جمهوررئیس غني جلال اباد ښار کې د ختیځ زربستریز روغتیايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده

جمهوررئیس غني جلال اباد ښار کې د ختیځ زربستریز روغتیايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورئیس ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال نن سهار په جلال اباد ښار کې د ختیځ زربستریز روغتیايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده.

دغه روغتيايي کمپلکس چې ۲۶۰جریبه ځمکه رانغاړی، دنسايي ولادي ۲۰۰بستریز روغتون، د معلولینو لپاره ۱۵۰بستریز روغتون، د توبرکلوز لپاره ۴۰بستریز روغتون او د ننګرهار ولایت د نوي ۶۰۰بستریز روغتون ودانۍ او د درمنلو او خوړو زیرمې په کې شاملې دي.

په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د هېواد جمهوررئیس وویل، خوشاله یم چې نن یوه ژمنه ترسره کوو او د یو لوی روغتیايي کمپلکس د جوړولو چارې پيلوو، موږ دې نتیجې ته ورسېدو چې قراردادیان سم کار نه کوي، نو د دې کمپلکس چارې به دولتي تصدۍ پر مخ وړي.

هغه زیاته کړه، د دغه روغتیايي کمپلکس له جوړېدو سره به د ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول د ننګرهار ولایت چې یو ګڼ نفوسه ولایت دی، د ناروغانو ستونزې تر ډېره حل شي.