په اقتصادي کنفرانس کې د رئیس الوزراء جلالتمآب الحاج ملا محمد حسن اخند د وينا ټکي

په اقتصادي کنفرانس کې د رئیس الوزراء جلالتمآب الحاج ملا محمد حسن اخند د وينا ټکي

بسم الله الرحمن الرحيم

 

  • د ریاست الوزراء محترمو مرستیالانو، د کابينې محترمو غړو، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، د دوستو هیوادونو سفیرانو او کورډپلوماتیک استازو، د نړیوالو مرستندویه سازمانونو محترمو مشرانو او استازو، د خصوصي سکتور محترمو استازو، د هیواد محترمو اقتصادي کارپوهانو، د اړونده دولتي ادارو محترمو کارکوونکو، د رسنیو محترمو استازو، خویندو او ورونو او د افغانستان د اقتصاد کنفرانس محترمو حاضرینو.
  • السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته
  • افغانستان د خپل معاصر تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی.
  • په دې تاریخي پړاو کې د افغانانو د اقتصادي ستونزو حل او د هېواد د اقتصاد ښه مدیریت د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب دی.
  • مخکې له دې چې د اقتصاد په اړه د اسلامي امارت نظر مطرح کړم، اړینه ګڼم چې په تیر وخت کې د هیواد د اقتصاد د مدیریت په اړه يوه مقدمه وړاندې کړم.
  • په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د اقتصاد بنسټ هیواد ته د انتقال شویو بهرنیو مرستو پر يو غیر متناسب مقدار بنا شوی وو.
  • په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د وابستګۍ کچه د زغم وړ نه وه.
  • د دولت 75٪ عامه مصارف د داسې بهرنیو منابعو نه تمويل کيدل چې د پايښت او پيش بيني وړ نه وو.
  • بهرنۍ پراختیایي مرستې مشروطې وې. او د مرستو لپاره ټاکل شوي شرایط زیاتره سیاسي وو.
  • دې مرستو زیاته وابستګي رامنځته کړه.
  • د مرستو نظام په ټولیزه توګه د ماهیت له پلوه مؤثر نه وو. پراختیایي مصارف يې زیات کړل.
  • د بهرنیو پراختیایي مرستو پر بنسټ رامنځته شویو اقتصادي پروګرامونو په هیواد کې فساد ته لار هواره کړه.
  • د بهرنیو مرستو یوه لویه برخه د اړوندو قراردادیانو له خوا له افغانستان بیرته ووتله.
  • ددې کلونو په ترڅ کې تېر حکومت او مرسته ورکوونکي يې د فساد پر وړاندې بې تفاوته پاتې شول او د داسې نهادونو او سیستمونو ملاتړ ته يې ادامه ورکړه چې د زوال په حالت کې وو.
  • د اقتصادي مرستو او فعالیتونو څخه زیاتره ګټه کوچنیو حاکمو ډلو او سیاستوالو ګټه پورته کړه.
  • په داسې حال کې چې د هېواد ډېری بې وزله او بیچاره خلک د ملیاردونو ډالرو د مصرف سربيره نور هم بې وزله او بيچاره شول.
  • اقتصادي خودکفايي یوازې یو شعار و او د تېر حکومت مشرتابه نه غوښته.
  • هغه څه چې دوی په حقیقت کې غوښتل د بسپنه ورکوونکو څخه د لا ډیرو پیسو لاسته راوړل وو.
  • د مرستو نظام او هغه حکومت چې يې پر مټ جوړ شوی وو، دومره نامؤثره وو چې په يوه شپه کې راوپرځيد.
  • پراختیایي مرستې دومره سیاسي وې چې د حکومت له بدلون سره سم بندې شوې.
  • د بسپنه ورکوونکو پورې تړلي 75٪ عامه مصارف سمدلاسه صفر ته راټیټ شول.
  • د افغانستان مالي او بانکي سیستم د نغدي پیسو له ستونزو سره مخامخ شو.
  • مرستندویانو ټولې پراختیايي ادارې زموږ د خلکو پر وړاندې بندې کړې او کابل یې پرېښود.
  • هغه خصوصي سکتور يې شاته پرېښود چې دوی يې ملاتړ کاوه.
  • په پایله کې د افغانستان خلک د مرستو د بندیدو له امله سخت زیانمن شول.
  • دا ټول دلایل د دې حقیقت د ثابتولو لپاره کافي دي چې مرستې خورا سیاسي وې.
  • هر بدلون له ځان سره یو فرصت لري. اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې له دې فرصت څخه د نويو او اغیزمنو اقتصادي تګلارو د غوره کولو لپاره اعظمي استفاده وکړو.
  • خوښ یم چې نن د افغانستان لپاره د اسلامي امارت لیدلوری او لنډمهاله اقتصادي ستراتیژي وړاندې کوم.

