د ملي تدارکاتو کمیسیون د دوه ملیارده ۹۳۸ ملیونه افغانیو په ارزښت اته قراردادونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمیسیون د دوه ملیارده ۹۳۸ ملیونه افغانیو په ارزښت اته قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ریس محمداشرف غني په مشري تېر ماښام په ارګ کې  د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه وکړه.

په غونډه کې دبېلابېلو دولتي بسنټونو۱۲ قراردادونه وارزول شول، چې د د دوه ملیارده ۹۳۸ ملیونه افغانیو په ارزښت اته قراردادونه منظور شول.

په منظور شویو قراردادونو کې د ملي پولیسو د اعاشې برابرول او سون توکي، د پروان ولایت د پوهنې ریاست د لیلیو اعاشوي مواد او د کابل ولایت د اوبو رسولو شبکې د انتقالي پایپونو نصبول شامل وو.

د کابل ښاروالي د نفتي موادو د تدارکاتو پروسه له بحث وروسته تائید شوه او همدارنګه د عامه محافظت د تصدۍ اړوند درې قراردادونه د بیا کتنې په موخه راتلونکې غونډې ته پرېښودل شو.

د ملي تدارکاتو کمیسیون په ګمرکونو کې د ملګرو ملتونو سازمان د پروژې د خدماتو ادارې د مشورتي خدماتو د وړاندې کولو د مسوولیت د لېږد په پلان  او په مالیې وزارت کې په ظرفیتونو د اتکا په هکله  هم بحث وشو او تاید یې کړ.

همدارنګه په غونډه کې د سوداګرۍ د اسانتیاو  د برنامې د تداوم په بهیر او د ګمرکونو په عصري کولو چې په ګمرکونو کې د شفافیت د تامین او د سوداګریزو اسانتیاو د برابرولو په برخه کې مهمې اړتیاوې ګڼل کېږي، بحث وشو.

جمهور رئیس غني د مالیې وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د یادې برنامې په فعالیتونو زیات تمرکز وکړي او په ښه توګه یې تطبیق کړي.

په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، عدلیې او اقتصاد وزیرانو هم حضور درلود.