۱۳۹۵ل د غبرګولي۲۶
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې د فراه ولایت د بخش اباد بند تړون د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني او د هایدرو ارک ایټالوي شرکت رئیس کاتیلو سیلیتو لاسلیک کړ.
د یاد تړون د لاسلیک په مراسمو کې چې نن ماسپښین په ارګ کې ترسره شول د فراه والي او په ملي شورا کې د یاد ولایت استازو هم حضور درلود. په پيل کې د اوبو او انرژي وزیر وویل، د افغانستان د اوبو د سرچینو د انکشاف لپاره نوي پیل ته اړتیا ده چې مشخص، تېز او په ډاډ ګامونه واخیستل شي چې د جمهور رئیس په لارښوونه لومړي ګامونه اخیستل شوي دي.
علي احمد عثماني د بخش اباد بند په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، د حکومت د ژمنو تحقق وخت ته اړتیا لري او د شته امکاناتو او توانایي په اندازه د خپلو ژمنو تحقق ته مصمم یوو. هغه زیاته کړه، اوبه زموږ او راتلونکو نسلونو ګډه پانګه ده او زموږ رسالت دادی چې خپلې اوبه اداره کړو.
عثماني څرګنده کړه، د بخش اباد بند د تفصیلي ډیزاین تړون په ۱۳۹۲ل کال د اوبو او انرژي وزارت له پاکستانۍ کمپنۍ سره لاسلیک کړ، خو پڅ کار یې د رضایت وړ نه وو او له همدې امله ملي تدارکاتو کمیسیون دا تړون فسخه کړ.
د اوبو او انرژي وزیر ټولو هغو شرکتونو اوکمپینو ته چې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پانګونه کوي، په خطاب کې وویل، سره له دې چې موږ هېواد ته د هر ظرفیت د راوړلو هرکلی کوو، مګر پڅ حرکت نه منو، پروژې باید یا په سرعت او لازم کیفیت ترسره شي، یا فسخه او متوقفې شي او بیا له سره قرارداد وشي.
هغه د اوبو او خاورې د ساتنې ارزښت ته په اشارې وویل، موږ باید د خاورې او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته د پاملرنې په څېر د اوبو مهار او د ابي منافعو خوندیتوب ته هم پام وکړو.
د هایدرو ارک ایټالوي شرکت رئیس کاتیلو سیلیتو وویل، زموږ لپاره د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې دا مهم تړون لاسلیکو. هغه د اوبو مدیریت د حکومتوالۍ له ښو علایمو څخه وباله او وې ویل، هیله من یم چې یاده پروژه په ښه توګه ترسره کړو.
د فراه والي محمد اصف ننګ وویل، د دې عظیمې پروژې په پیلولو سره د فراه د خلکو څلوېښت کلنې هیلې پوره کېږي. هغه وویل، د فراه هوایي ډګر بشپړ شو، ریګي ترانزیتي پل به چې څلور ولسوالۍ سره نښلوي ژر بشپړ شي او د هغه ولایت دوه سوه بستریز روغتون هم په نږدې راتلونکي کې بشپړېږي.
اصف ننګ وویل، دا پروژه د فراه ترازنزیتي جغرافیایي ارزښت زیاتوي او د هغه ولایت په اقتصادي او د کرنیزو محصولاتو په وده کې مرستندوی واقع کېږي.
د دې مراسمو په پایله کې د چارو د ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي خبرې وکړې او د بخش اباد بند د تړون د لاسلیک په برخه کې یې د جمهور رئیس، په ملي شورا کې د فراه د خلکو د استازو، د اوبو او انرژي وزیر او د هغه د همکارانو د کوښښونو څخه مننه وکړه. هغه وویل، د فراه خلکو له پخوا راهیسې د دې پروژې د کارد پیل هیله لرله چې دادی اوس ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې د بخش اباد بند تړون د تفصیلي ډيزاین چارې د څلورنیم میلیون ډالرو په ارزښت هایدرو ارک ایټالوي شرکت او هلمند ساختماني دستګاه په ګډه ترسره کوي.
بخش اباد بند د هېواد په جنوب لویدیځ فراه رود کې موقعیت لري چې ساختماني چارې یې په ۱۸ میاشتو کې د دولت له انکشافي بودجې څخه ترسره کېږي. د یاد بند کاسه به د یو میلیارد او درې سوه میلیون متر مکعب اوبو د ځایولو او۲۷ میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري او ۱۰۴ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.