو برخو کې انکشافي چارې په چټکۍ سره روانې دي، همداراز د کرنې، ټکنالوژۍ، تحصيلي نظام او د روغتیا د ودې په برخو کې لازم ګامونه اخیستل شوي دي. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ځوانان ته د علومو د زده کړې او مهارتونو د ترلاسه کولو په برخه کې د لازمو اسانتیاو د برابرولو ډاډ ورکړ وې ویل، د اسلامي امارت مسؤلین هڅه کوي د هیواد ځوانان د علم په ګاڼه سنبال او د اسلامي نظام، ملت او هیواد د خدمت مصدر وګرځي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. ;
دې غونډې ته ۳۰ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې له هراړخیز بحث وروسته د څه باندې یو میلیارد او ۵۳۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۱ پروژې منظور او په ۱۵ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. همدارنګه د یوې پروژې قرارداد فسخه، یوه اعاده او د دوو پروژو په اړه ټاکل شویو کمېټو ته دنده وسپارل شوه چې د پروژې هر اړخیزه ارزونه وکړي او پایلې یې د ملي تدارکاتو کمیسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
 ;په منظور شویو پروژو کې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ یتیم تپې د تحکیماتو نهم لاټ، د غور د هوایي ډګر د ځغاستلیکې ترمیم، د کابل نړیوال هوایي ډګر د حفظ او مراقبت قراردادونو ورکړه، د بغلان د دهنه غوري څه باندې ۱۷ کیلومتره سړک جوړول، د پکتیکا د زرګرانو ـ ګردیز ښار سړک جوړول، د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت ته د معدني وسایلو پیرودل، د افغان تور امارتي شرکت د اړتیا وړ موټرو پیرودل، له قرباغ او مقر څخه ترشاه جوی پورې د سب سټیشنونو جوړول او نصب، د کابل موسهي ولسوالۍ د برق رسونې، ساختماني موادو، نصب او مونتاژ او د دغه ولایت د باریکاب د ۲۲۰ کیلوولټه سب سټیشن د سروې، ډیزاین او تیست د ورکړې قراردادونه شامل دي.
د يادونې وړ ده چې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د کابینې لسمه غونډه د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمدحسن اخند په مشري نن ترسره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه په کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او ځینې پرېکړې وشوې.
په غونډه کې هېواد ته د راتلونکو بې کیفیته تېلو د مخنیوي اړوند د ټاکلي هیئت وړاندیزونه وارزول شول او یو لړ پرېکړې په کې ترسره شوې؛ ترڅو په سمه توګه یې مخنیوی وشي. ;
همداراز د راستنېدونکو مهاجرینو اړوند بحث وشو چې باید دوی ته اسانتیاوې رامنځته او په ښه توګه تر خپلو سیمو ورسول شي. ;
                        <description><![CDATA[د خوړو او درملو ملي بورډ غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې بورډ د غړو په ګډون نن ماسپښین ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د بورډ غړو د خپلو ورسپارل شويو کړنو او فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د درملو د تورید اسانتیاوو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه او په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې د خوړو او درملو د تولید او واردولو ځایونو د څارنې د پیاوړتیا او همدارنګه د شرکتونو له لوري د احتکار د مخنیوي په هکله ټینګار وشو.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماښام د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلينو او يو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل. ;
په دې ليدنه کې هغوی په هيواد کې د اقتصادي وضعيت، سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې وکړې او وې ويل، د سوداګرو او پانګوالو لپاره تر ټولو مهمه مسئله د ځاني او مالي امنيت تأمين، د هغوی ملاتړ او د حکومت له لوري ورته د اسانتياوو رامنځته کول دي، چې خوشبختانه اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو په ملاتړ سره د هغوی امنيت په غوره ډول تأمين کړی او دا کار په هيواد کې د سوداګرو او پانګوالو د هڅونې لامل شوی دی. ;
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلينو او يادو سوداګرو همداراز د سوداګرۍ په وده کې د ترانسپورټ رول او د توکو لېږد ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت مسؤلينو څخه يې وغوښتل، ترڅو د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد او نښلوونکو لارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل، سوداګر او پانګه وال د هيواد په پرمختګ کې مهم رول ترسره کوي. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت په مختلفو له هغې ډلې د صادراتو، توليدي فابريکو او د کانونو استخراج په برخو کې کورنيو او بهرنيو پانګه والو ته د پانګونې زمينه برابره کړې ده. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي سوداګرو او پانګوالو ته د اسلامي امارت د پاملرنې په تړاو د ډاډ تر څنګ له ملي سوداګرو وغوښتل، ترڅو له موجود فرصت څخه په استفادې د هيواد په وده او ابادۍ کې لا ډېر رول ولوبوي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د فاریاب ولایت د ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو له یو شمېر مخورو او سپین ږیرو سره وکتل.
په پیل کې یادو مخورو او سپین ږیرو د ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو د اجتماعي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل او په یادو ولسوالیو کې یې د امنیت د ټینګښت او د خلکو د ستونزو د حل په اړه د مجاهدینو او سیمه ییزو مسؤلینو له کړنو څخه رضایت څرګند کړ.
دوی په یادو ولسوالیو کې د معیاري سړکونو او روغتیایي کلینیکونو د جوړولو په ګډون د مخابراتو او برېښنا ستونزې د ولسونو اساسي اړتیا وبلله او د دوی غوښتنې یې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره شریکې کړې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په هره ټولنه کې د انکشاف او پراختیا لپاره امنیت اساسي شرط دی چې په الهي فضل د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په هیواد کې تأمین شوی او هیوادوال په پوره ډاډ سره خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دوی د وړاندیزونو په اړه وویل، د اسلامي امارت مسؤلینو خپلو امکاناتو ته په پام لازم اقدامات کړي او د دې ستونزو د حل لپاره به هم خپله ټوله هڅه وکړي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال الحاج ملا عبدالغني برادر د ملي دفاع وزارت اړوند د ځانګړو کمانډویي ځواکونو د شپږمې دورې ابتدایي تعلیماتو څخه د سلګونه تنو ځانګړو کمانډویي ځواکونو په فراغت غونډه کې ګډون او وينا وکړه. ;
په دې مراسمو کې، چې د اسلامي امارت د کابينې يو شمېر غړو، د ياد وزارت ګڼ شمېر مسؤلينو او مجاهدینو هم ګډون کړی و، د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال وويل، ډېر خوشحاله یم چې نن د اسلام او هیواد ساتونکو په فراغت غونډه کې ګډون کوم. په افغانستان کې نن د یو خپلواک اسلامي نظام حاکميت د شهیدانو د قربانیو پایله ده‌. ;
د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ځانګړو کمانډويي ځواکونو ته په خطاب کې وويل، د سرحدونو ساتل، د شریرو عناصرو پر وړاندې درېدل ، د اسلامي نظام ساتنه او دفاع ستاسو مقدسه او اساسي دنده ده، همدارنګه د هیواد په دښمنانو غږ کوم، چې زموږ خاورې او حریم ته دې په بد نظر نه ګوري، نور دې زموږ د افغانانو حوصلې نه ازمایي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه هېچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ په خاوره تېری وکړي او موږ هر ډول تېري ته ځواب ویونکي یو. ;
محترم ملا عبدالغني برادر اخند وويل، اسلامي امارت د متقابل احترام پر اساس له ګاونډيو او ټولو هيوادونو سره اړيکو ته ژمن دی.
