د هرات په ګذرګاه جامع جومات کې د چاودنې په اړه د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال د خواشینۍ پیغام

د هرات په ګذرګاه جامع جومات کې د چاودنې په اړه د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال د خواشینۍ پیغام

له بده مرغه چې نن ماسپښین د افغانستان او اسلام دښمنانو د هرات ښار په ګذرګاه جامع جومات کې د چاودنې له امله د هرات د نومیالی عالم مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون یو شمېر لمونځ کوونکي شهیدان او ټپیان کړل.

انا لله وانا الیه راجعون

مولوي مجیب الرحمن انصاري د حق د لارې رسا غږ و چې د اسلام دښمنانو ونشو زغملی او په شهادت یې ورساوه.

د لمونځ کوونکیو او علماوو هدف ګرځول د ټولو اسلامي او انساني احکامو او اصولو خلاف عمل دی چې هېڅ ډول توجیه نلري.

زه دا برید په کلکه غندم او ډاډ ورکوم چې عاملین به یې د امنیتي ځواکونو له لوري هر څه ژر په خپله سزا ورسېږي.دغه راز روغتیایي مسولانو ته هدایت ورکړل شوی چې د پېښې د ټپیانو د درملنې لپاره خپلې هراړخيزه هڅې لا ګړندۍ کړي.

په پای کې د یاد برید شهیدانو په ځانګړي ډول شهید مولوي مجیب الرحمن انصاري ته فردوس جنت او کورنیو ته یې جمیل صبر غواړم.

مولوي عبدالکبیر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال