بسم الله الرحمن الرحیم.
ملي مشر جلالتماب کرزی صاحب، جلالتماب ډاکتر صاحب عبدالله، قاضي القضات صاحب، د سولې عالي شورا مشر جناب پیر صاحب، جناب مسلمیارصاحب، د ملي شورا او د مشرانو جرګې استازي او مشران، جناب کشاف صاحب، ټول سیاسي مشران، علمای کرام، قومي مشران، جناب حکمت خان کرزی، عطاالله خان او د شهید حشمت خان کورنۍ!
ښه راغلاست! خوش آمدید! خوش گلدینگ!
نن موږ د دې لپاره دلته نه یوو راټول شوي چې یوازې غمشریکي وکړو، نن ځکه راټول شوي یوو، چې ژمنه وکړو د شهید خان آرمانونه به دې وطن کې پلي کېږي، ده په مېړانې او د زمري په جرأت قرباني ومنله، څو ورځې مخکې له دې چې دی شهید شي، امنیتي مسؤولین يي ورغلل او ورته وې ویل توطیه ده، دښمنان راځي دروازه وتړه، د خلکو تالاشي پیل کړه ، خو ده وویل زه سر ورکوم خو تالاشي نه منم.
زه د خان صاحب په باره کې اول وایم چې خاني څه ده؟ ولې ورته خان وایي؟ که غواړئ چې حشمت خان درک کړئ، د خوشحال خان دستار نامه او باز نامه ولولئ، خاني په یارانه ده، خاني په خېل ده، خان شهید هره ورځ ټول ولس پسې ګرځېده، ځکه داسې کورنۍ کې روزل شوی وو، داسې مکتب کې روزل شوی وو چې ولس ته ژمنه تر ټولو اوچته وه.
محترمې مور یې ماته وویل، کله چې به دهقانانو غنم راوړل، ده ویل غنم دې زما کور کې حرام وي، ټول به یې بېرته وېشل. دا د ده سخاوت وو، او دغه سخاوت دی چې نن به موږ او تاسو له یو بل سره ټول کړي. له کرز څخه ده بېرته کلا جوړه کړه او پوهېږئ چې د چا سره یې لوبې کولې؟ له زمري سره، شیرا؛ دده خاص زمری وو، د ده په غم کې د غم په ګيلم ناست ؤ، نور څوک شیرا ته نه شوای ورتلای، شیرا به راغی سر به یې د خان په غېږ کې کېښود. وروسته له دې چې دی شهید شو آس یې اوربشې نه خوړلې، د خان لاس هم حیوان او هم انسان ته رسېده، مګر د خان لاس له ټولو ډېر غریب، بیوزلي او بې قدرته سړي ته ور رسېد.
ده هېڅ کله ځان له ولس څخه اوچت نه ګاڼه، ځان یې له ولس څخه بېل نه ګاڼه، دا درس جناب حاجي صاحب دین محمد خان په دود او دستور باندې یو کتاب لیکلی چې شاید په خپله هم ورباندې وغږېږي، اما زه فکر کوم جناب حاجي صاحب چې د خان ژوند د ده خاني؛ هغه خاني چې پر ولس باندې وه او زموږ په دود او دستور کې واقعي ولسواکي ده، درېدلې وه. نو دا یې یوه برخه ده چې موږ نن هم پرې ویاړو او هم ژمنه کوو چې دې لارې ته به دوام ورکوو.
د خان د ژوند بله برخه روزل وو. زه افتخار لرم چې د ده لوڼې او د ده زوی د ډېر لوی استعداد خاوندان دي، یوې لور یې یو شعر لیکلی، د ټول امارات سیارې په رقابت کې يي اول مقام وګاټه او پوهېږې څه په کې دي؟ وایي موږ ټول لېوني یوو. ولې لېوني یوو؟ ځکه په دې وطن مین یوو. له وطن سره کومه مینه چې خان درلوده د ده د لور له ژبې ټولې دنیا ته رسېدلې ده. دا مینه ده، ده ټول افغانستان ته دا پیغام ورکړ چې پر دې وطن وینه ورکړي، په دې شعر کې وایي: زه د ماشیندارو د ګولیو لاندې لویه شوې یم او دا بازي ګڼم، افغان خپل زړه له لاسه نه ورکوي!
اما دا نده چې یوازې په شعر کې خپل جراات څرګندوي، په مکتبونو کې دوی ټول اول نمره دي او دا د خان صاحب درس دی. جناب داکټر صاحب وردک یې ډېر ملګری وو، ورسره کېناسته او د همدې لپاره زما په پلرني کلي کې به یو مکتب د خان شهید په نامه وي او زه به یې شخصاً مصارف ورکوم. شهید خان د خانۍ مکتب له خپل شهید پلار او شهید تره څخه زده کړ، اول وار د خلیل خان کیسې ما له خپل پلار او نیکه واورېدې، ځکه دوی په بندي خانه کې سره یو ځای وو.
خلیل خان خاص طبعیت درلود، اول طبعیت یې دا وو چې د جناب ملي زعیم د پلار، شهید عبدالاحد خان مطلق تابع وو، یوه ورځ چا داپلچرخي کې ونه لیدل چې خلیل خان ته امر وشي. یوه کلمه به چې معین صاحب شهید ویله دوی به ورسره منله.
دویم: خاص کالي یې ایجاد کړي وو چې بل چا نه درلودل، د خان یو خاص کمیس او پرتو ګ ؤ چې واقعا اوس مدرن شوي او شهید خان هماغه کالي آغوستل. که شهید خلیل خان د جراات او مېړانې درس ورکړ، شهید عبدالاحد خان د تدبیر درس ورکړ.