په دغو مراسمو کې ځانګړو کمانډویي ځواکونو په هلیکوپټرو خپل هوایي مانورونه او ځمکني پوځي تاکتیکونه د لوژ له مخې په عالي نظم او لوړ مرال سره د مشرانو پر وړاندې ترسره کړل.
‏دغو ځانګړو کمانډویي قطعاتو وويل، په بشپړ عقیدوي، فکري او پوځي روزنې سمبال شوي او د هیواد له ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو څخه دفاع ته چمتو دي. هر يرغلګر ته به کلک غبرګون وښيي. ;
‏یاد مراسم فارغو شويو کمانډویي ځواکونو ته د ستاینلیکونو په ورکولو او دعائيې سره سره پای ته ورسېدل.#]]></description>
لومړی ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل. ;
وروسته په مرکز او ولايتونو کې له ښارواليو او د وزارتونو او امارتي ادارو دويمي واحدونو سره د ولايت مقامونو د وظيفوي تداخل پر موضوع بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه. ;
غونډې ته له سعودي عربستان او چین سره د افغانستان د اقتصادي کمېسیونونو د فعالېدو او په دې کمېسیونونو کې د نویو غړو د زیاتېدو موضوع د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هر اړخیز بحث وروسته د یادو کمېسیونونو بیا فعالېدل تایید او نوي غړي ور زیات شول. دغه کمېسیونونه به د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ، په افغانستان کې د پانګونې او ګډو اقتصادي همکاریو په اړه همغږي لا پياوړې کړي.
همدارنګه، په غونډه کې صنعت‌کارانو او پانګوالو ته د بلخ ولایت د حیرتان صنعتي ښارګوټي د ځمکو د ورکړې په اړه د ټاکل شوې کمېټې راپور هم وړاندې شو. د راپور له اورېدو وروسته پرېکړه وشوه، چې د حیرتان صنعتي ښارګوټي ځمکې دې لومړی د اداراتو تر منځ د ملکیتونو په معلومولو سره تصفیه شي. همدا راز دې په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو وزارت د موجوده تاسیساتو په پام کې نیولو سره د یاد ښارګوټي لپاره اصلاحي انکشافي پلان هم جوړ کړي.
په غونډه کې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د سکندره سیمې د نفرایټو د ظواهرو د قرارداد ورکړه او د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه هم تایید شول.
یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تعالی دفتر ته واستول شوې.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په افغانستان کې د ترکیې سفیر محترم جنک اونال او مل پلاوي سره د مخه ښې کتنه وکړه. ;
په دې کتنه کې لومړی د ترکیې سفیر محترم جنک اونال د خپل ډیپلوماتیک ماموریت پرمهال د افغانستان اسلامي امارت د همکاري مننه وکړه او په افغانستان کې دوه کلن ماموریت یې د ځان لپاره ویاړ وباله.
وروسته نوموړي د ترکیې او افغانستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراختیا کې د خپلو کوښښونو یادونه وکړه او وې ویل، د دواړو لوریو د ګټو تامین زما له کاري لومړیتوبونو څخه و چې په دې برخه کې مو پرمختګونه لرل.
د ترکیې سفیر همدارنګه د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزو اړیکو ته اشاره وکړه او وې ویل، ترکیې ته د افغانستان د سوداګریزو مالونو د لېږد او د ټرانسپورتي لارو د رامنځته کولو په اړه هڅې شوې دي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ترکیې سفیر محترم جنک اونال سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا کې یې د نوموړي د کوښښونو قدرداني او په راتلونکو ماموریتونو کې یې د بریا هیله ورته وکړه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زیاته کړه،افغانستان او ترکیه زیات مشترکات لري او تل یې د دوو ملګرو او وروڼو هیوادونو په توګه عمل کړی.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو له هغې جملې سیاسي، اقتصادي، روغتیایي او فرهنگي برخو کې د دواړو لوریو د اړیکو د لازیاتې پراختیا غوښتوتکی او هیله من دی چې د سوداګریزو او روغتیایي ویزو د اسانتیا په برخه کې اقدامات وشي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت له لوري د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنيوي په تړاو د همغږۍ جوړه شوې غونډه کې ګډون او وينا وکړه. ;
په دې مراسمو کې لومړی د رياست الوزراء اداري مرستيال وويل، په يوه اسلامي ټولنه کې د معروفاتو اقامه، د منکراتو مخنيوی او د شکايتونو اورېدل ځانګړی اهميت لري او د اسلامي نظام له اساسي اهدافو څخه ګڼل کېږي. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي زياته کړه، الحمدلله د اشغالګرو پر وړاندې د مبارزې دوره پایته ورسېده او اوس د اسلامي نظام د حاکمیت او ساتنې وخت دی، چې لازمه ده مسؤلين همدې امر ته په پام هڅه وکړي، ترڅو په هيواد کې اسلامي نظام پياوړی او د ملت ټول حقوق تأمين شي. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت مسؤلينو ته په خطاب کې وويل، ستاسو په اوږو دروند مسؤليت پروت دی او د معروفاتو د اقامې او د منکراتو مخنيوي په موخه لا زياته هڅه او له خلکو سره نېک چلند وکړئ. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د اوږدو جګړو له امله هيواد ته اوښتو زيانونو ته په اشارې زياته کړه، په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکميت سره امنيت په بشپړ ډول تأمين شوی، اداري فساد ختم شوی او په ټول هيواد کې انکشافي پروژې د تطبيق په حال کې دي. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال له ګاونډيو هيوادونو څخه د کډوالو د ستنېدو مسئلې ته په اشارې وويل، ټول کډوال د خپل دين، ناموس او حیثیت د ساتنې لپاره ګاونډيو هيوادونو ته تللي، خو متأسفانه نن د قانوني اسنادو لرلو باوجود اخراجېږي، خو د افغانستان اسلامي امارت د يو ځانګړي کمېسيون جوړولو له لارې د کډوالو د ستنېدو مسئلې مديريت او کنټرول لپاره لازم اقدامات ترسره کړل او اوس ستانه شوي هيوادوال ټول په ابرومندانه ډول په خپل هيواد کې ژوند کوي.#]]></description>
په دې غونډه کې، لومړی د کمېسيون له لوري د ټاکل شويو کمېټو فعاليتونه او کړنې وارزول شوې. ;
وروسته د کورنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، د چارو ادارې او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په تړاو يې لازم تصميمونه ونيول شول. ;
په پای کې، د ښاروالیو او د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د مخنيوي موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#]]></description>
                        <description><![CDATA[عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه ﷲ تعالی په کندهار کې د افغانستان د ټولو ولایتونو د فقهي مجالسو د مسئولینو، غړو او علماوو لپاره په جوړ شوي دوه ورځني روزنیز سیمینار کې چې د فقهي مجالسو عمومي رئیس، د مرکزي دارالافتاء لوی رئیس، د جهادي مدارسو لوی رئیس یو شمېر نورو مسؤلینو او علماء کرامو هم برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وکړه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمینار ګډونوالو ته لازم هدایات او مهمې توصیې وکړې، د ټولو راغلو علماءکرامو د خدمتونو ستاینه یې وکړه او د سیمینار ګډونوالو ته یې د فقهي مجالسو د اهمیت او ارزښت په اړه د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې تفصیلي وینا وکړه او ویې ویل رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي، چې الله جل جلاله چاته د خیر اراده وکړي، نو هغه ته په دین کې فقاهت ورکړي، په ټولو علومو کې بهترین علم د فقهي د علم دی ځکه فقه د ﷲ تعالی د کتاب او د رسول ﷲ صلی علیه وسلم د سنتو خلاصه ده چې حلال او حرام پرې پیژندل کیږي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د فقیه عالم په اړه وویل: فقیه هغه څوک دی، چې په فرعي احکامو علم ولري، په حلال او حرام، په فرض او واجباتو، په مکروهاتو او مکروه تنزهي او په اعتقادیه احکامو علم ولري. د فقهې علماء د ﷲ جل جلاله او رسول ﷲ صلی علیه وسلم په نزد پر نورو خلکو امتیاز لري او په خلکو کې یې د خیر خلک یاد کړي دي، ﷲ تعالی یې درجه لوړه کړې ده. او فقهاء یې د مسلمانانو د خیر لپاره انتخاب کړي دي، ځکه دوی حلال او حرام او ښه او بد پیژني او خلکو ته یې نفع رسیږي او د خلکو مشکلات حل کوي.
