د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د دفاعي او امنیتي سکتور وزیرانو د هېواد د امنیت د عمومي وضعیت په ځانګړي ډول د هلمند، ارزګان، ننګرهار، کنړ، بدخشان، فراه، بغلان او کندز ولایتونو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

غونډې امنیتي تهدیدونه وارزول او د امنیتي او دفاعي ځواکونو کوښښونه او هدفمنده مبارزه یې وستایله او د امنیتي تهدیدونو د دفعه کولو په موخه یې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ملي امنیت شورا د جنګ په څلورم پړاو کې د هېواد د زړورو امنیتي او دفاعي  ځواکونو بریالیتونه وستایل او امنیتي او دفاعي ارګانونو ته یې له تروریستانو سره د جنګ د ښه مدیریت او د هغوی د نابودۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

همدارنګه دهېواد د فضایي حریم د ښه کنټرول په موضوع بحث وشو. ملي امنیت شورا د افغانستان د فضایي حریم په کنټرول کې د مدیریتي او قانوني خلاو د رفعه کولو په لاره کې د اړوندو ادارو له رغنده او موثرو برنامو په هرکلي سره د جمهوري ریاست دویم مرستیال سره په مشوره د هېواد په فضایي حریم کې د داخلي او بهرنیو نظامي طیارو د الوتنو د مدیریت په خاطر د یو تقنیني سند د چوکاټ د تسوید په موخه د یو کمیسیون د تشکیل وړاندیز تائید کړ او په دې اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته لازمې لارښوونې وشوې.