پوهېږئ چې شهید عبدالاحد خان همېشه په کندهار کې انتخابات ګټلي، اما جایداد یې نه درلود. د دوی عزت په پېړیو کې له دې څخه وو چې مشري يي منل شوې او شهید خان هم په دغه مکتب کې وو، ځکه ځان یې ولایتي شورا ته کاندید کړ. ځکه یې په ډېر لوی اکثریت ټاکنې وګټلې او باور يې وو دا چې یوازې نن زموږ دودیزه خاني کار نه کوي باید عصري سیاست ته هم دننه شو چې په دې طریقه ټول ولس ورباندې را ټول شو.
کله چې زه کندهار ته لاړم پوهېږئ چې څه پېښ شول؟ سټډیوم ته يې ټول خلک را غوښتي وو، وروسته له دې چې جلسه خلاصه شوه ټولو ته یې په هوټلونو کې ډوډۍ ورکړه. مننه خان صاحب، خداې دې اروا ښاده وساته!
بل خاصیت یې له حکمت خان سره یوه خاصه لېونۍ مینه وه، او د خپل ورور لپاره همېشه سپر وو. ده ټینګ باور درلود چې په حکمت خان کې دا استعداد شته چې مخ ته ولاړ شي نو د حکمت خان درد یو برابر نه دی، یوازې د یو ورور نه، بلکې د ټولې کورنۍ درد ورسره وو. هغه ورځ چې ډاکتر صاحب عبدالله او زه دواړه د دعا لپاره کرز ته لاړو ، موږ د دې تاثیر په حکمت خان باندې ولید. تاسې وینئ ډېر قوي بني آدم دی په فضل د خدای. اما په هغه ورځ څلورو نفرو ته ضرورت وو چې حرکت ورکړي، مګر د خان درس بېرته حکمت خان ته دا جراات، دا متانت او دا ژمنه ورکړې چې د افغانستان لپاره خدمت وکړي او له خدمت کولو يې مننه.
زموږ د اوسني نظام اساس جناب ولسمشر صاحب کرزي ایښی، موږ ټول د کرزي صاحب مدیون یوو او فرمانبردار. یو وار مې چې درته ولسمشر وویل اوس درته ملي مشر وایو. کرزي صاحب دې ولس ته ډېر شیان ور ښودلي. په ځانګړې توګه يې ماته یو درس راکړی، د حوصلې درس.
عجب وختونه وو چې زه د مالیې وزیر وم ، له کندهار څخه چې تاجران راغلي وو ( اجازه ده رئیس صاحب چې څه کېسه وکړم ) ویل يې چې ولسمشر صاحب، رئیس صاحب موږ ته دا امر راکړ، ( دا د چپ لاس موټر یې واردول) نو کرزي صاحب ورته وویل لاړ شئ ډاکتر ته . ما ته يې همیشه عزت راکړی، پر ما يې ډېر مرحمت کړی، هغوی ویلي وو نه یوازې دا کار نه کوي، بلکې خوشکه هم راسره کوي. مګر له هغې ورځې چې په همدې تالار کې دا امانت کرزي صاحب ما ته را تسلیم کړ په غوږ کې مې راته وویل “هغه ورځې دې تېرې شوې”، او دا درس موږ خپل کړی، ځکه د ولس را ټولول مختلفې سلیقې دي، مختلف تاریخونه دي، مختلف عقاید دي اما زموږ او تاسې باور. باور مشترک ما برابری هر افغان با یک افغان دیگر است، عقیده مشترک ما این است که وحدت ملی ما هیچ وقت خدشهدار نمیشود، در مقابل این جنگ تحمیلشده، ما پیروز میشویم. آرمان صلح تنها آرمان خان شهید نیست، اولین و آخرین آرمان همه ما و این ملت، صلح پایدار است. او دې کې ضروره ده چې بیا هم زموږ یووالی، زموږ اتفاق ټول په ځای وي ترڅو موږ وکولی شو دا آرمانونه ترسره کړو.خان صاحب زما تن او وجود وو، ما دوه وارې واقعاً ژوند کې جټکه خوړلې ، ځکه موږ او تاسې ټول له غم سره آشنا یو. زه چې کله ځوان وم زما دوه ترونه د غزني په لاره کې شهیدان شول پس له څلوېښت کالو ډېر لا هم هره ورځ په هر لمانځه کې چې زه دعا کوم دوی مې یادېږي.
دویم؛ د خان شهید شهادت و، واقعاْ یې وځورولم، ولې؟ ځکه زما باور دا و چې دی به ما په ګور سپاري، نه دا چې زه دی په ګور وسپارم. هغو اشخاصو چې دا شوم کار يې وکړ پوهېدل چې د خان په موجودیت کې افغانستان د هغو آرمانونو خوا ته ور درومي چې موږ او تاسې ټول پرې باور لرو. نو اوس پر موږ او تاسو ټولو لازمه ده، بیا ژمنه وکړو چې دی ( خان ) نه هېرو او د ده آرمانونه نه هېرو، دی به همېشه زموږ په وطن کې د ولس شهید ځکه وي چې د شهیدانو ټول آرمانونه باید په لاس راشي. بیا هم ټولو ته تسلیت وایم، له ټولو مننه کوم اما بیا هم له ولسمشر کرزي صاحب څخه چې تشریف يې راوړ ، موږ ته يې همېشه هدایت کړی او خان شهید ته يې هدایت کړی، خدای مو په خیر وساته.
یشه سون افغانستان
زنده باد افغانستان
تل دې وي افغانستان!