هغه جناب د فقهي مجلسونو په اړه وویل: د علم د افادې او استفادې لپاره تګ کول جهاد فی سبیل ﷲ دی او فقې علماء د ﷲ جل جلاله د دین د اعلا لپاره تګ او راتګ کوي او مجلسونه کوي. په فقهي مجلسو کې د حق اظهار کیږي، مسائل پکې روښانه کیږي او تحقیق پکې کیږي، افاده او استفاده پکې کیږي د علماوو ترمنځ مینه او محبت پیداکیږي. ;
ﷲ جل جلاله علماوو ته د انبیاوو علیهم السلام وراثت سپارلی دی، چې دوی به علم زده کوي او د خلکو رهنمايي به په اخلاقو، علم او ادب کې کوي، اوس د خلکو رهنمايي او هدایت د علماوو پر غاړه ده؛ دا د علماوو مسؤلیت دی چې خلکو ته به د شریعت په رڼا کې لار ښيي، ځکه دوی د ﷲ جل جلاله لخوا مسؤل بلل سوي دي، چې دوی به خلکو ته هدایت کوي او لار به ورته ښيي اوس علماء کرامو ته د ښه خدمت زمینه برابره ده، حلالو ته حلال او حرامو ته حرام ویلای شي، نو علم زده کړئ، خلکو ته یې ورسوئ او په خلکو کې علم عام کړئ. اوس د دین د کامیابه کیدو مسؤلیت د علماوو پر غاړه دی، او دا د دوی مسؤلیت دی چې خلک په دین پوه کړي.
جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې وویل: یو د بل سره مخالفت ونه کړئ. د خلکو په منځ کې د اختلافاتو په ختمولو کې کوښښ وکړئ. د دنیا طمع مه کوئ، حق پټ نه کړئ، امربالمعروف او نهي عن المنکر کوئ، تاسو د فقهي مجالسو علماء د عامو خلکو نماینده ګان یاست، د خلکو او د مسؤلینو اصلاح به کوئ، د خلکو درته امید دی، شریعت پر خپلو ځانو باندې عملي کړئ، ترڅو خلک تاسو وویني او ستاسو تقلید وکړي. علماء او مسؤلین دي د اسلامي امارت لخوا صادر شوي فرمانونه اول په ځان عملي کړي او وروسته دي یې خلکو ته بیان کړي، فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوئ، په فرامینو خلک پوه کړئ، حیثیت او ارزښت یې ورته بیان کړئ.
په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي دي او ملاتړي به وي.
۲۸/۵/۱۴۴۷ هـ ق]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پانګونو په جذب کې د افغانستان اسلامي امارت د پالیسي د توضیح په مناسبت د افغانستان علومو اکاډمي کې جوړ شوي علمي سیمینار کې ګډون او وینا وکړه. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دې عملي سیمینار په جوړېدو د خوښي څرګندولو سره وویل، اقتصاد د یوې ټولنې د ټولو برخو په پرمختګ کې اساسي رول لري او اسلام د تولید له سپارښتنې سره د هوسا او عادلانه ټولنې په لټه کې دی. ټولنه چې اقتصاد ونه لري، نشي کولی په هیڅ برخه کې له هغې جملې ټکنالوژي او د خپلې خپلواکي او حیثیت په دفاع کې اغېزناک او ګټور اقدام وکړي. ; ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، افغانستان له نیمې پېړۍ وروسته او د اسلامي امارت له واکمني سره امنیت او ارامي تجربه کوي، اداري فساد له منځه تللی او د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او استعمال منع شوی او معتادین راټول شوي چې دا د افغان ملت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په افغانستان کې د پانګونو جذب کې د اسلامي امارت په ټینګ ملاتړ پر ټینګار وویل، اسلامي امارت تاجرانو او پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ته تیار دی. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د کانونو د رااېستلو، انرژي، ټرانسپورت او انتقالاتو، مخابراتو او نورو برخو کې د پانګونې د اړتیا په اړه خبرې وکړې او وې ویل، داخلي تولیدات په اقتصادي وده، پرځان بسیاینه او د شغلونو ایجاد او د وړتیاوو په غوړېدا کې ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت له داخلي تولیداتو څخه په ملاتړ کې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او له بهر څخه د توکو د راواردولو د کمولو په هڅه کې دی. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د داخلي تولیداتو ملاتړ د اقتصادي ودې، د ملي عوایدو د زیاتوالي او په هیواد کې د اقتصادي ضربې د کموالي لامل کېږي او همدارنګه د صادراتو د زیاتوالي، د بانکي او سوداګریزو اسانتیاوو، په سوداګرۍ کې د الکترونیکي سیستمونو د رامنځته کېدو، زیربناوو، په کارخانو او صنعتي پارکونو کې د پایداره انرژي د تامین او د زیاتو کاري فرصتونو د برابرېدو لامل کېږي او هیواد پر نورو له تکیې څخه خوندي کوي. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي له ملي تاجرانو او پانګوالو وغوښتل چې د تولیداتو په ځانګړي ډول د خوړو او درملو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال همدارنګه له ګاونډیو هیوادونو څخه د مهاجرینو راستنېدو او د وروستیو طبیعي پېښو له امله اوښتو زیاتو ځاني او مالي زیانونو ته اشاره وکړه او له ملي تاجرانو او ټولو افغانانو یې وغوښتل چې د خپل توان په اندازه د مهاجرینو او زیانمنو ملاتړ ته پاملرنه وکړي. ;
په پای کې محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت د متقابل درناوي په اساس له ټولو ګاونډیو او نورو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او موږ غواړو ټول مسایل د ډیالوګ او مذاکراتو له لارې حل شي او جنګ د هیڅ لوري په خیر نه ګڼو، باید ټول مسایل د یوې معقولې، منطقي، پر متقابل درناوي ولاړې طرحې او د ګټې ګټې منطق په اساس حل شي او دواړه ګاونډي هیوادونه په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د بدخشان له علماؤ او مشایخو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د بدخشان له علماؤ او مشایخو او همدا راز د پامیرکلان او پامیر خورد ولسوالیو له مشرانو او مخور او مسؤلینو سره په جلا جلا ډول ترسره شوه، دوی د یاد ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
دوی همدا راز د امنیت د تامین او د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د سیمه ییزو مسؤلینو هڅې وستایلې او په یادو ولسوالیو کې د سړک او روغتیایي کلینیکونو، مدرسو او ښوونځیو د جوړولو ترڅنګ یې د برېښنا مزي د غځولو په برخو کې د خلکو غوښتنې شریکې کړې او ورته د پاملرنې غوښتونکي شول.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له دوی سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه او په بېلابېلو په ځانګړي ډول د عامه ذهنونو روښانولو او اسلامي نظام د پیاوړتیا په برخه کې یې د بدخشان د علماؤ او مشایخو او د ولسونو د ستونزو په حل کې د مسؤلینو هڅې وستایلې.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د سیمه ییزو مسؤلینو پر نېک چلند او صادقانه ډول د دندو پر اجرا ټینګار وکړ وې ویل، مسؤلین دې د خلکو د ستونزو په تشخیص او ټولنیزې هوساینې په برخه کې لازیاتې هڅې وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د دوی د غوښتنو په هکله وویل، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام په دې برخه کې رسیدګي او لازم اقدامات وکړي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ.
