جمهور رئیس غني د انتخاباتي اصلاحاتو د ځانګړي کمیسیون د وړاندیزونه په اړه فرمان صادر کړ

جمهور رئیس غني د انتخاباتي اصلاحاتو د ځانګړي کمیسیون د وړاندیزونه په اړه فرمان صادر کړ

د ۱۳۹۴ لمریز کال د وږي ۱۵مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د انتخاباتي اصلاحاتو د ځانګړي کمیسیون  ۷ وړاندیزونه د یو فرمان له مخې تائید کړي دي.

په دغه فرمان کې جمهور رئیس غني د دې په ترڅ کې چې د انتخاباتي اصلاحاتو د ځانګړي کمیسیون له اجرااتو څخه یې ستاینه کړې، په لنډ مهال کې د اصلاحاتو لپاره د انتخاباتي اصلاحاتو د ځانګړي کمیسیون د لومړي پړاو د کار وړاندیزونه یې په کُلي توګه تائید کړي دي.

همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غني د عدلیې وزارت او د چارو د ادارې لوی ریاست موظف کړي دي چې د انتخاباتي اصلاحاتو د ځانګړي کمیسیون د ۷ وړاندیزونو د عملي کېدولو لپاره د قانوني زمینو د  برابرولو په خاطر بیړني تدبیرونه ونیسي.

جمهور رئیس غني د انتخاباتي اصلاحاتو ځانګړی کمیسیون موظف کړی دی چې د خپلو نورو وړاندیزونو حقوقي او تخنیکي اړخونه او د هغو تطبیقي او عملي جنبې تر لا ډیر تدقیق لاندې ونیسي، خپلې تفصیلي طرحې دې د ملي یووالي د حکومت د اجرائیه ریاست له لارې جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

په دغه فرمان کې جمهور رئیس غني د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته دنده سپارلې ده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره انتخاباتي تقویم داسې تنظیم کړي چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون وړاندیزونه په عمل کې پلي شي.