سخنرانی رئیس‌جمهور غنی در جریان توشیح قانون ثبت احوال نفوس

سخنرانی رئیس‌جمهور غنی در جریان توشیح قانون ثبت احوال نفوس

۹ قوس ۱۳۹۳

بسم الله الرحمن الرحیم

احصائیه، اساس پلانگذاری یک مملکت را تشکیل می‌دهد. ما تا حال با وجود کوشش‌های متعدد نتوانستیم که ارقام دقیقی از نفوس خود داشته باشیم. بدون این ارقام، پلانگذاری، توزیع منابع، رشد متوازن و ارائه خدمات، همه به مشکلات اساسی دچار می‌شوند.

تنها مسأله‌ی انکشاف نیست؛ سهم‌گیری مردم در حکومت – مخصوصاً در انتخابات – یک اصل بنیادی است. در یک جامعه که روز به روز مردم‌سالاری نهادینه می‌شود، ضرورت به ارقام دقیق و قابل حساب است تا ما بتوانیم ضروریات و خواسته‌های مردم را عملی کنیم و اعتبار کامل بالای شفافیت داشته باشیم.

با توشیح این قانون ما قدم عمده‌ای در این بخش می‌گذاریم و برای ایجاد تذکره برقی، چې د افغانستان د خلکو یوه ډېره بنیادی غوښتنه ده موږ اقدام کوو. د دې لپاره چې برقی تذکره عملی شی موږ یوه بررسی د اوسنی ظرفیت تر لاس لاندې نیولې چې په دقیقه توګه پوه شو، چې امکانات مصرفوو، د دې نتیجه ولس ته په بنیادی توګه د شفافیت او د قانون د حاکمیت زمینه برابره کړې او پس له دې نه ان‌شاالله تعالی هر افغان به په دې وتوانېږی چې د خپلې تذکرې په ښودلو د خپلو ټولو اساسی غوښتنو تثبیت ولری. د افغانستان په سیاسی ژوند کې په فعاله توګه برخه اخیستل، له دغو دوو قوانینو سره ټینګ تړلی دی. بیا هم له مدنی ټولنې، له ټولو سیاسیونو، د افغانستان له ټولو محترمو وګړو او خاصتا له علماوو کرامو نه غوښتنه کوو، چې د دې قانون په عملی کولو کې مرسته وکړی. ځکه تر څو چې ټول خلک ځان تثبیت نه کړی او هویت پاڼې په لاس کې و نه لری؛ نور مشکلات راځی او د دې قانون په پلی کولو سره ان‌شاالله تعالی به پاسپورټ ساده شی او د موټروانی لایسنس به هم ساده شی؛ اما له ټولو نه مهمه تذکره او رایه ورکول دی چې دا اساسی حقوق دی او ان‌شاالله تعالی دا به عملی کېږی.