۱۳۹۵ د سلواغې ۱۷
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي دینګ شیجون سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او چین تر منځ د اړیکو، همکاریو او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تور لېست څخه د انجنیر ګلبدین حکمتیار د نوم د حذفولو هرکلی وکړ او وې ویل، هېواد یې په دې برخه کې همکاري کړې ده.
دینګ شیجون وویل، له طالبانو سره د تماسونو پرمهال یې تل د افغانستان د دولت او د جمهور رئیس په مشروعیت ټینګار کړی او یادونه یې وکړه چې د راتلونکي لپاره یوازینۍ لاره خبرې او مذاکرات دي. هغه زیاته کړه، طالبان مو خبرو ته هڅولي او پر پاکستان یې د څلور اړخیزو مذاکراتو د بیا پیلولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي وویل، هېواد یې په هغو ناستو کې چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې مرسته وکړي، ګډون کوي او د مسکو په ناسته کې د چین حضور په همدې موخه وو او په دې ناسته کې د افغانستان د دولت او خلکو په اندېښنه هم ټینګار وشو او څرګنده شوه چې په راتلونکو ناستو کې به د افغانستان دولت استازی هم حضور ولري.
جمهور رئیس غني د چین ولسي جمهوریت هېواد رهبري څخه د مننې په ترڅ کې له افغانستان سره په ځانګړي ډول د سولې په برخه کې د هغه هېواد د همکاریو قدرداني وکړه.
جمهور رئیس وویل، موږ د پراخه سیمه ییزه اړیکو په کوښښ کې یوو او د ترانزیت په برخه کې د چین ولسي جمهوریت د رول او همکارۍ مننه کوو.
محمد اشرف غني زیاته کړه، د افغانستان حکومت تل کوښښ کړی چې د خبرو له لارې د خشونت مخنیوی وکړي او په دې برخه کې مو له حزب اسلامي سره په خبرو کې ښه پرمختګونه لرل او دا ثابته شوه چې د افغانستان حکومت د خبرو اترو ظرفیت لري او هیله ده طالبانو هم دا پیغام درک کړی وي.
جمهور رئیس غني وویل، طالبانو په خپلو کړنو سره د ټولو تروریستي ګروپونو فعالیتونو ته زمینه برابره کړې چې د چین او د سیمې د نورو هېوادونو ثبات یې هم له خطر سره مخ کړی دی.
جمهور رئیس څرګنده کړه، موږ د تروریستي ډلو پر وړاندې قرباني ورکوو او په دې وروستیو کې چې هغوی په کابل، کندهار او نورو ولایتونو کې کوم بریدونه وکړل، د افغانستان له خلکو سره د هغوی دښمني ښيي.
جمهور رئیس غني وویل، موږ له ټولو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یوو او دا اړیکې باید د خبرو نه، بلکې د عملي اقداماتو په اساس وي.
جمهور رئیس درې اړخیزه ناستې ته په اشارې وویل، د دې ناستې موخه او اجنډا باید مشخصه وي او که د افغانستان په اړه وي، باید د افغانستان حکومت د استازي په حضور کې جوړه شي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان دولت د سولې لپاره د سیمه ییزه پروسو ملاتړ کوي، اما دا اقدامات باید د افغانستان دولت، بین المللي ټولنې او د اسلامي نړۍ له هغو فعالیتونو سره چې د سولې لپاره یې ترسره کوي همغږي وي. له دې مه واره دا ډول پروسې سوله ا وثبات نشي راوړلی او د سیمې لپاره به هم خطرونه ولري.