د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې ۲۷ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام د سترې محکمې له غړو سره په کتنه کې وویل چې د هېواد بې نظمۍ د زور په کارونې نه، بلکې د عدالت په رامنځته کولو حل کېدای شي.
جمهور رئيس په دغه کتنه کې هيله څرګنده کړه چې ستره محکمه او نور محاکم باید په ټولنه کې هغه وسیله واوسي چې د ټولنې هر کمزوری وګړی ورباندې باور ولري او هر حکم له تبعيض پرته پلی شي.
جمهور رئیس په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې ناوړه دود ته اشاره وکړه چې مېرمنو ته د دوی اسلامي حقونه نه ورکول کيږي، نو ځکه په دې اړه باید جدي پاملرنه وشي.
جمهور رئيس غني د غونډې په پای کې د عدالت پر ټينګښت یوځل بیا ټینګار وکړ او ويې ویل: دی به یوازې د اجرائیه قوې رئيس نه، بلکې د دولت د درې ګونو قواوو په رأس کې به وي او دری واړو ته به په یوه سترګه ګوري.