جمهور رئيس غني په افغانستان کې د نړیوال بانک له رئیس سره وکتل

جمهور رئيس غني په افغانستان کې د نړیوال بانک له رئیس سره وکتل

د ۱۳۹۳ لمریز کال د لړم ۱۹ مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني په افغانستان کې د نړیوال بانک له رئیس ښاغلي باب ساوم سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن ماښام په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي باب ساوم، په افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل او یو ځل بیا يې له افغانستان سره د یاد بانک د اوږد مهالې ژمنې په اړه جمهور رئيس ته ډاډ ورکړ.

په مقابل کې د هېواد جمهور رئيس وویل چې د افغانستان نوی حکومت غواړي چې له نړیوال بانک او نورو مرسته کوونکو ادارو سره د هغو مهمو سکټورونو د پېژندنې په موخه کار وکړي چې د افغانستان د ودې لامل کيږي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه چې موږ هڅه کوو ترڅو د افغانستان په ادارو کې کاري چارې په ښه او آسانه توګه ترسره شي.

جمهور رئيس غني زیاته کړه چې د افغانستان حکومت غواړي د نړیوالو مرستو د اغېزمنې استفادې لپاره، د حساب ورکونې یو واحد او منسجم سیستم رامنځته کړي.