په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي پيل شوه.
د يادوني وړ ده چې یاد صنعتي پارک شاوخوا ١٠٠٠ جریبه مساحت لري او بېلابېلو صنعتي شرکتونو ته په هيواد کې د صنعتي سکتور د ودې په پار په واک کې ور کول شو. ;
دغه صنعتي پروژه د هېواد د صنعتي سکتور د‌ ودې او پیاوړتیا، د پانګونې د جذب او د سیمه‌ییز اقتصاد د غوړېدا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د امام ابو حنیفه (رح) دارالعلوم د حدیثو دورې او د قرانکریم د حافظانو د فارغانو د دستاربندي په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال لومړی د فاضلانو او د قرآنکریم د حافظانو د فراغت په مناسبت ټول افغان ملت او په ځانګړي ډول په خپله هغوی، د هغوی استادانو او کورنیو ته د مبارکي ویلو پرمهال فاضلانو او د قرآنکریم حافظانو ته په خطاب کې وویل، دا فراغت له یو پړاو څخه بل پړاو ته د ورتګ په مانا دی او له دې وروسته به تاسو ته لوی مسئولیتونه متوجه وي. ;
 ;محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په دوام وویل، له دغه طلایي فرصت څخه چې لرئ یې خپل علم او معلومات زیات او کمال ترلاسه کړئ. ; ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، تاسو د اسلامي ټولنې او افغان ملت راتلونکي مسئولین او رهبران یاست، کله چې د مدرس، امام او یا د ټولنې د یو خدمتګار په توګه مسئولیت درسپارل کېږي، مسئولیت منلو ته پام وکړئ، تل په سنتو عمل او له تکبر او غرور پرهېز وکړئ. ;
محترم مولوي عبدالسلام حنفي په پای کې فاضلانو او د قرآنکریم حافظانو ته په خطاب کې وویل، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت د خپلې لارې څراغ وګرځوئ او د نبي صلی الله علیه وسلم په اقوالو، افعالو او سیرت عمل وکړئ او د استادانو او د دین د مشرانو ادب او درناوی پرځای کړئ چې په دنیا او اخرت کې به ستاسو د بریالیتوب لامل شي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس، الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا په هدف، د وزارتونو او خپلواکو ادارو د ویندویانو او د پلان او پالیسۍ رئیسانو په غونډه کې ګډون وکړ.
په دغه ناسته کې،چې د اسلامي امارت مرکزي ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد په انلاین توګه، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، مولوي نعیم ‌الحق حقاني ،د یاد مرکز مسئولینو او د ۴۲ امارتي ادارو د پلان او پالېسۍ رئیسانو او ویندویانو هم ګډون کړی وو، د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
 ;د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس، الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په کوربتوب د نظام د اطلاعاتي بهیر د چټکتیا لپاره جوړه شوې ناسته ؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یو مهم اقدام وباله او زیاته یې کړه، په تېرو څلورو کلونو کې په اقتصادي، سیاسي، نظامي، امنیتي، فرهنګي او ټونیزه برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او هرې امارتي ادارې د نظام د اهدافو د تحقق او ملت ته د خدمت په موخه نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دی.
 ;د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس زیاته کړه، د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو، د کره او دقیقو معلوماتو شریکول پر نظام د خلکو باور زیاتوي او د منفي تبلیغاتو د مخنیوي لامل کېږي.
همداراز، د اسلامي امارت مرکزي ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد هم یادې ناستې ته له کندهار څخه په انلاین بڼه وینا وکړه او وې ویل، اسلامي امارت په هره برخه کې ښې او ملموسې لاسته راوړنې لري او د دغو لاسته راوړنو په تړاو کره معلومات باید په مسلکي ډول له رسنیو او ولس سره شریک شي.
ښاغلي ذبیح الله مجاهد، د امارتي ادارو د نشراتي فعالیتونو پر پیاوړتیا، د اطلاع رسونې بهیر پر چټکتیا او د ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچې پر لاپراختیا ټینګار وکړ.
په پای کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له لوري د باوري اطلاعاتو د راټولولو او شریکولو په تړاو جوړ شوی میکانیزم ګډونوالو ته تشریح او وړاندې شو.
ناسته نظام او ولس ته د خیر په دعا سره پایته ورسېده.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند نن په ارګ کې حسن بصري رحمه الله نوی جامع جومات پرانیست او د جمعې مبارکې لمونځ یې په کې ادا کړ.
په دغو مراسمو کې چې د ریاست الوزراء مرستیالانو،، د کابينې يو شمېر وزيرانو، د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس او مرستیالانو، د امارتي ادارو رئیسانو، یو شمېر علماوو او عامو هیوادوالو هم حضور درلود؛ شیخ فقیر محمد محمدي د جمعې د لمانځه له اداکولو مخکې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د هيواد، هيوادوالو او ټول عالم اسلام لپاره د خیر او فلاح هر اړخیزه او جامع دعا وکړه.
حسن بصري (رح) جامع جومات د افغان انجنيرانو او مسلکي کاریګرو په مټ د هرات د چشت شریف له مرمرو، د هلمند له رخامو، د میدان وردګ له ډبرو، د کنړ او نورستان له لرګیو او نورو وطني توکو رغېدلی چې د شنې ساحې په ګډون له ۱۰۶۰ مترمربع ځمکې څخه پر ۶۲۷ متر مربع ځمکه جوړ شوی او په يوه وخت په کې ۱۰۰۰ تنه لمونځ کوونکي ځایېږي.
 ;ياد جومات چې محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند یې د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب په ۲۴ د بنسټ ډبره ایښې وه، يوه ګنبد، څلور منارې، په تلخونه کې د کتابتون، تدریس او لمانځه لپاره مناسب ځای، د مرکز ګرمي ترڅنګ سړې او تودې اوبه او د برېښنا، انټرنټ او غږیز سیستم لپاره یوه کنټرول خونه هم لري.#]]></description>
په دې غونډه کې لومړی د کمېسيون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل. ;
وروسته د پوهنې وزارت او ښاروالیو اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا اړینه وبلله او ویې ویل، افغانستان له کونړ سیند نیولې د هلمند او فراه تر پراخو لمر لرونکو دښتو او د هرات او نیمروز تر چټکو بادونو پورې د برېښنا تولید لپاره بې شمېره سرچینې لري. ;
هغه زیاته کړه، د برېښنا په برخه کې خودکفایۍ ته رسېدل اسلامي امارت په خپلو لومړیتونو کې نیولي او په دې برخه کې اساسي هڅې کوي. ;
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال څرګنده کړه، د برېښنا په برخه کې په خودکفا کېدو سره به افغانستان د بې کیفیته وارداتو پر ځای باکیفیته توکي بهر ته صادروي او هېواد ته به د پانګې راتلو دروازې پرانیستل شي.
