د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د پاسپورټ ریاست له عمومي رئیس محترم مولوي عبدالکریم حسیب سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم مولوي عبدالکریم حسیب د پاسپورټ عمومي ریاست د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته خپل راپور وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه، د دې ادارې له لارې هره میاشت تر سلو زرو زیات پاسپورټونه مراجعینو ته وېشل کېږي، همداراز د پاسپورټونو د وېش د لازیاتوالي په موخه هڅې روانې دي. محترم مولوي عبدالکریم حسیب وویل، مراجعینو ته د لازیاتو اسانتیاؤ برابرولو په موخه به لازیاتې هڅې وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پاسپورټ عمومي ریاست پر فعالیتونو، لاسته راوړنو او کړنو خوښي څرګنده کړه وې ویل، پاسپورټ د هر افغان وګړي عادي حق دی او د دغه حق د چمتو کولو په خاطر باید مسؤلین له هیڅ راز هڅو دریغ ونه کړي.
نوموړي زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت مسؤلین تل د هبواد په ټولو سیمو کې د خلکو د ستونزو د پېژندنې او هغو ته د مناسب حل او رسېدګۍ په لټه کې دي.