 

  • د دې اقتصادي لید پر بنسټ:
    • موږ د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی کوو.
    • افغانستان له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو وروسته هم پراختیايي مرستو ته اړتیا لري.
    • اما موږ باید د پراختیایی مرستو په اړه متفاوت فکر وکړو.
    • د مرستندویانو سیاسي او غیر واقعي شرایط د منلو وړ نه دي.
    • موږ هیڅکله هغه اندازه اقتصادي وابستګي نه غواړو چې د بحران سبب شي.
    • موږ هېڅکله نه غواړو چې د هېواد اقتصاد خپلواکي د مرستندویانو د سیاسي شرایطو قرباني کړو.
    • موږ نه غواړو په مرستو پورې تړلی اقتصاد رامنځته کړو چې وابستګۍ ته مو دوام ورکړي.
    • زموږ وړاندیز دا دي چې بهرنۍ مرستې دې په لنډمهال کې په مستقیم ډول پلې شي او مرسته ورکوونکي دې پخپله د پایلو او اغیزو مسولیت پر غاړه واخلي.
    • د افغانستان اسلامي امارت به دا بهیر وڅاري چې مرستې په رښتیا هم د افغانستان خلکو ته په تیره بیا د ښځو په ګډون تر ټولو زیانمنو کسانو ته ورسېږي.
    • موږ به له نړیوالې ټولنې سره همغږي يو، پروژې به فعالې کړو او د هغو ملاتړ به کوو، او د پرمختګ په اړه به خپل لرلید وړاندې کوو.

 

  • خو افغانستان د تل لپاره پر مرستو تکیه نه شي کولای.
  • موږ یو هیوادني، ځواکمن او متحرک اقتصاد ته اړتیا لرو چې پر کورنیو ظرفيتونو تکیه وکړي.
  • زموږ اوږد مهاله هدف د افغانستان د اقتصاد رښتیني ځان بسیاينه (خودکفايي) ده.
  • دې اهدافو ته د رسیدو لپاره به د افغانستان اسلامي امارت پر یو تولیدي، رقابتي او له فساد څخه پاک خصوصي سکتور تمرکز وکړي.
  • د حمایت کوونکو پاليسیو او قانوني چاپیریال په برابرولو کې به د افغانستان د اسلامي امارت ونډه روښانه او د اټکل وړ وي.
  • موږ به دغه راز د مقرراتو د ساده کولو، د پانګوونې د ودې او د سیمه ییزو همکاریو د ګړندي کولو لپاره کار ته دوام ورکړو.
  • موږ خپلو پانګوالو ته ډاډ ورکوو، همدا چې پانګوونې يې د قانون سره سم ترسره شي، نور به د سیاسي لاسوهنو یا د غیر قانوني پیسو له ورکړې سره مخامخ نشي.
  • موږ به د کرنې، بانکدارۍ او کانونو په سکتورونو کې د لا ښه والي په برخه کې خپل تمرکز ته دوام ورکړو، چې په دې اړه به کنفرانس کې نور بحثونه هم وشي.
  • موږ به عامه سکتور راټول او د حکومت د اساسي دندو پورې محدود کړو.

 

  • اوس اجازه راکړئ دې ته پاملرنه وکړو چې څه شی یو عادلانه او پایدونکی اقتصاد رامنځته کوي.
    • لومړی، د ناامنۍ او فساد ستونزې چې د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره يو زهر او جدي مانع وو، اوس له منځه تللي دي.
    • دوهم، جګړه پای ته رسېدلې ده. او هیواد بالاخره ارام شوی دی.

اخاذي ګانې، اختطافونه، د دولتي ځمکو غصب چې د سوداګرو په ذهنونو کې يې وېره پيدا کړې وه، پای ته رسیدلي دي او يا په چټکه توګه د کنترول لاندې راځي.

  • درېیم، په افغانستان کې د معاشاتو غیر عادلانه سیستم چې د سيمې په کچه يې تر ټولو زیات پراختیايي مصارف درلودل، اوس منطقي او عادلانه دی.
  • اوس موږ کولی شو په لږو مصارفو ډیر کارونه وکړو.
  • څلورم، د اسلام د سپېڅلي دين له لارښوونو سره سم، اوسنی حکومت د سوداګرۍ اړتياوې پوره کوي او د خنډونو د لرې کولو او پانګونې د هڅولو لپاره په ښه توګه کار کوي.
  • په عين وخت کې، دا هم جوته ده چې د پروګرامونو تطبیقول او ثمر ته رسول د يوې شپې کار نه دی.
  • د عمل په ډګر کې د اقتصادي لید تطبيقول او د پام وړ پايلو ترلاسه کول صبر او زغم ته اړتیا لري چې د افغانستان کړيدلی حکومت يې باید ولري.
  • په پای کې، يو ځل بیا د ننني کنفرانس د محترمو ميلمنو له حضور څخه مننه او قدرداني کوم.
  • د افغانستان د اقتصاد کنفرانس له ټولو طراحانو او تنظیم کوونکو څخه ځانګړې مننه کوم.
  • د مالیې وزارت له مشرتابه او د وزارت له ټولو درنو کارکوونکو او نورو همکارو ادارو څخه هم منندوی يم چې د دې کنفرانس په جوړولو کې یې له دوی سره زیار ویستلی دی.

 

والسلام علیکم و رحمة الله و برکاته