په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې د صنعت او په ځانګړي ډول د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې هر ډول اسانتیاوې ورته برابروي.
د پنجشیر پارنده برېښنا تولیدي فابریکه څلور مېګاواټه برېښنا تولیدوي، چې تر ډېره به د دغه ولایت د اوسېدونکو د برېښنا ستونزې ورسره حل شي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستال محترم الحاج ملاعبدالغني برادر اخوند نن د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د تجارتي اړیکو د پایداره مدیریت، په سوداګریز ډګر کې د افغانستان د ستراتيژیکې بقا، د ولس د ابرو او د هېواد د سیاست د مصؤن ساتلو په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه. ;
په دغه غونډه کې چې د بېلابېلو امارتي ادارو مسوولینو، سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو حضور درلود، محترم الحاج ملاعبدالغني برادر اخوند هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، سیمه ییز او نړیوال تجارت د ټولو هېوادونو ترمنځ مشترکه او واحده اړتیا ده او هېڅ ډول مشروع تجارتي اړیکې باید د نامعقولو سیاستونو ښکار نشي.
هغه زیاته کړه، له بده مرغه په ننني عصر کې دا یو معمول ګرځېدلی چې تجارتي اړیکې، سوداګریزې لارې، اقتصادي بندیزونه او د مهاجرینو غیر شرعي او غیر بشري زجر د سیاسي نامعقولو وسیلو په توګه کارېږي؛ ترڅو په مطلوب هېواد باندې سیاسي فشارونه زیات شي، خو افغانستان اوس مهال د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره بېلابېلو لارو او دهلیزونو ته لاسرسی لري، ټوله تکیه مو یوازې په یو ځانګړي هېواد نه ده او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره مو د تېر په پرتله سوداګریز مناسبات او اړیکې په مراتبو پياوړي شوي دي. ;
نوموړي وویل، د لارو دا تنوع موږ په عملي توګه له اقتصادي او سیاسي فشارونو ژغوري. د لارو د تنوع او مناسبو پالیسیو په وسیله الله تعالی له هغه حالته ایستلي یوو چې د یوه مسیر له بندېدو سره به مو په هېواد کې د موادو قیمتونه پورته شول.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستال څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت په مسلسله توګه هڅه کوي چې د سیمه ییز او نړیوال اتصال لپاره نوې بدیلې لارې هم رامنځته کړي او شته بدیلې لارې له زیربنايي او تخنیکي اړخه معیاري او باظرفیته کړي.هغه زیاته کړه،
د افغانستان اسلامي امارت تل له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې سالمې سوداګریزې اړیکې پاللې دي او تل به یې پالي؛ خو که نور هېوادونه زموږ له معقول سیاست څخه ناوړه استفاده کوي، بیا موږ هم مجبور یوو چې په بدیلو لارو فکر وکړو.
محترم الحاج ملاعبدالغني برادر اخوند په پاکستان باندې د سوداګرۍ د تکیې کمولو لپاره صنعت‌کاران او سوداګرو ته په خطاب کې وویل، د پاکستان پر ځای دې له نورو بدیلو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي. دې لارې نه یوازې زموږ تجاران زیانمن کړي؛ بلکې بازارونه او عام ولس یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی. ;
نوموړي له ټولو سوداګرو څخه په ټینګار وغوښتل چې د صادراتو او وارداتو بدیل انتخابونه ژر عملي کړي چې صادرات او واردات له خنډ او ځنډ سره مخ نشي. هغه مواد مو چې تر اوسه په پاکستان کې خریداري کول، د خرید او واردولو لپاره یې د نورو هېوادونو او مارکېټونو تلاش وکړئ. هغه زیاته کړه، که له دې وروسته هم تجاران مالونه د پاکستان له لارې واردوي او یا یې صادروي، د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې یې اسلامي امارت هېڅ ډول مشکل ته رسېدنه نه کوي او نه یې غږ اوري. ;
نوموړي له پاکستان څخه د دوا واردوونکو څخه په ټینګار وغوښتل چې خپل واردات له نورو هېوادونو او نورو لارو څخه ترسره او ژر تر ژره له بدیلو لارو استفاده وکړئ. په درې میاشتو کې دې خپل ټول حسابونه هلته تصفیه او کار دې را ونغاړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستال وویل، پاکستان په کراتو د سوداګرۍ پر مخ لارې تړلې، له تجارتي او بشري مواردو یې سیاسي استفاده کړې او د دواړو هېوادونو تجاران او صنعت‌کاران یې متضرر کړي دي، د دوی د یادو کړنو له امله اسلامي امارت دا پرېکړې وکړې. که پاکستان د لارو خلاصېدل غواړي، په داسې کلکو او معتبرو تضمینونو به ورسره خلاصیږي چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې یې بیا ونه تړي. ;
محترم الحاج ملاعبدالغني برادر اخوند په پای کې
د مالیې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له درېیو میاشتو وروسته له پاکستان څخه واردېدونکې دوا محصول نه کړي او هېچا ته یې د واردولو اجازه ور نه کړي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د کابینې نهمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشري نن تر سره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه پکې د هېواد د لوړو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو په اړه بحث او ځینې پریکړې وشوې.
غونډه کې د پراختیایي پروژو د څرنګوالي په اړه بحث او د غیر مالیاتي عوایدو راپورونه تایید شول او پرېکړه وشوه چې مربوطه ادارې دې ټول شوي وړاندیزونه په نظر کې ونیسي، په ځانګړي ډول د پراختیایي پروژو اړوند؛ ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره او اسانتیاوې رامنځته شي. ;
همدا راز د مالیې وزارت ته لارښوونه وشوه چې هر څومره ژر کېدلای شي د نفت او ګازو د لابراتوارونو اړوند دستګاوې دې له معیار او کیفیت ادارې سره په همغږۍ وپېرل شي؛ ترڅو د غیر معیاري نفتو او ګازو د واریدېدلو په سمه توګه مخه ونیول شي. ;
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال او په افغانستان کې د ياد سازمان د بشري چارو همغږي کوونکي ښاغلي ايندريکا راتوته او مل پلاوي سره وکتل. ;
په دې کتنه کې ښاغلي ايندريکا راتوته د رياست الوزراء اداري مرستيال سره پر دې کتنې د خوښۍ څرګندولو تر څنګ وويل، په ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه سازمانونو کې د هغه او همکارانو موخه په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کډوالو مسئله کې له افغانستان سره همکاري ده او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت د مسئولينو له همکارۍ او همغږۍ څخه هم مننه وکړه. ;
ښاغلي راتوته زياته کړه، اوسمهال راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې موضوع ځانګړی اهميت لري او د ملګرو ملتونو سازمان هڅه کوي په دې برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي. ;
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال څرګنده کړه، له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ ميليونه کډوال بېرته وطن ته ستانه شوي، چې په ياده موده کې د دومره ډېرو کډوالو ستنېدل هر هيواد ته يو لویه ستونزه ګڼل کېږي، خو اسلامي امارت وکولای شول دغه موضوع په صحيح ډول مديريت کړي. ;
ورپسې د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي ايندريکا راتوته او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کډوالو په ګډون په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د مرستو له امله د کورنيو او بهرنيو مرستندويه سازمانونو او افرادو مننه وکړه. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، اوږدې تحميلي جګړې، اقليمي بدلونونه، د سېلابونو او زلزلو په څېر طبيعي پېښې له يوې خوا او له ګاونډيو هيوادونو څخه په جبر د کډوالو اخراج له بلې خوا لا زياتو هر اړخيزو همکاريو او انسجام ته اړتيا لري، ترڅو له هغوی سره په ښه ډول مرسته او ستونزو ته يې رسيدګي وشي. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال همداراز څرګنده کړه، راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره لا زياته همغږي به د مرستو په رسولو کې د لا زيات شفافيت او غوره والي لامل شي او هيله لرو ملګري ملتونه او نورې مسؤلې ادارې د هغوی د حقونو تأمين لپاره خپل مسؤليتونه ترسره کړي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته ۱۸ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
له هراړخیز بحث وروسته د ۳ میلیارده او ۳۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت ۶ پروژې منظورې شوې او په ۶ پروژو کې بیا یولړ تعدیلونه راغلل. ;
همدارنګه د څلورو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي. ;
په همدې ډول یوه پروژه بیاځلې ازادې داوطلبۍ ته وسپارل شوه او د بلې پروژې په اړه بیا اړوندې ادارې ته هدایت وشو، چې تدارکاتي پروسه یې له سره وارزوي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
په منظور شوو پروژو کې د بادغیس ولایت د قادس خوردک ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند، د پروان ولایت د بګرام او کوه ساپي ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک، د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسول او همداراز په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي. منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ترکیې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د کوربه‌توب او منځګړیتوب له امله د ترکیې جمهوریت او قطر دولت له وروڼو هېوادونو یوځل بیا مننه کوي.
