په هرات کې د ترافیکې پیښې د تلفاتو په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام

په هرات کې د ترافیکې پیښې د تلفاتو په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

په ډیره خواشینۍ سره چې تیر ماښام د هرات په ولایت کې د بس موټر د تصادم او اور لګیدو له امله زموږ لسګونه تنه افغانان شهیدان او ټپیان شوي دي.

انالله و انا الیه راجعون 

اسلامي امارت د دغې دردونکې پیښې له امله د الله جل جلاله څخه د ټولو شهیدانو لپاره جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا او کورنیو ته یې جمیل صبر او جزیل اجر غواړي.

ترانسپورتي مسئولینو ته لارښونه کوو چې هرڅه ژر د پیښې دقیق معلومات وکړي او د ملامت اړخ په اړه خپل معلومات شریک کړي.

الله تعالی دې نور زموږ د خلکو سر او مال ساتنه وکړي او بیا دي داسې غم نه پیښوي. والسلام 

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۴۷/۲/۲۶ ھ ق