جمهوررئیس غني: د کرنې پر پراختیا زیاته پانګونه کېږي

جمهوررئیس غني: د کرنې پر پراختیا زیاته پانګونه کېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د کرنې سکتور رهبرۍ، متخصصینو او استادانو سره په کتنه کې وویل، د کرنې سکتور ودې او پراختیا ته پاملرنه په راتلونکو کلونو کې د حکومت لومړیتوبونه دي.

په دې کتنه چې نن ماښام ترسره شوه، په پیل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو معین حشمت الله غفوري د کرنې سکتور د ودې او پراختیا ملي کنفرانس راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ.

په دغه راپور کې د کرنې سکتور د تولید، پروسس او بازارموندنې عمده ننګونو او همدارنګه په کرنې سکتور کې موجود بلقوه فرصتونو ته اشاره وشوه.

جمهوررئیس غني د هیواد د کرنې سکتور رهبرۍ د لیدلوریو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د کرنې ودې او پراختیا ته پاملرنه او کرنیزو محصولاتو د تولید، بسته بندۍ، بازارموندنې او زمینې برابرول د حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دي.

جمهوررئیس وویل، د کرنیزو محصولاتو لپاره بازارموندنه د هغو په کیفیت پورې اړه لري او د کرنې د برخې پانګوال باید ورته پاملرنه وکړي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، په دوو راتلونکو کلونو کې د کرنې پر پراختیا زیاته پانګونه کېږي.

جمهوررئیس وویل، د هیواد د کرنې د ودې او پراختیا په برخه کې د اوبو د سترو او کوچنیو بندونو جوړول د حکومت د برنامو بله برخه ده.