د افغانستان اسلامي امارت استازي د مشرتابه په ځانګړي هدایت، په ښه نیت او صلاحیت سره له پاکستاني لوري سره استانبول کې دوه ورځې پر له‌پسې (د نومبر ۶مه او ۷مه) په دې هیله ګډون وکړ چې دا ځل به پاکستانی اړخ له خپلو مشرانو سره له سلا مشورو وروسته په مسؤولیت‌پذیرۍ او رغنده نیت د ستونزې د اساسي حل لپاره جدي وي او له واقعبینانه او قابل عمل غوښتنو سره به خبرو ته وړاندې شي.
متأسفانه چې پاکستاني لوري د خبرو پرمهال د خپل امنیت په تړاو ټول مسؤولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کول په داسې حال کې چې له خپلې خوا يې نه د افغانستان د امنيت او نه د خپل امنیت په اړه د هېڅ ډول مسؤولیت منلو ته چمتووالی نه ښود.
د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسؤولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږو. ;
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا په خپل اصولي دریځ ټینګار کوي، چې هیچاته به اجازه نه ورکوي ترڅو د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر خلاف استفاده وکړي او نه به بل هیواد ته اجازه ورکړي چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او امنیت پر ضد اقدامات او یا ملاتړ وکړي. ;
د پاکستان مسلمان ولس د افغانانو وروڼه دي او د افغانستان اسلامي امارت ورته نېک نیت او د امن هیله لري او د خپل مسؤولیت او وړتیاوو په حدودو کې به همکاري ورسره کوي. ;
 ;د افغانستان د ولس او خاوري دفاع د افغانستان اسلامي امارت شرعي او ملي وجیبه ده او د هر تجاوز پر وړاندې به د الله تعالی په مرسته او د خپل ولس په ملاتړ کلکه دفاع کوي. ان شاءالله تعالی
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند ;
۱۴۴۷/۵/۱۷ھ ق
۱۴۰۴/۸/۱۷ھ ش - 2025/11/8م]]></description>
                        <description><![CDATA[عاليقدر أميرالمؤمنين شيخ القرآن و الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په کندهار کې د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت د ديني جامعاتو او تخصصاتو د قضاء او افتاء څانګو د مسئولينو او فاضلانو په يوه پرتمينه غونډه کې ګډون او ارزښتناکه وينا وکړه. ;
په غونډه کې د ديني جامعاتو د مسئولينو او دوولس سوو تنو فاضلانو تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د مرکزي دارالافتاء رئیس شیخ الحديث مولوي خیرجان، د لوړو زده کړو وزير شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم او ګڼ شمیر نورو مسئولینو او علماء کرامو هم ګډون درلود.
په غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت زعيم عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله تعالی خپله ارزښتناکه وینا واوروله.
عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ديني جامعاتو علماء کرامو او فاضلانوته د وينا په ترڅ کې هغوی خپل درانه مسئوليت ته متوجه کړل، له خپله اړخه يې د ملاتړ ډاډ ورکړ او د اسلامي امارت د حاکميت اصلي مقصد يې د محمدي غرا شريعت نفاذ ياد کړ. ;
هغه جناب په خپله وينا کې د اخلاص، نيت، وحدت، اتفاق، اطاعت، د اسلامي نظام ملاتړ، پر شريعت استقامت او د ټولو حکومتي قوانينو د شرعي کولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د ديني جامعاتو د افتاء او قضاء څانګو فاضلانو ته يې په ځانګړي خطاب کې وويل:
د اسلامي نظام د اقامې لوی هدف د شرعي محاکمو او صحيح قضاء له لارې د شريعت تطبيق دی، نو تاسو بايد کوښښ وکړئ چې په افتاء او قضاء کې ښه مهارت تر لاسه کړئ، څو د مسلمانانو ښه خدمت وکړای سئ، تاسو ته به د قضاء دروند مسئوليت در سپارل کېږي، نو په پوره جرئت به شرعي فیصلې کوئ او د چا تر تأثير لاندې به نه راځئ، حتی زما تر تأثير لاندې به هم نه راځئ، په تاسو کې چې چاته د فتوی مسئوليت سپارل کېږي بايد ډېر محتاط واوسي، د افتاء اصولو ته به ډېره پاملرنه کوئ او په فتوی کې د ډېرو علماوو سره مشورې کوئ او نظرونه به يې اخلئ، کوښښ به کوئ چې د فتوی اصلي مرجع مو د متقدمينو علماوو کتابونه وي او د معاصرو علماوو فتاواوې مو د ممدې مرجع او فرعي مأخذ په توګه وي.
عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د خپلې وينا په يوه برخه کې علماء کرام متوجه کړل چې په درسي حلقاتو کې د امامت کبرا مهمې مسئلې ته پاملرنه وکړي، څو طالبان او عام مسلمانان د شرعي امامت د مهم مسئوليت او لوی اسلامي ارزښت څخه خبر شي، ځکه د شرعي امام او اسلامي نظام وجود له پېړيو څخه له مسلمانانو ورک وو، اوس چې اسلامي نظام الله تعالی قائم کړی دی بايد خاص او عام مسلمانان ورباندې خبر شي.
دغه ډول عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله تعالی په خپله وینا کې د علماء کرامو او عامو مسلمانانو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه چې د اسلامي نظام په قيام، د شريعت په تطبيق او د فرامينو په عملي کولو کې يې له اسلامي امارت سره کړې ده.
د غونډې په وروستۍ برخه کې فاضلانو ته د عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله لخوا د حنفي مذهب د مشهور او معتمد کتاب رد المحتار علی الدرالمختار درس ورکول شو او ټولو علماوو او فضلاوو د دغه تبّرک له حاصلولو وروسته د بيعت تجديد هم وکړ.
