د۱۳۹۴ لمریز کال د غوایي۲۵مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سروردانش هم ورسره ملګری و، تېره شپه د کابل په ښار کې د ایمر جنسي روغتون ته لاړ او په دغه روغتون کې یې د "پارک پلیس" پر میلمستون د تروریستي برید د ټپیانو، د یو شمېر ناروغو ماشومانو او په بېلابېلو تروریستي بریدونو کې د ځینو ټپي شویو مېرمنو د احوالو پوښتنه وکړه.
جمهور رئیس غني د ټپیانو او ناروغو ماشومانو د روغتیایي حالت په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته د ایمر جنسي روغتون چارواکو ته لار ښوونه وکړه چې د ټپیانو او ناروغانو د درملنې او له هغوی څخه د ښې څارنې لپاره له هیڅ ډول هاند او هڅې څخه ډډه ونه کړي.
همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غني او د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش تېره شپه د ملي امنیت روغتون ته لاړل او په دغه روغتون کې یې د "پارک پلیس" پر میلمستون د تروریستي برید د یو شمېر ټپیانو او په دې وروستیو کې د یرغمل کوونکو له منګولو څخه د را خوشې شویو ۱۹ تنو هېوادوالو له جملې څخه د یو شمېر هغو کسانو د احوالو پوښتنه وکړه چې د روحي فشارونو له امله دا مهال په دغه روغتون کې بستر دي.
جمهور رئیس غني ټيبانو او ناروغانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله وکړه او د ملي امنیت روغتون چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې په دغه روغتون کې د بسترو تپیانو او ناروغانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.