۱۳۹۴د لېندۍ ۱۳
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د پنجنشبې په ماسپښین په برلین کې په کوبر څېړنیز بنسټ کې وینا وکړه.
په دې ناسته کې چې اکثر ګډونوال یې د المان حکومت لوړ پوړي چارواکي او د هغه هېواد د پارلمان غړي وو، جمهوررئیس له ترهګري سره د مبارزې د څرنګوالي، ګډو تهدیدونو، په اروپا کې د افغان کډوالو د وضعیت، د سولې د پروسې او اقتصادي مسایلو په هکله خبرې وکړې.
جمهور رئیس وویل، تېر کال زموږ کوښښونه د هغه وضعیت د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره وو، چې طالبانو او ملاتړو یې غوښتل په افغانستان کې دوه سیاسي جغرافیې رامنځته کړي او موږ اړ کړي، چې د ذلت سولې ته غاړه کېږدو، خو موږ اجازه ورنه کړه چې دښمن دغې موخې ته ورسېږي.
جمهور رئیس زیاته کړه، په دې لاره کې مو ډېرې قربانۍ ورکړې ولې دا سرښندنې د وطن دوستۍ هغه قېمت دی چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ورکړ او موږ پرې ویاړو.
جمهور رئیس د هغو اقتصادي پروژو په هکله چې له افغانستان څخه تېرېږي او مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي وویل، دا پروژې اوس له پلانګذاري څخه د تطبیق پړاو ته رسېدلې دي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، اکثریت افغانان غواړي په هېواد کې پاتې شي او د افغانستان حکومت له نړیوالو همکارانو سره په ګډه کوښښ کوي، داسې زمینه برابره کړي، چې هغوی په افغانستان کې پاتې شي او له افغانستان څخه د وتلو اړتیا احساس نه کړي. هغه زیاته کړه، افغانستان په یوازېتوب دا کار نشي کولی ، ځکه جرمي ډلې له قاچاقبرو شبکو او ترهګرو سره په ګډه د انسان د قاچاق په خاطر له افغانستان څخه دباندې فعالیت کوي.
محمد اشرف غني وویل، پاکستان له۱۴ کالو او په غالب ګومان ان له۴۰ کالو راهیسې له افغانستان سره په یو نا اعلان شوي جنګ کې قرار لري.
جمهور رئیس څرګنده کړه، له اکسیجن وروسته د افغانستان د خلکو غوښتنه سوله ده، خو د ذلت سوله هیڅ وخت نه مني او د افغانستان د اساسي قانون لومړی او دویم څپرکي هغه بنسټیزې کرښې دي، چې په هغو به بحث ونشي.
د یادونې وړ ده چې کوبر بنسټ د المان له مهمو علمي او څېړنیزو بنسټونو څخه دی چې پخوا هم د نړۍ د برجسته شخصیتونو کوربه وو.