غونډه د عاليقدر أميرالمؤمنين حفظه الله تعالی لخوا د دعاء په ويلو سره په د اسې حال کې پای ته ورسېده چې د ټولو علماوو او فضلاوو سترګې د خوښۍ او شکر له اوښکو ډکې وې. والسلام]]></description>
                        <description><![CDATA[د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون جوړه شوه. ;
په پيل کې ګومارل شویو پلاویو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپور وړاندې کړ .
وروسته د لوړو زده کړو او اطلاعاتو کلتور وزارتونو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ننګرهار ولایت اړوند موضوعاتو په هکله له بحث او هر اړخيزې ارزونې وروسته لازم تصميمونه ونيول شول. ;
په پاې کې د ننګرهار ولایت اړوند موضوع د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سمنګان ولایت ته د خپل سفر پرمهال نن د سمنګان له والي محمد شعیب رسالت او د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسیدنې لپاره د ټاکل شوو کمېټو مسوولینو سره د ولایت په مقام کې وکتل. ;
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په مختلفو برخو کې د ټاکل شوو کمېټو له مسوولینو څخه د دوی اړوندو برخو کې د ترسره شوو کړنو راپورونه وغوښتل. ;
د یادو کمېټو مسوولینو په خپلو راپورونو کې وویل، تر دې مهاله یې د زلزلې له امله ټولو زیانمنو شوو هېوادوالو ته لومړني خوراکي توکي، درمل، البسه، خیمې او د سرپناه اړین توکي رسولي. هغوی زیاته کړه، د سطحي ټپيانو عاجله درملنه شوې او هغوی چې اوږدې درملنې ته اړتیا لري، نغدي مرستې ورسره شوې دي.
محترم ملا صاحب د یادو کمېټو د ترسره شوو کارونو مننه وکړه او په هغوی یې ټینګار وکړ چې ژر تر ژره د سمنګان ولایت په ټولو زلزله ځپلو سیمو کې د شهیدانو، ټپيانو، په بشپړ ډول د نړېدلو کورونو او په نیمه ډول د زیانمن شوو کورونو سروې بشپړه کړي او پر زیانمنو خلکو د اسلامي امارت مرستې په شفاف ډول ووېشي.
په سمنګان ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۳ هېوادوال شهیدان او ۳۴۴ ټپيان شوي دي. دغه راز ۴۱۹ کورونه او ۱۲ جوماتونه په بشپړ ډول نړېدلي او ۵۹۳ کورونه په نیمه ډول زیانمن شوي دي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن سمنګان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د زلزلې له امله له زیانمنو شویو هېوادوالو سره خواخوږي وکړه.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په زلزله کې د شهیدانو شوو هېوادوالو روح ته دعا وکړه، د شهیدانو کورنیو ته یې تسلیت ووایه، ټپيانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه او ځان یې د هغوی په غم کې شریک وباله. ;
محترم ملا صاحب زیاته کړه، اسلامي امارت ستاسي تر څنګ ولاړ دی او ډاډ درکوي چې د خپلو ټولو امکاناتو په چوکاټ کې به د سرپناه جوړولو، کورونو ابادولو او ځینو نورو برخو کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي له ټولو هغو خیریه بنسټونو، سوداګرو او هېوادوالو څخه مننه وکړه، چې په دې سخت وخت کې یې له زلزله ځپلو سره مرسته کړې ده. ;
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یوځل بیا پر ټولو شتمنو هېوادوالو، سوداګرو او نړیوالو خیریه بنسټونو غږ وکړ، چې د دې دردونکې پېښې د قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند سمنګان ولایت ته نغدي مرستې هم وړې دي، چې ولایتي مسوولین به یې په شفاف ډول زیانمنو شویو هېوادوالو ته د کورونو ابادولو، سرپناه جوړولو، د ټپيانو درملنې او نورو برخو کې د ستونزو د حل لپاره، ووېشي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د بادغیس مرستیال والي محترم الحاج ملا غوث الدین کاکا او د دې ولایت له یو شمېر مسؤلینو او مجاهدینو سره وکتل. ;
په پیل کې د بادغیس مرستیال والي محترم الحاج ملا غوث الدین کاکا د دې ولایت د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې، وروسته اړوندو مسؤلینو د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.
دوی زیاته کړه، سیمه ییز مسؤلین او مجاهدین د امنیت د تأمین او د خلکو د هوساینې او د اسلامي امارت د مشرانو د اوامرو او لارښونو د اجرا لپاره خدمت ته چمتو او تل د هیوادوالو د ستونزو د حل په موخه نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.
دوی دغه راز په بېلابېلو برخو کې د بادغیس د ولسونو ستونزې او غوښتنې شریکې او دې برخې ته د اسلامي امارت د پاملرنې غوښتونکي شول.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت د مسؤلینو کړنې او فعالیتونه وستایل او وې ویل، سیمه ییز مسؤلین باید د خپلو چارو په ترسره کولو کې صادق او د خلکو د ستونزو د حل لپاره تر بل هر وخت زیاتې هڅې وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بادغیس د ولسونو وړاندیزونو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به د خپلو شته امکاناتو په پام ورته رسیدګي او لازم اقدامات ترسره کړي.#]]></description>
                        <description><![CDATA[په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره شپه په سمنګان، بلخ، بغلان، کندز او ځینو نورو ولایتونو کې د زلزلې له امله زموږ یو شمیر افغانان شهیدان او ګڼ شمیر ټپيان شوي، ډیری کورونه هم نړیدلي او مالي زیانونه اوښتي دي. ;
انا لله و انا الیه راجعون ;
اسلامي امارت له متأثره شویو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، شهیدانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته عاجله شفا غواړي، کورنیو او خپلوانو ته يې تسلیت وايي.
همدا ډول د اسلامي امارت اړوندو مسئولینو په شمول ټولو مربوطه اداروته لارښوونه کیږي چې هرڅه ژر سیمې ته خپلې طبي، خوراکي او نورې مرستې ورسوي، د باقي خلکو د نجات لپاره هڅه وکړي، د کورونو، خیمو او نورو اړوندو اړتیاوو په اړه لازم اقدامات ترسره کړي. ;
له الله تعالی څخه غواړو چې له نورو دا ډول افاتو څخه موږ مصئون وساتي او د بیګا شپې متأثره شوو ته جمیل صبر او جزیل اجر ورکړي. والسلام ;
د افغانستان اسلامي امارت
۱۲/۵/۱۴۴۷هـ ق
۱۲/۸/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/11/3م]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د خپل دایمی اصولي دريځ په رڼا کې، چې د ډيپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غواړی ، پاکستاني لوري سره د ترکيې او قطر د وروڼو دولتونو په غوښتنه او منځگړيتوب په استانبول کې څو ورځې خبرې وکړې چې نن پای ته ورسېدې، د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې د دې خبرو د منځګړیتوب او تسهیل په اړه د وروڼو هیوادونو ترکیې جمهوریت او قطر دولت څخه د زړه له تله مننه کوي لاندې موارد د یادونې وړ بولي:
الف: د افغانستان اسلامي امارت له پيله په ډيپلوماسۍ او تفاهم باور درلود، نو ځکه یې په رښتينولۍ او جدیت سره د مذاکراتو بهیر د یوه جامع او مسلکي ټيم په ټاکلو سره پيل او تر دې ځایه په پوره همکارۍ او زغم تعقیب کړ.
