جمهوررئیس غني له علماوو وغوښتل چې په خپلو وعظو کې د ترهګرو فتنې افشاکړي

جمهوررئیس غني له علماوو وغوښتل چې په خپلو وعظو کې د ترهګرو فتنې افشاکړي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني دنېکمرغه لوی اختر په مناسبت د هېواد له بېلابېلا اقشارو سره د خپلو کتنو په لړ کې نن مازدیګر د هېواد یو شمېر سني او شیعه علماوو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې  ترسره شوه، په پیل کې د سني او شیعه علماوو په استازیتوب مولوي محمدقاسم حلیمي، جمهوررئیس غني او ټول ملت ته دنېکمرغه لوی اختر مبارکۍ تر څنګ  له جمهوررئیس څخه علماوو ته د هغه د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه.

حلیمي زیاته کړه، په جوماتونو، تکایاوو او نورو مقدسو ځایونو د تروریستانو بریدونه  دا ثابتوي چې دوی د اسلام دښمنان دي او د هیڅ مذهب استازیتوب نه کوي.

مولوي محمدقاسم حلیمي د ټولو علماو په استازیتوب جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې تل به د  قومي، مذهبي او سمتي تفرقې پر وړاندې ودریږي او د تروریستانو د ټولو شومو اهدافو مخه به ونیسي.

هغه څرګنده کړه چې علماء یو ځل بیا له طالبانو او  مخالفوافغان وسلوالو ډلو غواړي چې د قران او سنت په رڼا کې سولې ته غاړه کېږدي، ځکه د مسلمانانو ترمنځ قتل حرام دی او د دې حرام د مخنیوي په خاطر د سولې ټینګښت ته اړتیا ده.

حلیمي ټينګار وکړ چې د سني او شیعه مذهبونو پیروان او په ځانګړي ډول علما ټول سره متحد دي او  هېڅوک نشي کولای زموږ ترمنځ تفرقه  ایجاد او له یوه بله مو سره جلا کړي.

وروسته جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې  سني او شیعه علماوو ته د لوی اختر د مبارکۍ پرمهال یو ځل بیا د کابل د امام زمان جومات پر تروریستي پیښې خپله خواخوږۍ څرګنده کړه.

جمهوررئیس په ټینګار وویل ، موږ جګړه نه غواړو او اوسنۍ جګړه پر موږ تپل شوې ده، خو د افغانستان دښمنان باید په دې پوه شي چې دوی له ماتې سره مخ او په انزوا کې دي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس څرګنده کړه، په هېواد کې د مذهبي تفرقې په خاطر زیاتي دسیسې جریان لري اوپه دې وروستیو کې د هېواد پر جوماتونو او تکایاوو ترسره شوي بریدونه د شیطاني پلان یوه کوچنۍ برخه ده چې زموږ دمذهبي او ملي یووالي په ساتلو سره  دغه پلان شنډیږي.

د هېواد جمهوررئیس  له علماوو وغوښتل چې هره ورځ په خپل وعظ او تبلیغ کې هېوادوالو ته د ترویستانو فتنې او توطئې افشا او خلک فکري یووالي ته راوبولي.

محمداشرف غني د خپلو خبرو په پای کې وویل: هغه خلک چې سوله نه مني د افغانستان د خلکو دښمنان دي او دوی دې پوه شي چې زموږ ترمنځ تفرقه نشې اچولی. هغه له علماوو وغوښتل چې په هېواد کې د مذهبي یووالي،اتفاق او سولې لپاره کار وکړي.