جمهور رئیس غني د امریکا د کانګرس د استازو مجلس پلاوي سره وکتل

جمهور رئیس غني د امریکا د کانګرس د استازو مجلس پلاوي سره وکتل

 ۱۳۹۴د لړم ۱۷

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د منځني ختیځ د فرعي کمېټې او د مجلس د بهرنیو اړیکو کمېټې د شمالي افریقا رئیس الیانا روس لتینین په مشري د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس د استازو مجلس پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې نن مازدیګر په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزې همکاري د پراختیا، له ترهګري او افراطیت سره د مبارزې او د افغانستان او سیمې د وضعیت په هکله بحث وکړ.

د امریکا د استازو مجلس پلاوي له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ په هکله د جمهور رئیس بارک اوباما د وروستي تصمیم په اړه وویل، دا تصمیم د ترهګري ګډ تهدید سره د مبارزې او ګډو موخو ته د رسېدو په لاره کې چې د دواړو هېوادونو ملي ګټې په کې نغښتې دي مرسته کوي.

جمهور رئیس غني په ټینګار وویل، ترهګري ښه او بد نه لري او د دې شومې پدیدې په هکله باید هر اړخېزه مبارزه ادامه پیدا کړي.

جمهور رئیس وویل، ترهګري لنډ مهاله تهدید نه دی، ځکه د ترهګریزو فعالیتونو بڼه بدلون مومي او په دې برخه کې اوږدمهاله مبارزې ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه په افغانستان او سیمه کې د ناامني له دلایلو څخه یو هم جرمي اقتصاد دی، چې د ترهګري د تمویل موجب کېږي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، افغانستان دا توانایي لري، چې د سیمه ییز اتصال په مرکز بدل شي او له دې هېواد څخه د اسیا جنوب ته د اورګاډي کرښه، د نفتو او غازو نل لیکه او برېښنا غځېږي او همدا اوس له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا د انتقال پروژې کار پیل شوی دی.

جمهور رئیس غني اداري فساد د اقتصادي ودې یو مهم خنډ وباله او وې ویل، د افغانستان حکومت توانېدلی چې د پېرېدنې او تدارکاتو په برخو کې فساد کم کړي.

د هېواد جمهور رئیس وویل، موږ کوښښ کوو، چې د ښځو رول او مشارکت زیات کړو. هغه زیاته کړه، ښځو پخوا په بېلابېلو برخو کې ښه فعالیتونه لرل، خو جنګونود ټولنې دا مهم قشر حاشیې ته یووړ.

د دې کتنې په پای کې د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس د استازو مجلس وویل، موږ له افغانستان سره په همکاریو او ژمنتیا ویاړو او له ترهګري سره د مبارزې او اقتصادي همکاریو په لاره کې د افغانستان د خلکو تر څنګ یوو.

فرینچ هیل، دونالد نار کراس او تدیوهو د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس د استازو مجلس پلاوي ترکیب کې شامل وو.