د زلزلې له امله د افغانانو د شهادت او زیانونو په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام

د زلزلې له امله د افغانانو د شهادت او زیانونو په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

په ډېره خواشینۍ سره چې تیره شپه د زورورې زلزلې په وجه په ننګرهار، کونړ، لغمان او ځینو نورو ولایتو کې زموږ ګڼ شمیر افغانان شهیدان، ټپیان او زیانمن شوي دي. 

انا لله و انا الیه راجعون

اسلامي امارت د دغې دردونکې پېښې له امله ټولو زیانمنو شوو کورنیو ته د زړه له کومي تسلیت وایي او خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.

له الله جل جلاله څخه شهیدانو ته جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا او خپلوانو ته یې جمیل صبر او جزیل اجر غواړي.

د اسلامي امارت ټولو اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه کېږي، چې د پېښو ځایونو ته ځانونه ورسوي، د شهیدانو د تدفین، د ټپیانو د معالجې او د زیانمنو شوو سره د مرستې لپاره له خپلو شته امکاناتو څخه ګټه واخلي او د وطنوالو ښه خدمت وکړي.

 همدا ډول له ټولو افغانانو څخه هم هیله کیږي چې د یادې پیښې له زیانمنو شوو کورنیو سره د سرپنا، خوړو او لباس په برخه کې مرستې ونه سپموي او خپله وجیبه ترسره کړي. 

الله تعالی دې آینده مسلمانان له دا ډول آفتونو او پېښو څخه خوندي وساتي. آمین یا رب العالمین

د افغانستان اسلامي امارت

۱۴۴۷/۳/۸ھ ق 

۱۰/۶/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/9/1