د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

په پيل کې جمهور رئیس د وروستيو تروريستي بريدونو د غندنې ترڅنګ د خلکو د پخوانيو هيلو د پوره کېدو لپاره چې هماغه د تاوتريخوالي او ۴۰ کلونو د محروميتونو پاي او پایداره او باعزته سولې ته رسېدل دي، له اوسني تاريخي فرصت څخه په پياوړې ارادې، يووالي او همدلۍ په استفادې ټينګار وکړ.

 همداراز جمهوررئیس غني د کابینې غړو ته څرګنده کړه چې د نظام د پیاوړتیا او وطنوالو ته د اغېزناکو خدمتونو په موخه د اصلاحاتو راوستو په خاطر پخپلو دندو لا زیات تمرکز وکړي.

جمهوررئیس د اقتصادي ودې او پانګونې د جلب په موخه د دولت د اهدافو په توګه د مارکېټ جوړونې او سولې اعمار په اړه معلومات ورکړل او تر راتلونکو دوو مياشتو پورې يې ټولو ملکي او نظامي کارکوونکو ته د ټليفون له لارې د معاشونو ورکړې په اړه د اړوندو ادارو په اقداماتو خوښي وښوده.

په همدې ترتیب یې ملي امنیت شورا دفتر څخه د ټولو ولسوالیو د معلوماتي سیستم د ایجاد او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون څخه د ملکي خدمتونو د ټولو کارکوونکو د معلوماتي سیستم د رامنځته کولو له امله مننه وکړه.

په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او هند تر منځ د شاتوت بند جوړولو تفاهم لیک لاسلیکولو او د اسلام قلعه بندر د بیارغاونې لپاره د دولت د اقداماتو او ملي پراختیا شرکت له لوري د هغه د کار د پیل په اړه معلومات وړاندې شول او د جمهوري ریاست د مرستیالانو او د ملي امنيت شورا دفترونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وشو.

جمهوررئیس د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د ایجاد لپاره د هیواد د همغږې ډیپلوماسۍپر طریقې خوښي وښوده او روسیې ته یې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د وروستي سفر قدرداني وکړه.

کابینې په شانداره مراسمو د مارچ اتمې يا د ښځو نړیوالې ورځې د نمانځنې مراسمو جوړولو لپاره ښځو چارو وزارت موظف کړ او په کابل ښار کې يې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته د استوګنې ۱۰ زره نمرو د وېش په اړه د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال غوښتنه هم تایید کړه.

کابینې همداراز د یادو نمرو د وېش بهیر چټکتیا په موخه د لازمو اسانتیاوو برابرولو په خاطر د جمهوري ریاست لومړي مرستیال تر څار لاندې، کمېټه موظف کړه.

د کابینې غونډې د دولتي ادارو د مستعملو اجناسو د پلور قانون، د ټلویزیونونو لپاره د ډیجیټلي شبکې د خدمتونو د تنظیم مقررې، د اور وژنې چارو د تنظیم مقررې د ځینې مادو د تعدیل او زیاتولو، د جزا کوډ په ځینو مادو کې د تعدیل او زیاتولو، د جزایي اجرااتو قانون ۷۳مې مادې د تعدیل، د نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې قانون۱۷ مادې د لومړۍ فقرې د ۶ جز د تعدیل، د افغانستان اسلامي جمهوریت د قضائیه قوې د تشکیل او صلاحیت قانون ۲۶ مادې د تعدیل او د ګمرکونو قانون د ۱۷ مادې د تعدیل او ۱۹ مادې د لغوې، طرحې تصویب کړې.

په همدې ترتیب، کابینې د ښځو لپاره د دولتي مېلمستونونو طرحه، د ملي اردو په مرکزي او ساحوي روغتونونو کې د بستري ناروغانو ځانګړي استحقاق تابلو (پرهېزانه) او د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترانزیټ او سوداګرۍ هوکړه لیک (اپټا) پروتوکول درې میاشتنی تمدید، تصویب کړ.