ب: د افغانستان اسلامي امارت له خپلو نورو گاونډيو هیوادونو سره د ښو اړيکو په څېر، له پاکستان سره هم مثبتې اړيکې غواړي او د دوه اړخیز درناوي، کورنيو چارو کې نه لاسوهنې او چاته د گواښ نه رامنځ ته کولو په اصولو ولاړو روابطو ته ژمن دی.
ج: د استانبول مذاکرات چې پيچلې پروسه یې درلوده د دې خبرو په تایید پای ته ورسیدل چې بیا به هم دواړه غاړې مجلس کوي او پاتې مسائل به تر غور او بحث لاندې نیسي. ;
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۴۷/۵/۸ھ ق
۱۴۰۴/۸/۸ھ ش - 2025/10/30م]]></description>
په دې غونډه کې ټاکل شويو پلاويو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل. ;
وروسته د لوړو زده کړو وزارت او امنيتي ارګانونو پر اړوندو موضوعاتو هر اړخيز بحث او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول. ;
په پای کې، د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې د اړوندې موضوع د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټې ته دنده وسپارل شوه.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرسیتال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د غور ولایت له یو شمېر علماوو، مجاهدینو او مسئولینو سره وکتل .
په دې کتنه کې لومړی هغوی د غور ولایت د حکومتولۍ، امنیتي او ټولنیز وضعیت او همدارنګه مسئولینو د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل. ;
هغوی زیاته کړه، د دې ولایت مسئولین او مجاهدین د خلکو د ستونزو د حل، هغوی ته د خدماتو برابرولو او هیوادوالو ته د امنیت او ارامي د تامین هڅې کوي. ;
همدارنګه هغوی په یاد ولایت کې ځینو اړتیاوو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت رهبري څخه یې وغوښتل چې د غور ولایت د خلکو غوښتنو او وړاندیزونو ته پاملرنه وشي. ;
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی د غوښتنو پوره کول د اسلامي امارت له دندو او مسئولیتونو څخه دي او ستاسو وړاندیزونو او غوښتنو ته به شته امکاناتو ته په پام لازم اقدامات وشي.]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د اهل تشيع يو شمېر علماوو او متنفذينو سره وکتل. ;
هغوی په پيل کې د مسؤلينو د هڅو او سرښندنو او په هيواد کې د اسلامي امارت تر حاکميت لاندې د انکشافي پروژو عملي کېدو مننه وکړه وې ويل، دې زيار او رښتينو هڅو د افغانانو ډېرې هيلې ژوندۍ کړې دي.
هغوی زیاته کړه، چې د کانونو استخراج او د هيواد په ټولو برخو کې په متوازن ډول د انکشافي پروژو تطبيق خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو ته ډېر کاري فرصتونه برابروي او له هيواد څخه د کډوالۍ مخنيوی کوي. ;
همداراز هغوی د هيواد په مختلفو برخو کې ځينو ستونزو او ټولنيزو مسايلو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت مسؤلينو څخه يې دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د رياست الوزراء اداري مرستيال اهل تشيع علماوو او متنفذينو سره پر دې ليدنې خوښي وښوده وې ويل، اسلامي امارت افغان ملت ته د خدمت ژمنتيا لري او د ټولنيزې هوساينې او د خلکو د ستونزو حل لپاره به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي. ;
د رياست الوزراء اداري مرستيال همداراز څرګنده کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت به د هيواد د اقتصادي پراختيا او په مختلفو برخو کې د انکشافي پروژو عملي کولو په موخه د خپل توان تر کچې هڅه وکړي.#]]></description>
د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته له اجنډا سره سم، په مختلفو ولایتونو کې د شاوخوا دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې د تائید لپاره وړاندې شوې، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تائید شوې.
په دې طرحو کې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ، د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د پنځه پوړیز سوداګریز مارکېټ، د خوست ولایت په مرکز خوست ښار کې د لس پوړیز سوداګریز مارکېټ، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د پنځه پوړیز مارکېټ، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د اته پوړیز سوداګریز مارکېټ او د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د اته پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړول شامل دي. ;
همداراز په دې طرحو کې د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ۲۰ پوړیزې سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړول، د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار په وچ ډنډ سیمه کې د ځمکتلي سوداګریز مارکېټ جوړول او د هرات ولایت په اسلام قلعه سوداګریز بندر کې د سوداګریز کمپلکس جوړول هم شامل دي، چې اړتیا وړ ټول امکانات به ولري. ;
د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې په ۱۵۰ جریبه ځمکه د میوه لرونکو ونو د پالنې د قوریې جوړول يوه بله طرحه وه، چې د اقتصادي کمېسيون لخوا تائيد شوه.
د یادونې وړ ده، چې د پانګونې پورته ذکر شوې طرحې د ریاست‌ الوزراء اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین‌ الوزارتي کمېټې له لوري په هر اړخیز ډول څېړل شوي او د تائیدۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې وې. ;
یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ حفظه‌ الله تعالی دفتر ته واستول شوې.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې ۳۵ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې.
په دې غونډه کې ۸ پروژې د یو لړ تعدیلونو په واردولو سره او د ۳.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظور او پنځه نورې بیا په تدارکاتي پروسو کې د ستونزو له امله بېرته اعاده شوې.
په منظور شويو پروژو کې استنادي دېوالونه، کانالونه، په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو ترمنځ نښلونکي سړکونه، د میدان وردګ ولایت د لوړو زده کړو موسسې د لیلیې ودانۍ او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او وېش پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي. ;
                        <description><![CDATA[د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د سعودي عربستان د «دلتا انټرنشنل» کمپنۍ له اجرائیوي رئیس شاهر التقي سره په داسې حال کې وکتل چې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم حضور درلود. ;
 ;‏په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګازو د اکتشاف، استخراج او د ګازو د نل لیکو غځولو په اړه خبرې وکړې.
د یاد شرکت اجرائیوي رئیس د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده او ژمنه یې وکړه چې له افغان انجنیرانو سره به خپلې تجربې شریکې کړي.#]]></description>
په پيل کې د یاد کمېسیون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپور وړاندې کړ او وروسته د لوړو زده کړو، پوهنې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارتونو، چارو ادارې عمومي ریاست، د احصایې او معلوماتو ادارې او امنيتي ادارو اړوند موضوعاتو په هکله له بحث او هر اړخيزې ارزونې وروسته لازم تصميمونه ونيول شول. ;
په پاې کې، په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.#]]></description>
                        <description><![CDATA[د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یاد کمېسیون د غړو په ګډون نن له غرمې مخکې ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړی د ګومارل شویو کمېټو کړنې، لاسته راوړنې او فعالیتونه وارزول شول. ;
وروسته د راستنو شویو مهاجرینو چارو ته د ښې رسېدنې د څرنګوالي او د مستحقو کډوالو د تثبیت او تشخیص او همدارنګه هغوی ته د ځمکو د وېش په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
همدارنګه د ځمکو د وېش په وړاندې د پرتو خنډونو او ځنډ پر لاملونو بحث او د حل په اړه یې پرېکړې وشوې.
 ;د غونډې په پای کې موظف پلاوي مکلف شول چې د مستحقو مهاجرینو لېست د دایمي استوګنې کمېټې ته ورکړي چې ژرترژره دې مسئلې ته رسې
دنه وشي.]]></description>