جمهور رئیس غني په افغانستان کې د ناټو ستر ملکي استازي سره د مخه ښې کتنه وکړه

جمهور رئیس غني په افغانستان کې د ناټو ستر ملکي استازي سره د مخه ښې کتنه وکړه

۱۳۹۵ل د کب۷

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام په افغانستان کې د ناټو ستر ملکي استازي ښاغلي اسمعیل اراماز سره د مخه ښې کتنه وکړه.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه،  دواړو لورو د افغانستان او ناټو تر منځ د همکاریو په زیاتوالي ټینګار وکړ او همدارنګه د هېواد جمهور رئیس په افغانستان کې د ښاغلي اراماز د ماموریت مهال د کوښښونومننه وکړه.

جمهور رئیس د افغانستان او ناټو سازمان تر منځ د ښو او دوستانه اړیکو په ټینګولو، افغانستان ته د مرستو په جلبولو او د سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت په برخو کې د ښاغلي اراماز د قدر وړ خدمتونو د قدردانۍ په خاطر هغه ته د غازي امان الله خان عالي دولتي نښان ورکړ.

اسماعیل اراماز چې په افغانستان کې یې د ماموریت موده پایته رسېدلې د مډال  ورکولو له امله د مننې پرمهال وویل، د ښه همکار په توګه به له افغانستان سره پاتې شي.